جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهامریکا د افغانستان لپاره نوی شارژدافېر معرفي کړ

امریکا د افغانستان لپاره نوی شارژدافېر معرفي کړ

تاند (پنجنشبه، د زمري/ اسد ۳۰ مه) د افغانستان لپاره د امریکا سفارت، چې په دوحه کې فعالیت کوي، نن اعلان وکړ چې ډان براون د دې سفارت د نوي شارژدافېر په توګه معرفي شوی دی. نوموړی به په موقتي ډول دا دنده پر مخ وړي.

د سفارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي:
«موږ له شارژدافېرې کرن ډيکر سره خدای‌پاماني کوو او د هغې د کلونو خدمت او د متحده ایالاتو د افغانستان په ماموریت کې د هغې د ژمن مشرتابه له امله، ورڅخه مننه او قدرداني څرګندوو. له موږ سره یوځای شئ څو له ښاغلي ډان براون څخه د نوي شارژدافېر په توګه هرکلی وکړو.»

براون د ۲۰۲۳ کال د نوومبر له میاشتې راهیسې د افغانستان لپاره د امریکا په سفارت کې د ماموریت د مرستیال په توګه دنده ترسره کړې ده او اوس په موقتي ډول د شارژدافېر مسئولیت پر غاړه اخلي.

د امریکا سفارت خپل مرکزي دفتر د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې، د کابل له سقوط وروسته، دوحې ته چې د قطر پلازمېنه ده، انتقال کړ او له هغه وخته راهیسې د دې هېواد دیپلوماتیک ماموریت د افغانستان په اړه له همدې ځایه اداره کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...