جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeمقالېد بندرونو په اړه له پخواني ولسمشر اشرف غني سره د دواوود...

د بندرونو په اړه له پخواني ولسمشر اشرف غني سره د دواوود جنبش خبرې

یوڅلوېښتم پودکاست

بندرونه «لومړۍ برخه»

جنبش: السلام علیکم، د ژوند لارې لړۍ په یوه بله خپرونه کې زما داود جنبش درناوي ومنئ. دا ځل د افغانستان په بندرونو غږېږو چې د استعمار د سیاستونو په اغېز یې یو هم اوس د سمندر تر څنډو نه رسېږي. تمرکز اصلی ما امروز بر ایجاد تاسیسات بندری بعد از تعیین سرحدات شمالی و غربی ما و تحمیل خط دیورند بر افغانستان میباشد.

سلام و احترام به شنونده های عزیز و شما رئیس جمهور محمد اشرف غنی. به برنامه خوش آمدید.

دکتور غنی: بسم الله الرحمن الرحیم، تشکر از جناب شما و سلام و احترامات به شما، تمام هموطن ها و شنونده گان عزیز این پروگرام.

جنبش: بسیار تشکر، موضوع ما موضوع بسیار مهم است، بخش های مختلفی دارد، امیدوار استم که بتوانیم همه آنرا در این برنامه بگنجانیم. سوال نخست من در مورد بندرهای افغانستان اینست که در دوره های مختلف ارتباطات کشور ما –ارتباطات بین المنطقوی، قبل از اینکه سرحدات ما در شمال و غرب نهایی شوند یا خط دیورند در شرق و جنوب ما تحمیل شود به چه شکل انجام می یافت؟

دکتور غنی: عمده ترین سوال است و این سوال چند بخش دارد: نقطه اول اینست که باید این مفکوره ییرا که در تمام کتاب های درسی تکرار شده برای تقریباً ۲۰۰ سال که با بروز اروپایی ها در اقیانوس هند، راه خشکه و تجارت از بین رفت، این موضوع را باید از سر بکشید. تجارت بین المنطقوی از راه کاروان ها و خاصتاً حرکات کوچی ها – که سالانه بود – هم به آسیای مرکزی و خاصتاً افغانستان و هند، حداقل تا شروع قرن نوزده به قوت خود باقی بود، و تحقیقاتی که شده این موضوع را بصورت بسیار بارز نشان میدهد. تغییر اساسی ییکه بعداً سرش میآییم، از نگاه تکنالوجی ترانسپورت است که در قسمت دوم قرن نوزده صورت میگیرد و ایجاد خصوط آهن است که بعد از آن شاهراه ها و اینها…؛ اما این نکته کلیدی است، و از این جهت تاریخ اقتصادی منطقه و خاصتاً افغانستان یک مرور جدی کار دارد، که ان‌شا‌ءالله و تعالی اسناد آن را ما و شما به تمام هموطنها پيش خواهیم کرد.

جنبش: چې کله موږ له اروپاییانو سره د تماس برخې ته راځو، دا لږه نوې ده مگر کله چې احمد شاه بابا دغه جغرافیه تشکیل کړه –البته ډېره پراخه وه، اما دا چې اوس را پاتې ده، په هغه وخت کې د مراوداتو بڼه له سیمې او کېدای شي له نړۍ سره څه ډول وه؟

دکتور غني: دا موضوع هم ډېره په زړه پورې ده. دا مه هېروئ، پس له دې نه چې احمد شاه بابا هند ونیوه، د هند سلطنت د ده تحت الحمایه و، او همدارنگه مشهد کې د نادرشاه افشار لمسي ته ده سلطنت وباښه. دې دوران کې حتی انگلیسانو په بنگال کې د ده شهنشاهی ومنله، یعنې دا یو سلطنت نه و، ځکه چې سلطان محمود او دا و چې د بغداد خلیفه یې مانه. احمد شاه بابا ځان شهنشاه، پادشاه او خاقان اعلان کړ، دا یې لقبونه وو او دا ټوله برخه د ده تحت الحمایه وه. دې برخې کې که اوس څو ټکو ته وگورئ: لومړی، لاهور یعنې ټول پنجاب او ملتان، سندهـ، بلوچستان او هند کې سرهند په رسمي توگه د مغول امپراتور پس له دې نه چې احمدشاه بابا ده ته بیا تاج وباښه او سلطنت یې ور وباښه، د احمدشاه بابا په شهنشاهۍ کې مدغم شول. اوس بله برخه د دې اقتصادي ده. د اقتصادي برخې اهمیت په دې کې دی چې د احمدشاه بابا په دوران او شهنشاهۍ یعنې د دُراني شهنشاهۍ په دوران کې موږ سمندر ته له دوو لارو نه، لاره درلوده. یو سندهـ و، تاتا او بالآخره کراچۍ … دا ټو بنادر د سندهـ په ډېره منظمه توگه د احمدشاه بابا په امپراتورۍ کې شامل وو، او اوس څېړنې شوي چې په واضح توگه دا ښيي چې دا لاره قندهار سره تړل شوې وه او په ډېره منظمه توگه تگ راتگ کېده. دویمه برخه هم چې ډېره په زړه پورې ده، دا چې پس له دې نه چې احمد شاه بابا اوسنی بلوچستان ونیوه او قلات کې نصیر خان سره اول وجنگېده او پس له هغه نه نصیر خان د ده شهنشاهي او واکداري ومنله، مکران او خاصتاً گوادر او نور بنادر د بلوچستان، احمد شاه بابا فعال کړل. او له دې نظر نه نتیجه څه شوله؟ دا شوله چې دُراني امپراتوري مجبوره نه وه چې [ځان] د ایران له لارې نه خلیج ته ورسوي. دا یې یوه برخه ده. دویم، هغه عظیمه پانگه چې احمدشاه بابا له هندوستان نه راوړله، سره زر او سپین زر او نور اموال او دا چې په کې وو، دې بین المنطقوي تجارت کې یو عظیم تغییر راوړ او په دې اساس باندې دې مرحله کې موږ مرکزي آسیا سره او بیا روسیې سره تر نیژني نوو گورد سره تړل کېږو. وزیر شاه ولي خان چې لوی شخصیت د افغانستان و او وزیراعلی و د احمدشاه بابا، د ده جایداد او پانگه اچول له یوې خوا نه بغداد کې وو، له بلې خوا نه بمبئي کې وو. بله برخه د دې چې ډېره مهمه ده، د احمدشاه بابا په دوران کې او د دُراني شهنشاهۍ په دوران کې، د بانکدارۍ مرکز د ټول افغانستان په شکارپور کې و. شکارپور کې د هندوانو یو لوی مرکز و، چې پس له هغه نه هم دوام کوي دا ټول د حوالې سیستم، دوی یې یوه برخه وو، يهودان یې بله برخه وه، ارمنیان یې بله برخه وه، دا ټول سره تړل کېدل، راشه درشه او دا د حوالې سلسلې په پېړیو دوام درلود او دا یوازې هغه وخت ختمېږي چې رنجیت سنگهـ قوت ونیوه او د حوالې سیستم له شکارپور نه وخوځېده، امرتسر ته لاړ. بلې خوا نه معلومدار، خیبر پښتونخوا له یوې خوا نه او د گومل لاره له بلې خوا نه، دواړه فعال وو او دې کې راشه درشې په اساسي توگه دوام درلوده او یو لوی بین المنطقوي تجارت په دې کې روان و، چې یو سر یې بنگال ته رسېږي او حتی تر نیپاله پورې، بله خوا یې له اورینبورگ چې روسانو جوړ کړی و، اما تر نیژني نوو گورد پورې، چې نیژني نوو گورد کې به کلنی بازار جوړېده، ډېر لوی بازار او  بله خوا یې ایران نه بغداد او دې ته رسېږي. نو بین المنطقوي تجارت کې د دُراني امپراتورۍ په دوران کې افغانستان یو مرکزي حیثیت درلود، هم د ترانزیت په برخه کې او هم د اخیستلو قدرت یا د خرید قدرت په دې مرحله کې په اوج کې و. چې هېر مې نه شي، کشمیر هم معلومدار دې دورې کې د افغانستان د امپراتورۍ یوه برخه وه او د کشمیر شال په ډېر قوت بازارونو کې و چې هغه وخت کې د شاه محمود یو شال ۱۰ زره سترلینگ پونډه ارزېده. نو دا ټول چې وگورئ یو لوی تجارتي سیستم دی چې موجود و، بیا درېیمه برخه دا ده چې پس له ۱۸۱۸ نه چې شهنشاهي نظام سقوط کوي او افغانستان په ولایتونو باندې ویشل کېږي، ډېر کمزوری شو او بیا هر وارې چې افغانستان کې داخلي جنگ وشو یا باندیني حملات په افغانستان باندې راغلل، سیستم ضعیف تره شو. درېیمه برخه بیا د ټکنالوجۍ ده.

جنبش: پیش از اینکه به مرحله اصلی بحث امروز خود –که تعیین سرحدات و تحمیل خط دیورند بود، بیاییم، نوع تکنالوژی در دوران ماقبل آن، از احمدشاه بابا به بعد تا دوران امیر عبدالرحمن خان چگونه بود؟

دکتور غنی: قبل از آن که خط آهن به یک تکنالوجی کلیدی بین المللی، منطقوی و بین المنطقوی مبدل شود، وسیله عمده ترانسپورت، حیوانات و خاصتاً شتر بود، و وسیله عمده جنگ اسب بود.  از این جهت سر تجارت اسب تحقیقات نهایت زیاد صورت گرفته و واضح میسازد که افغانستان یک نقش کلیدی در ارتباط با هند و در قرون متواتر همرای چین داشت. قیمت ترانسپورت در این مرحله در هر ۱۰۰ کیلومتر تقریباً ۲ چند میشد. ادواری را خبر داریم که در شمال افغانستان غله به اندازه زیاد میبود که به قیمت بسیار نازل فروش میشد و در جنوب افغانستان قحطی میبود، اما امکان انتقالش نبود و یا بالعکس. از این جهت، این یک نکته اساسی است که در این مرحله این محدودیت چند هزار سال موجود بود، چون آسیای مرکزی و افغانستان دریاهای مرتبط ندارند که مثل چین یا امریکا وغیره کشتیرانی بصورت اساسی صورت بگیرد. خط آهن این موضوع را بصورت بنیادی از چند نگاه تغییر داد. یک، قبل از خط آهن تجارت بین المنطقوی در آسیا و همچنین در اروپا تا حد زیاد در داخل محدود به مواد بسیار قیمتی بود، که کم وزن باشند اما از نگاه قیمت بالا باشند، خاصتاً نساجی و در اینجا هم فراموش نکنیم که، باوجودیکه تمام توجه به صادرات از هند، خاصتاً از بنگال به انگلستان و اروپا شده، مقدار صادراتی که از لاهور به روسیه و آسیای مرکزی صورت میگرفت، از این زیادتر بود. از این جهت، خط آهن این را بصورت بنیادی تغییر داد. موضوع دومی را که خط آهن تغییر داد، موضوع زمان بود.  چیزی را که هفته ها در بر میگرفت یا ماه ها در بر میگرفت یا یک سال در بر میگرفت، اول به هفته ها بعد از آن به روزها مبدل کرد. طور مثال، اگر سیستم ارتباطات را بین کابل و هندوستان و بعد از آن کابل و اورینبورگ در روسیه می دیدید، یک سال در بر میگرفت، در حالیکه با خط آهن این آمد به چند هفته تقلیل کرد. سیستم روسی در ۱۸۹۸ به کُشک رسید که فعلاً به نام سرحدآباد است و پيش رویش تورغندی ما واقع است. در عین زمان سیستم انگلیسی به چمن رسید. در قسمت چمن عبدالرحمن خان اعتراضات خاص داشت و نه تنها اعتراضات داشت، تمام تجار افغان را منع کرده بود که باید از خط آهن استفاده نکنند. در خیبر پښتونخوا اول به پشاور و بعد از آن به لندی کوتل میرسد، اما دلیل عمده سرمایه گذاری هر دو جانب از خاطر انتقالات نظامی بود. هم در جنگ اول افغانستان و انگلیس و هم در تجاوز دوم انگلستان زیادترین مصرف آنها سر ترانسپورت بود، چون باید ده ها هزار شتر را استخدام میکردند و خاصتاً در بولان، از راه قندهار که اینها آمدند هزارها شتر را از دست دادند. بناءً از یک طرف میبینید که دنیا به سرعت حرکت میکند و نوع ارتباطات جغرافیه تغییر میکند. از این خاطر، کُشک که قبلاً جز این ساحه وسیع بین المنطقوی بود، نزدیکتر به سن پیترسبرگ یا مسکو شد، تا کابل؛ و چمن زیادتر ارتباط گرفت با کراچی و بمبئی تا کابل. پشاور هنوز هم ۱۳ تا ۱۴ روز میگرفت، در حالیکه نوع ارتباطات آن با بمبئی، کراچی و در داخل هند به بنگال و اینها بصورت اساسی تغییر میکند.

جنبش: نو کله چې ډیورنډ تحمیل شو او کله چې دا شمال کې او غرب کې پولې انگرېزانو او روسانو په گډه د افغانستان لپاره وټاکلې چې اورېدونکي به خبر وي، د خاورې یوه برخه مو وبایلله، د افغانستان تقریباً له نیمایي نه ډېر ولایتونه یا په پوله راغلل، یا په ډیورنډ کرښه برابر شول، د دوی دا امکانات سره برابر وو؟ دوی ټولو یو ډول امکانات دغو ولایتونو پيدا کړل چې په ترانزیتي بندرونو او مرکزونو باندې بدل شي که نه؟

دکتور غني: دوه خبرې دي دلته: یوه دا، چې کوم ولایتونه د دې امکان لري چې په ترانزیتي لارو باندې بدل شي؛ دویمه دا ده چې کوم بدل شول. نو لومړۍ خبره دا ده، په هغه پخواني نظام کې چې په اوښانو او دې باندې درېدلی و، دا ټول ولایتونه چې اوس زموږ په شمالي او غربي سرحداتو کې دي یا د ډیورنډ په کرښه کې دي، د دې امکانات یې درلودل. اما پس له دې نه چې ټرانسپورټ د افغانستان په منځ کې په کې بدلون راغی، سړکونه راغلل، لارۍ راغلې، بندرونه محدود شول. زموږ لوی بندرونه تر ډېره وخته پورې هندوستان سره دوه وو چې چمن – سپین بولدک او تورخم چې اصلي ځای یې ډکه وه، د گمرکاتو له نظر نه؛ ایران سره اسلام قلعه وه او کُشک، شمال کې هم لارې وې چې ډېرتر یې د ترمذ له لارې نه تېرېدې. بدخشان کې موږ یوه عظیمه سلسله د ارتباطاتو درلودله چې کشمیر و، جمو و هاخوا ته سین جیانگ او دې سره برابره وه، مگر حدود یې محدود وو، ځکه چې لاره ډېره ستونزمنه وه، اما هلته تاسیسات جوړ نه شول. پس له هغه نه په تدریج سره گورئ چې چېرته تاسیسات راځي او کوم ځایونه حاشیې ته ځي، چې دلته له یوې خوا نه خپله سړکونه دي، له بلې خوا نه بین الملي موافقې دي بنادرو باندې او آمو سیند باندې او هلته هغه بنادر راځي چې هم د اوبو له لارې نه او هم د ځمکې له لارې نه په کې ارتباطات راځي.

جنبش: کمی در مورد تاثیرات پیش آمدن انگلیس که به عنوان یک قدرت بزرگ نظامی و سیاسی در همسایه گی ما ظهور کرد در وسط قرن نوزده، صحبت شد. يک بخشی از تاثیراتش هم آمد که یعنی خط آهن را آوردند و در نتیجه شکل، نحوه تجارت تغییر کرد. غیر از این که سرعت گرفت در قسمت آنها حداقل، در مناطقی که زیر کنترول آنها بود، اموال به سرعت می رفت و می آمد، همچنان عساکر. بصورت کل این همسایه گی برای ترانزیت ما و برای تجارت ما و برای بنادر ما چی عواقب داشت؟

دکتور غنی: با معاهده ننگین گندمک قندهار حیثیت مرکزی خود را در ارتباط با ملتان و پنجاب و دیره جات و مکران و بلوچستان از دست داد. گزارش های سری نفری بنام کرنل سندمن که سیستم این را که در بلوچستان ایجاد کرد، نزد من موجود است و با همه هموطنها شریک میسازیم. اینها قسمی خط را ایجاد کردند –که بالآخره خط دیورند شد، اما در اول از طرف یعقوب خان امضا گرفتند، که تمام کوتل هایی که حاکم بود و در داخل افغانستان قرار [داشت] زیر شعاع اینها بیآيد. عجیب هم اینجاست که تا سندی را که راساً از طرف او در ۱۸۸۶ نوشته شده، من مطالعه کردم، نظامی را که او پیشنهاد کرد بر اساس سیستمی بود که احمد شاه بابا با خان قلات و سردارهای بلوچ به وجود آورد. اینها کل کنترول کاروان ها را و راه های تجارتی را بدست گرفتند و بعد از آن سرکسازی را شروع کردند و کویته که یک قریه بسیار خورد بود‌، دلیلی که کویته به یک شهر بدل شد، از خاطر این بود که ارتباطات قندهار و باقی افغانستان را کنترول کند. تاثیرات آنرا در قسمت جنوب افغانستان می بینید. قندهار و هلمند تاثیرات این است که دوامدار استند و تا امروز این نوع تاثیرات وجود دارد و کنترول بنادر مطلق از دست میرود. افغانستان به یک مملکت محاط به خشکه بدل میشود، بدون اینکه حق و حقوق واضح دسترسی به بنادر را داشته باشد. دوم، در خیبر پښتونخوا سیاست بالعکس بود، چون نظامی که وجود داشت قبل از تحمیل خط دیورند و موافقه ییکه امیر عبدالرحمن خان با دیورند انجام داد، انگلیسها اجازه داخل شدن در یک قسمت زیاد مناطقی را که بعداً بنام مناطق قبایلي یاد میشد، نداشتند. اینها در سوات اجازه داخل شدن را نداشتند، در چترال بعدتر آمدند، همچنان در باجور؛ خاصتاً در نقاط وزیرستان و بنو و اینها. پالیسی آنها چه بود؟ این یک پالیسی است که در انگلیسی نامش را گذاشته بودند Butcher and Bolt یعنی بکش و بگریز. حملات دوامدار میشد در طول قرن نوزده، که به اوج خود در سال ۱۸۹۸ رسید، که بنام قیام بسیار بزرگ سیاه کوه مشهور است، که بعد از آن ولایت فعلی خیبر پښتونخوا ایجاد میشود از طرف لارد کرزن. تاثیر دیگرش، بنو یکی از مراکز عمده بود، سوات هم. برای قرن ها دو راه اساسی…، تنها خیبر نبود بلکه سوات از یک طرف و وزیرستان راه بنو بود. در اینجا کنترول ایجاد میشود، خاصتاً اول در بنو به تدریج و نکته ییکه قابل ذکر است، مردم وزیرستان هیچوقت خط دیورند را قبول نکردند. ملا پوینده تا وقت وفاتش –که وفاتش در سراج الاخبار گزارش داده شده، در مقابل این [خط دیورند] مقابله کرد.  از این جهت در نوع حرکت ما  و کاروانهای ما تغییر میآید. کاروانهای ما دو شکل داشت: یکی قافله ها بود که قافله ها بصورت منظم و بصورت دوامدار حرکت میکرد. مخصوصاً وقتیکه امنیت میبود و اگر امنیت نمیبود قافله های بسیار بزرگ حرکت میکرد. قسمت دیگرش بنام حرکت پوونده [چوپان های] ما بود، که در ماه ثور اینها حرکت میکردند و به دیره جات میرفتند. بعد از آنکه خط آهن بوجود آمد، اینها خانواده های خود را می گذاشتند و تا بنگال و نیپال و کلکته و تمام این جا ها اینها در حرکت میبودند. قصه مشهور تاگور بنام «کابلی والا» اصلش سر این گذاشته شده. از این جهت این شبکه های بسیار بزرگ است، اما اساسش را سلاطین لودی و سوری در هندوستان گذاشتند که در طول راه تجارتی افغانها ساکن شدند و یک قسمت حکومتهای محلی را اینها ایجاد کردند و در دوران مغل دو نوع حرکت است: یکی حرکات دایمی مقابل افغانها است که ضدیت خاص دارند از خاطر این فکر میکنند که اینها ادعای پادشاهی دارند که داشتند بصورت دوامدار و دوم نوع همکاری شان است. اینها پشتونها را در تمام طول را های تجارتی ساکن کردند که امنیت این راه ها را بگیرند و بعداً خاصتاً در منطقه ییکه بنام روهیلکند ایجاد میشود، افغانها دولت های مستقل خود را ایجاد کردند. و این راه بود که سلسله عمده راه های تجارتی را برای اینها برابر کرد و در عین زمان یکی از عمده ترین صادرات افغانستان به هندوستان، عسکر بود. چون سالها جوانانیکه می خواستند ثروت پیدا کنند، برای ثروت به هندوستان میرفتند و یک قسمت شان توانستند به خوانین عمده و نواب های عمده بدل شوند که در سر تا سر هندوستان راه داشتند. تمام این سیستم زیر شعاع میآید، چون بعد از اینکه انگلیسها می آیند، یک؛ زبان دری را که اول سکندر لودی، بعد از او شیرشاه سوری بحیث زبانهای رسمی آورده بودند، بالآخره اکبر به زبان امپراتوری بدل کرد، از بین میرود. و تمام سلسله ارتباط مدارس، طرق صوفی و این راه تجارتی تحت شعاع قرار میگیرد و عوض اینکه بحیث یک طبقه بزرگ و سرشناس در براعظم هندوستان جلوه کنند، آهسته آهسته به انزوا و ضعف مبدل میشود.

جنبش: تاسې یوه اشاره وکړه لنډه د ډکې نامه ته، زما پلار په همدغو سیمو کې، په کمکي خیبر کې د افسرۍ دنده درلوده او موږ واړه وو، له هغه سره به چې تللو، د ډکې بندر کې به دا د کابل – پېښور ترمنځ د توریستانو یو بس و، هغه به راته هلته به پاسپورتونه چک کېدل او مالونه، او د هغې خوا نه به هم چې مال او مسافر راتله، په همدغه ځای کې چک کېدل. ډکه د تورخم نه ډېره را دې خوا ته، هزارناو خوا ته پرته وه، د کمکي خیبر خوا ته، زه نه پوهېږم ولې افغانان د ډيورنډ کرښې نه هم د بندروالۍ لپاره دومره شاته راغلي وو او په ډکې باندې وروسته بیا څه راغلل؟

دکتور غني: لومړۍ خبره دا وه چې مخکې له ۱۸۷۹، یعنې دویم انگرېزانو یرغل په افغانستان باندې، [بندري] منطقه علي مسجد کې وه. د امیر شیرعلي‌ په دوران کې علي مسجد مرکز و. هلته لومړی ټکر وشو چې د چېمبرلېن هئیت ته امیر شیرعلی خان اجازه ور نه کړه چې افغانستان ته راشي او په دې پلمې باندې دوی برید وکړ. په [داسې] حال کې چې د هندوستان وایسرای یا نایب السلطنة [هسې هم] غوښتل په دوامداره توگه، چې برید وکړي. د ډکې خبره دوه برخې لري: یو، خپله تورخم کې اوبه کمې دي او په دې باندې که د محمود طرزي –چې د افغانستان د خارجه چارو وزیر و، او انگلیسانو منځ کې مکاتبه وگورئ، په اوبو باندې هغه وخت کې موافقه وشوله. ډکه اوبو ته نژدې ده، پراخ ځای دی، دا سرحد داران په ډکې کې اوسېدل. لارډ کرزن چې افغانستان ته راغی، مخکې له دې نه چې د هندوستان نایب السلطنة شي، په ډکې کې سپه سالار غلام حیدر خان چرخي د ده هرکلی وکړ او له هغه ځي نه [ملګري راغلل] او دا ټول نور انگرېزان او امریکایي انجنیر جوویت هم چې حبیب الله خان ته یې کار کاوه، تگ و راتگ چې خپل خاطرات لیکي، دا ټول ډکې کې کېدل. حمزه بابا شینواری هم چې افغانستان ته راغی په ۱۹۴۸کې د شاه محمود خان [د صدارت] دوران و. د ده مقررات په ډکې کې وشول. تورخم پس ته راغی، دقیق کال یې چې څه وخت تاسیسات هلته وخوځول شول، زما په یاد نه دي، اما په دقیقه توگه د داود خان د صدارت په پای کې تورخم کې تاسیسات وو. دا دقیق چې کوم کال د شاه محمود خان او د داود خان د صدارت په منځ کې امکانات وخوځول شول او تورخم مرکز شو، په دې باندې باید لږ څه ډېرتره څېړنه وکړو.

جنبش: این بنادری که تا حال صحبت کردیم در مناطق شرقی افغانستان موقعیت دارند، در کنارش در جنوب شرق، لویه پکتیا را اگر در نظر بگیریم، اینها بنادری برای خود داشتند یا از ولایات همسایه استفاده میکردند؟

دکتور غنی: بدبختانه وقتیکه سیستم ایجاد شاهراه ها را می بینید، لویه پکتیا در کنار گذاشته شد. داود خان در دوران صدارت خود آخرین جایی را که برای ایجاد سرک های قیر در نظر گرفته بود، لویه پکتیا بود اما در دوران ده ساله ییکه اعلیحضرت ظاهر شاه مستقیم اداره را به عهده داشت و صدراعظم های مختلف داشت، سرک لوگر بسیار کم پیشرفت کرد. بنابرین تاسیسات در این طرف نبود و رسمی را که از زمان سلطان محمود غزنوی تا قرن بیست وجود داشت که راه گومل موازی با راه تورخم و راه کنر اهمیت اساسی داشت، و خیبر که از زمان اکبر شنهشاه مغل هندوستان بوجود میآید، این راه به حاشیه میرود. خوست در تاریخ مغل ها یکی از موازی ولسوالی های فعلی بود. در اینجا نقاط اصلی عبور پوونده بود، چون اینها در غزنی جمع میشدند و حرکات زیادشان سالی یک بار بود، و در پس آمدن یا یک بار می آمدند یا به چند قافله بزرگ مبدل میشدند. و وجه خاص شان این بود که اینها امنیت خود را خودشان به عهده میگرفتند، بنابرین بعض اوقات تصادم هایی رخ میداد. در سال ۱۸۸۶ طور مثال و بعد از آن چند بار احصائیه گرفته شد، هر سال ده ها هزار نفر در این کاروانها شامل میبود و پهلوی اینها ما یک سلسله دیگری هم داشتیم بنام چره (څړه) و این کسانی بودند که تنها برای مزدورکاری به هندوستان میرفتند. و اگر ناول نور محمد تره کی را [بخوانید] یکی از ناول هایش به نام [څړه] است که خاصتاً همین موضوع را سرش تأکید میکند و تجربه خاص اندر غزنی و نقاط دیگر در این وجود داشتند. نکته ییکه باید در نظر گرفته شود، اگر از راه خوست به کراچی وصل میشوید فاصله را چند صد کیلومتر کمتر میسازد. در پکتیا، پکتیکا و زابل امکان ایجاد بنادر است چون بنادر غیررسمی در اینجا ایجاد شده، پیشنهاد عمده من همیشه این بود که تمام ولایات افغانستان که یک حد نبستاً طویل دارند با ممالک همجوار –چون کوتاه ترین سرحد ما ۵ کیلومتر است که از ولایت لوگر است باقی اش سرحدهایی است که نسبتاً وسیع استند و همه اینها به مقیاس های متوسط و بزرگ امکان این را دارند که مراکز مواصلاتی شوند و مراکز ترانزیتی.

جنبش: ډیورنډ کرښې زموږ ځینې پخواني د کورنۍ غړي ووېشل، هغې خوا پاتې شول، کله چې به دوی کونړ ته راتلل، د کوچنیوالي خاطرې مې په یاد دي چې وايي ناوگۍ باندې راغلو، نواپاس باندې راغلو، دغو ځایونو باندې… معنی یې دا ده چې په دغه سیمه کې غیر له –یعنې په دا ختیځ او جنوب او دغو ځایونو کې، له رسمي بندرونو نه چې لارې پرې تېرې شوې وې او تجارت پرې کېده، رسمی گمرکونه وو، ځینې نورې وړې لارې هم وې، که په دې باندې هم وغږېږو، زه فکر کوم ځوانو اورېدونکو ته به په زړه پورې وي.

دکتور غنی: هو، لسها نورې لارې دي او دا ټول د [مېجر] راورټي په کتاب کې تشریح دي. اصلي خبره چې ولې ورته کرښه وایو او سرحد ورته نه وایو؟ یو دا چې ولسونو دا ونه مانه، راشه درشه د ولسونو دوامداره وه. د مثال په توگه کوچیان یوازې په ۱۹۶۰ کې د شلمې پېړۍ باندې پاکستان کې یې تگ را تگ بند شو او منځ کې زښتې ډېرې لارې دي. مه هېروئ چې سوات آباد و، پېښور کې دومره آبادي نه وه مخکې له دې نه چې د سوات کانال جوړ شي، چې ټولو مسافرو ته او کاروانو او دې ته غله برابره کړي. دا پس ته راغلله. د سوات سیند ډېر بابرکته سیند دی او ځکه یې غنمو ته شنه طلا ویل. راشه درشه په دې ټولو ځایونو کې –کونړ کې، ننگرهار کې، مومندو کې، چې وگورئ [وه]. هاخوا ته پکتیا کې، ځاځیو کې، منگلو کې؛ هاخوا ته تڼیو او دې کې؛ او بیا خاصتاً ټول وزیرستان کې، پکتیکا کې دوامداره وه. او که دا نه وای نادر خان چا په تخت کېناوه؟ د لویې پکتیا خلکو او وزیرو او مسیدو. که وزیرو او مسیدو یې ملا نه وای تړلې [تخت ته نه رسېده] او مکتوبات موجود دي چې دوی راغلل، هلته په میاشتو خلکو دا نه مانه او د ده ژمنه دا وه چې اعلیحضرت امان الله خان بېرته په تخت کېنوي، بیا چې د استقلال اعلان غازي امیر امان الله خان وکړ او بیا یې د پاچاهۍ اعلان وکړ ټول هغه شی چې ورته یې Frontier force  ویلې، یعنې قوه د سرحدي، پښتنو د انگرېزانو ځایونه خوشې کړل، ټل او واڼه بې له دوی نه چا نه شول نیولای، نو ځکه باید پوه شئ چې دلته ډېر ژور علایق موجود دي او ځکه دا موضوع یوازې د ژبې نه ده، د یوه لوی هویت ده. نن له هغوی نه پوښتنه وکړئ، څوک درته وایي چې افغان نه یم؟ هو، دا چې دوو مختلفو دولتونو کې ژوند کوي هغه بله خبره ده او هلته باید په اساسي توگه یوه لاره برابره شي. یوه چاړه چې په [لوی] لاس یې دا ولسونه سره پرې کړل، اما دا ولسونه د پرې کولو نه دي. راشه درشه یې، علایق یې، مینه یې، دومره ډېر دي چې حد نه لري او که څوک غواړي په دې باندې پوه شي یوازې حمزه بابا ته وگورئ او د ده اشعارو ته وگورئ او ټولو خبرو ته وگورئ یا د پاچا خان نظریاتو ته وگورئ یا د غني خان اشعارو ته وگورئ، یو داغ پاتې دی چې نتایج یې بار بار هم افغانستان ته او خیبرپښتونخوا ولسونو ته او هم بلوڅو ته گران تمام شوي دي.

جنبش: و حال توجه خود را به بنادری که در سرحدات یا بخش شمالی کشور ما ایجاد شد معطوف کنیم. مراودات ما با روسیه –اشاره هایی آمد که از زمانهای قدیم وجود داشت، و اسناد تاریخی هم در این زمینه وجود دارد، رفت و آمد ها بوده، اموال بوده، حتی سراج الاخبار قصه های از کارگرهای موسمی ما را دارد، مخصوصاً هزاره ها را که میروند در آسیای میانه کار میکنند و بر میگردند. بندر در این منطقه دقیقاً در کجا بود؟

دکتور غنی: قدیمترین بندر که چند هزار سال سابقه دارد ترمذ است و در ترمذ یک شیوه عجیب انتقال وجود داشت. به این معنی که مشک ها را یا کشتی های کوچک را در عقب چند اسب بسته میکردند و این اسب های خاص بودند و اینها شنا میکردند و می گذشتند. در پهلوی این معلومدار، نقاط دیگری بود که قابل انتقالات بود چون یک قسمت زیاد سرحد شمالی ما تنها در دریای آمو نیست، از هرات گرفته تا به آمو میرسید، نقاطی است که انتقالات وجود دارد و در آنجا نوع انتقالات نظر به اینست که کدام موسم است و وضعیت صحرایی چیست و این بادهای صحرایی تاثیرات زیاد داشت. خاصتاً اگر یک مثال بسیار زنده اش را میخواهید ببینید، سفیری را که امان الله خان به بخارا روان کرد، خاطراتش را ما خوشبختانه چند سال پیش بدست آوردیم، ادیب خان نام داشت و خاطراتش موجود است چون او سفر میکرد در شب و روز. بعد از این نکته کلیدی ییکه در اینجا میآید نقش مرحوم زابلی است. چون ارتباطات ما با روسیه به این ارتباط داشت که تمام کالای هایی را که از روسیه ما خریداری میکردیم به طلا بود. آقای زابلی با سرمایه گذاری سر پنبه در شمال افغانستان، این را تغییر داد، سیستم بارتر را بوجود آورد، که افغانها پنبه را صادر میکردند و یک قسمت پوست قره قل و اینها را و در بدل، تیل و ماشین آلات و بوره و مواد دیگر را می گرفتند که اساس انحصارات را تشکیل داد. در این اساس، تاسیسات نو بوجود میآیند و این صادرات پنبه افغانستان اگر اشتباه نکنم تا حدود ۱۰ هزار تن رسید. یعنی یک مقدار قابل ملاحظه بود. این، نوع تجارت را تغییر داد. نکته دیگری که در این قسمت قابل ذکر است سیاست ملیتی ستالین است که اول وزیر همین بخش بود در حکومت لنین و در نتیجه کشتارهایی را که او در آسیای مرکزی انجام داد، یک میلیون ازبک و ترکمن به افغانستان آمدند که بعداً بنام «پاردریایی» یاد میشدند. تخمین در حدود ۶۰۰ هزار ازبک و ۴۰۰ هزار ترکمن بود و یک قسمت اینها، خاطرات شان موجود است، تنها از دریای آمو با لباسی که داشتند حرکت کردند. پادشاه بخارا در این ضمن به افغانستان پناه جست، او آمد و ساکن کابل شد که قلعه فتو را در نزدیک دارالامان خاصتاً به او اختصاص داده بودند، تا زمانیکه به وفات رسید. بعد از این حرکت ابراهیم بیگ است که یک چیزی را که شوروی ها بنام باسمچي یاد میکنند. بعد از شکست، اینها به شمال افغانستان میآیند و در آنجا تحت اداره شاه محمود خان که وزیر دفاع بود، این حرکت شکستانده میشود و روابط اقتصادی با اتحاد شوروی تغییر میکند، چون یک تهدید واضح از اتحاد شوروی شده بود که این حرکت [ابراهیم بیک در افغانستان] قابل تحمل نیست. بناءً نوع ارتباطات تغییر میکند، اما این سیستم بارتر عملی میشود. نکته دیگرش اینست که این سرحد –سرحد شمال ما، از بدخشان گرفته تا هرات به یک سرحد مطلق بسته در دوران اتحاد شوروی تا حمله شان سر افغانستان بدل میشود. در این سرحد ارتباط بین مردم قطع میشود، تنها در زمستان وقتیکه دریای آمو را یخ میزد بعض اوقات مبادله صورت میگرفت مخصوصاً آنهاییکه تریاک را میخواستند و در بدلش بعضی اموال [را میگرفتند]. اما بصورت عمده این سرحد بسته بود. یعنی دو نوع سرحد دارید و خط دیورند. خط دیورند مطلق باز بود، سرحد با اتحاد شوروی سابق تقریباً مطلق بسته بود. تنها راه نفوذی بسیار کم وجود داشت  و سرحد با ایران نیمه بسته بود، هم حرکت موجود بود، مخصوصاً وقتیکه ایران از نگاه کنترول مواد نفتی خود را بعد از ۱۹۷۳ بدست گرفت و در قیمت نفت یک تغییر بزرگ در دو مرحله -۱۹۷۳ و ۱۹۷۹ میآید، یک حرکت عظیم کارگرهای افغان بطرف ایران شروع میشود و این سرحد نیمه باز میشود، یک عده قانونی رفتند و وقتیکه این سه نوع حرکت را ببینید، هر سه تقریباً دوامدار بود.

جنبش: دې لپاره چې لږه یې مصوره کړو، انځوریزه یې کړو، د سراج الاخبار د یوې گڼې مطلب پښتو باندې اورېدونکو ته وړاندې کوم. هغه د دغه بندر نه، مسافران به تلل له ترمذ نه او یو څه وخت به یې په مزار شریف کې تېراوه بیا به حج ته تلل. یو نفر یې عبدالسلام سمرقندي نومېږي، دی چې راغلی د ۱۹۱۵ کال د اگست په ۱۲مه نېټه د ده دا مطلب د سراج الاخبار د څلورم کال په ۲۴مه گڼه کې خپور شوی، د سترگو لیدلی حال یې دی، دی لیکی چې:

«لومړنی چلند مې چې له بندروالو –یعنې افغان بندروالو نه ولید، ناوړه خبرې او بې ځایه کړنې وې. د بندروالۍ ضروري تشریفاتو له بشپړېدلو وروسته ۴ تنه محصول کوونکي راغلل، د خورجینو په کتلو او پلټلو بوخت شول. لومړی مې چې د دوی پلټنه ولیدله ډېر خوښ شوم ځکه چې په بندرو کې د خورجینو او د کسانو د شیانو لټول سم کار دی، خو دا کسان  چې په لټولو او کتلو بوخت وو، د لټولو پر مهال به چې کوم شی ښه په نظر ورغی هغه به یې په زور او جبر اخیسته. ځینو مسافرو به سترگې پټې کړې، څه به یې نه ویل، نورو به له دې امله چې دغو شیانو ته یې اړتیا درلوده، د هغو له ورکولو ډډه کوله چې نتیجه کې به یې مجادله او سپکې سپورې جوړې شوې او کله کله به یو بل سره لاس گریوان شول. په ۳ ساعتونو کې چې هلته مې د هوساینې لپاره تېر کړل، ۲ ځله مې وهل ټکول ولیدل.»

دکتور غني: هو، دا له بدې مرغې نه دوامداره وه، ځکه چې کتل او لټول یوازې په دې کې نه وو چې په بندر کې وشي. دا په مختلفو ځایونو کې کلاگانې وې، تاڼې وې او دا… دا به بیا بیا کتل کېدل. يو انگرېز د امان الله خان په دوران کې راغلی و، په تفصیل لیکي چې له تورخم نه چې تېرېږي، تر څو چې کابل ته رسېږي –لارۍ کې راغلی و، څو څو وارې لارۍ کتل کېږي. او دا چلند له بدې مرغې نه، د دغې برخې د گمرکاتو او دې، په یو فرهنگ باندې بدل شوی و چې په اساسي توگه له منځه نه لاړ.

جنبش: دې باره کې زما پوښتنه شته که اجازه وي وروسته یې کوم، خو جالب څه شی دی چې محمود طرزي، اول خو یې د هغه سړي لیکنه لیکلې ده، بیا یې ویلي ما دا سړی خپله کابل ته چې راغی، دی مې ولیده، ډېر دروند سړی و، ډېر معتبر سړی و او زه د ده په خبرو باور کوم، نو بیا خپله تبصره لیکي وايي: «سراج الاخبار افغانیه د خپل سپېڅلي دولت له جگپوړو چارواکو څخه د اسلامیت او انسانیت په نامه غوښتنه کوي او مهرباني ترې غواړي چې خپل لوړ ښېگڼوال صداقتکار پام دې مسألې ته واړوي او پتمن او روزل شوي گمرکوال او بندروال دې چارې ته وگوماري او تنخوا یې هم یو څه ور ډېره کړي چې د حاجیانو او مسلمانو زیارت کوونکو د لوڅولو له اړتیا نه خلاص شي.» دغه وړاندیز یې کړی و. تاسې وویل چې فساد بندرونو کې ورک نه شو، حتماً به تاسې هم ورته ځينې طرحې درلودې، آیا د معاش په لوړېدو دا مشکل حلېدلی شو، که نه؟

دکتور غني: نه، یوازې د معاش خبره نه ده، دا د نظام خبره ده. چېرې چې زورواکان موجود وي او چېرې چې د معاملې نظام وي او بې سویې خلک وټاکل شي دا یې یوه برخه ده. دویمه برخه یې د پولیسو ده. تر څو چې یوه صادقه او با اعتماده د پولیسو قوه منځ ته را نه وړئ او اصولو باندې یې ونه دروئ [دا ستونزه نه حل کېږي]، ځکه گمرکوالو سره زور نشته، که پولیس ورسره شریک نه وي دا خلکو ته سپکې سپورې نه شي ویلی؛ او بله برخه د قضا ده، دا یعنې زنځير دی، زه دې ته د عدالت زنځير وایم؛ او بل قوانین او اصول دي. خبره د یوه اساسي نظام ده چې عادل نظام منځ ته راوړی شئ او حساب چارواکو نه اخیستی شئ یا دا چې منځ کې معاملې کېږي.

جنبش: خوب مراودات در این منطقه بالای دریای آمو تا سالهای زیادی –اشاره رفت، که از طریق دریا صورت میگرفت یا با کشتی های خورد یا با جاله ها یا با کشتی های ماشین دار، یعنی ماشینی. بعداً پُل ها ساخته شد، يک کمی به شنونده های عزیز در این مورد معلومات بدهیم که تاریخ پل ها از چه وقت شروع میشود و چی اثر گذاشت بر تجارت ما؟

دکتور غنی:‌ ایجاد پُل دوستی که بندر حیرتان را با ترمذ وصل میکند واقعاً از کارهای بزرگ است، متاسفانه این سرمایه گذاری از خاطر تجارت بوجود نیامد، از خاطر انتقالات عساکر شوروی بوجود آمد، که در سال ۱۹۸۲ تکمیل شد و بندر حیرتان هم بندر دریایی است، هم شاهراه است یعنې از نگاه پُل که لاری سرش انتقال کرده میتوانند و هم خط آهن است و بندر نادر ماست که از حیرتان تا میدان هوایی مزار شریف خط آهن به تمویل بانک آسیایی صورت گرفته.

جنبش: و این پُل هم در مدت بسیار کوتاه ساخته شد.

دکتور غنی: بلی در مدت شش ماه. در مدت شش ماه و گزارش های جنرال های روسی است که در قسمتی که تیر شوند در چند هفته صورت گرفت و دوم ایجاد شیرخان بندر است که اساسش در زمان دهه دیموکراسی اعلیحضرت گذاشته شد و بنام شیرخان –که شیرخان ناشر، از جهت این بود که آقای ناشر کُتب درسی را در زمان اعلیحضرت امان الله خان چاپ کرد در هندوستان و بعداً والی قندز بود. و بعد از اینکه آقای زابلی به حاشیه رفت، او نقش بسیار بزرگ در ایجاد کمپنی سپین زر داشت تا داود خان آن [شرکت] را هم دولتی ساخت و [شیرخان] شخصیتی است که در شمال افغانستان یک نام بزرگ داشت از این خاطر بنام شیرخان بندر یاد میشود. بعد از آن در دوران جمهوریت اسلامی، ۵ پُل بین افغانستان و تاجکستان ساخته شد که ایجاد بازارهای منطقوی را تسهیل کرد و در اینجا تسهیلاتی است که بازارها بعض اوقات هفته در تاجکستان دایر میشود و بعضی هفته ها در افغانستان، یک تناوب دارد. چیزی که در شمال افغانستان از نگاه بازارها، از نگاه تاریخی سابقه زیاد دارد، بازارهای هفته یی است، به این معنی که بازار شنبه، بازار یکشنبه، دوشنبه، چهارشنبه و این نامها، روزهای بازار بود و تجار حرکت میکردند تا بتوانند تسهیلات را فراهم کنند. قسمت دیگرش میله های بزرگ بود که میله امام صاحب بود و میله معلومدار «گل سرخ» که یکی از کلانترین میله های سمت شمال بود. تمام اینها با تجارت ارتباط مستقیم داشت. و این تاسیسات مخصوصاً در حیرتان سرمایه گذاری سکتور خصوصی هم صورت گرفت. حیرتان به یکی از عمده ترین بندرهای ما از نگاه واردات –خاصتاً بعد از اینکه گندم قزاقستان را ما جهتش را بطرف افغانستان گشتاندیم و این عمده ترین تولید کننده بازار افغانستان شد، از این جهت حیرتان نقش بسیار کلیدی را گرفت، و آقینه که ما آنرا توانستیم با ترکمنستان ایجاد کنیم، نوع ارتباطش خاصتاً با قزاقستان بعضی نقاط به مراتب زیادتر نزدیک به آقینه است و  آقینه یک اهمیت خاص دارد، بنابرین تنها دو ولایت شمال ما که توجه دیگر به کار دارد، يکی فاریاب است که امکان ایجاد یک بندر را دارد و دوم بادغیس است. یعنی ما دو بندر با ترکمنستان داریم که یکی آقینه است و دوم توره غندی است. ایجاد یک بندر دیگر در بادغیس کاملاً امکان دارد و این تجارت ما را وسیع تر ساخته میتواند ان‌شاءالله تعالی.

جنبش: البته در این مورد در بخش دوم برنامه باید سوال کنم که مفصل از شما بشنوم که طرح های شما و قبل از شما در مور ازدیاد تعداد بنادر چه بوده. داسې به لږ شمال ختیځ خوا ته مخ ته لاړ شوو، له چین سره هم یوه وړه پيڅکه د واخان موږه لرو، دوه پوښتنې لرم: لومړی دا چې آیا کله هم له دغې لارې نه د چین سره د سوداگرۍ تاریخ ثبت شوی دی چې تگ راتگ د ترانزیت موجود و که نه؟ او دویمه دا چې انگریزانو او روسانو څنگه دغه وړه پيڅکه موږ ته را پرېښوده؟

دکتور غني: دا لاره بودایي‌ دوران کې خاصتاً د مذهبي اشخاصو لپاره چې له چین نه راتلل بلخ کې، بامیانو کې، کابل کې، کشمیر کې یې درسونه ویل او نورو مراکزو کې او بېرته یې ځان سره بوجۍ بوجۍ کتابونه وړل. دا ثبت شوې ده. د اروپاییانو نه مشهور شخصیت چې په دې لارې تېر شو او چین ته لاړ مارکوپولو و. مارکوپولو ثبت کړې ده چې پامیر نه تېر شو. نو دلته راشه درشه موجوده وه او بله خبره یې په زړه پورې دا ده چې لومړۍ نقشه د دې ځای چینایانو جوړه کړه. عموماً چې تاریخونه لیکل شوي دي، ټول زور یا په روسانو باندې دی یا په انگرېزانو باندې. د چین پرمختگ کاشغر کې په دې دوران کې وشو، په نولسمه پېړۍ کې وشو. یعقوب بیگ د کاشغر مستقل والي و، مستقل دولت یې درلود. چین په هغه حالت کې اوسنی سین جیانگ ونیو چې دولت د چین په نزع کې و، یعنې ختم د نولسمې پېړۍ او شروع د شلمې پېړۍ کې ده. چینایان راغلي دي په اتلسمه پېړۍ کې هم دې باندې یې ډېر تحقیقات کړي دي او دا هم په زړه پورې ده چې نقشې چې دوی جوړولې اسپانیايي او پرتگالي کشیشان وو چې موجود وو او دا اسناد یې ترتیب کړي وو. بله دا ده چې په همالیه کې یوه ډېره واضح د راشې درشې سلسله موجوده وه، بدخشان منځ کې، چترال منځ کې، کشمیر منځ کې، لداک منځ کې او هاخوا ته یارکند و دې کې. ولې موږ ته راغلله؟ ځکه د انگرېزانو امپراتورۍ نه غوښتل چې مستقیم سرحد ولري روسانو سره، نو دا برخه یې عبدالرحمن خان باندې تحمیل کړه چې د واخان کورېدور و او د دې لپاره چې دی یې ومني، هغه پیسې یې چې ده ته ورکولې، شپږ لکه یې ډېرې کړې، اما د ده وړاندیزونه، چې ده غوښتل یو سلسله کلاگانې دې ټول شمال سرحد کې جوړې کړي، خاصتاً دې منطقې کې، د هغه پیسې یې ور نه کړلې.

جنبش: په دې اړه هم که وروسته البته په سرحدونو باندې غږېدو بیا به اورېدونکو ته ډېر معلومات ورکړو ان‌شاءالله. و حال برگردیم به سرحدات غربی کشور از شمال شرق هرات گرفته تا مناطق چخانسور و نیمروز ما که مهمترین بندر این منطقه اسلام قلعه بوده که طبق برخی از روایات نام قدیمی اش کافر قلعه بوده و بعداً به اسلام قلعه تبدیل شده.

دکتور غنی: دو بندر را باید سرش صحبت کنیم، اول تورغندی است که نوع ارتباط ما با امپراتوری روسی تزاری و بعد از آن با اتحاد شوروی است، چون خط آهن به اینجا رسیده بود. از نگاه تاریخی هرات نقطه افغانستان است که راه بزرگ ابریشم از چین، ارتباط با بابل قدیم، ایران و همچنین هرات همیشه به یکی از دو دروازه هندوستان تعبیر شده، خاصتاً از طرف انگلیسها و اینها. قسمت دومش اسلام قلعه است و عرف همین است، من عرف را ذکر میکنم از خاطریکه اسناد تاریخی واضح را باید دوباره سرش غور شود که نامش کافر قلعه بود. اینجا تاریخ زمانی کلیدی موافقه ۱۸۷۲ است که موجب این شد که مناسبات امیر شیرعلی خان با انگلیسها تیره شود و آن ایجاد خط گولدشمیت است، چون در زمان احمدشاه بابا تمام خراسان جز امپراتوری درانی و یا دولت تابعدار آن در مشهد بود. بزرگترین جنجال گولدشمیت این بود خط را در مابین جهیل رسم کرد و از این خاطر در حدود صد سال گرفت تا [صدراعظم] مرحوم موسی شفیق این مسئله را به معاهده هلمند بدل کند. اسلام قلعه بوجود آمد، اهمیت اسلام قلعه در زمان تعزیر پاکستان، در دوران صدارت داود خان بوجود آمد. به این معنی که پاکستان در دو سال اخیر صدارت داود خان –یعنې سالهای ۱۹۶۱ تا ۶۳ هم تورخم را، هم چمن را به روی افغانستان بند کرد. در این حالت بود که توجه طرف اسلام قلعه رفت و در آن وقت سرکهای ایران هنوز قیر نشده بود، به سویه ییکه در افغانستان موجود بود. بندر عباس بسیار دور بود، اما چون راه چاره دیگر نبود صادرات افغانستان به این طرف رفت و از این جهت بندر اهمیت پيدا کرد. بعد از آن موافقت نامه شاه ایران با داود خان در زمان ریاست جمهوری داود خان است که، سر خط آهنی که از ایران تا کابل برسد و یک میلیارد دالر تعهد بود و پنجاه میلیون دالر تنها سر مطالعات آن ایران مصرف کرد، در این حالت است که تغییر بوجود میآید و بعد از آن سرمایه گذاری بسیار بزرگ سر تاسیسات مواصلاتی از طرف جمهوری اسلامی ایران است که هم بعد از جنگ با عراق هم بندرگاه ها تجدید میشود و هم چابهار مورد توجه قرار میگیرد. و این را فراموش نکنید که در زمان احمد شاه بابا چابهار ذکرش است به حیث یک بندر. اسلام قلعه از آن جهت با تغییر سیستم مواصلاتی از یک طرف و ایجاد سهولت های خط آهن از طرف دیگر، اسلام قلعه را اهمیت داد. اما پهلویش با ایجاد چابهار نیمروز –که مطلق یکی از فقیرترین ولایات افغانستان بود و کمترین نفوس را داشت، در زمان جمهوری اسلامی افغانستان، به یکی از بندرگاه های عمده با ایجاد پُل ابریشم، تاسیسات گمرکی و بندری و از طرف دیگر ایجاد شاهراه بین زرنج و سرک حلقوی که این شاهراه از طرف هندوستان تمویل شد و انجنیرهای هندوستانی در این قربانی دادند، یک قسمت شان زندگی خود را از دست دادند، اما این به نتیجه رسید و موجب این شد که کمک های بسیار عمده هند از نگاه گندم، از این راه به افغانستان بیایند. و قسمت دیگرش این بود که موافقه سه جانبه ما: ایران، هند و افغانستان سر این شد که در پهلوی چابهار یک کوریدور دریایی مستقیماً چابهار را به بمبئي و بنادر دیگر ارتباط میداد و موجب این میشد که ما دوباره به خلیج و اقیانوس هند راه پيدا کنیم.

جنبش: مثل بنادر یا مناطق شرقی و جنوبی کشور آیا در این بخش غربی سرحدات ما غیر از بنادر رسمی، راه های غیررسمی عبور و مرور هم وجود دارد؟

دکتور غنی: بلی و در اینجا هم دو نوع است: یکی که در فراه بندر ابونصر فراهی رسمی است، اما در پهلویش چند تا قلات –قلات نظر و قلات های دیگر وجود دارد که مقدار ارتباطات شاید زیادتر باشد و مخصوصاً در قاچاق تیل از ایران به افغانستان، این راه ها وجود دارد و همچنین صادراتی که از ایران به افغانستان میشد در دوران جمهوریت، یک قسمت قابل ملاحظه از بنادر رسمی نمی آمد از  راه های غیر رسمی می آمد و قاچاق بود و هم از طرف افغانستان قاچاق مواد مخدره به ایران و همچنین قاچاق انسان به ایران یک مشکل دوامدار بود.

جنبش: او د بندرونو په اړه د دې لومړۍ خپرونې په پای کې استاده غواړم په تېره یوه نیمه پېړۍ کې ستاسې نظر د دغه بندرونو په برخه کې واورم چې –ښه لږ خو وغږېدو چې کوم بندر اول ضعیف و بیا ښه شو، تاسیسات یې ښه شوو، خو په مجموع کې د عایداتو له پلوه، د ترانزیتی تگ راتگ له پلوه او د منطقوی ارزښت له پلوه کوم بندرونه ښه شوي دي او کوم بندرونه چې پخوا ښه وو، ښکته تللي؟

دکتور غني: په اساسي توگه، زه به تاسې ته بیا عرض وکړم چې دوو مرحلو کې ما دې باندې کار وکړ: اول د مالیې د وزارت د دندې [پر مهال] باندې و او بیا به د ولسمشرۍ باندې. اما په اساسي توگه زموږ بنادر پانگې اچولو ته، لویې پانگې اچولو ته احتیاج لري او یو اساسي طرحو ته چې د هغه اساس ما پریښی و او هیله ده چې په راتلونکي کې افغانان وکړی شي چې د ۲۰۴۷ په نظر کې نیولو سره په هغه باندې [کار وکړي]. حیرتان کې تاسیسات بهتره دي، اما موږ یو جدول جوړ کړی و، په بین المللي معیارونو باندې یو بندر هم د دې نه دی چې ورته ووایو چې واقعاً په بین المللی سویه دی. نسبی حیرتان دی، آقینه ده، اسلام قلعه ده پس له دې نه چې وسوځېدل شو، بیا نیمروز په ښه حالت کې و، اما ډېرتره پراختیا غواړي، بولدک نیمه حالت کې دی، تورخم بد حالت کې دی او غلام خان هم ډېرو ابتدايي تاسیساتو کې دی، شیرخان بندر حاشیې ته تللی او ضرورت د دې لري چې ورباندې نوره پانگه واچول شي، پنځه پلونه نسبي ښه حالت کې وو، اما واقعاً یو واضح نظم او توسعه غواړي او بالآخره بیا په دې باندې به غږېږو چې په نورو ځایونو کې مو څومره امکانات مو په کار دي او څنگه شملزي، انگورو اډه، پټان او نورو ځایونو باندې باید پانگه واچوو.

جنبش: ډېره به ښه شي، په همدې ژمنه به که ستاسې او د اورېدونکو اجازه وي دا خپرونه به بشپړه کړم، راتلونکې اوونۍ کې به ان‌شاءالله یا دوو اونیو کې به بیا د بندرونو په موضوع باندې وغږېږو، هغه موضوعات چې پاتې شوو، مخصوصاً د یوویشتمې پېړۍ په پيل کې چې کوم کارونه شوي دي، په هغې به وغږېږو، نو په همدې ځای به له تاسې ولسمشر محمد اشرف غني او اورېدونکو نه اجازه وغواړم، تر بلې خپرونې د خدای په امان.

دکتور غني: ډېره مننه، زما تاوده سلامونه او د مینې ډکې هیلې ټولو وطنوالو ته.

 تل دې وي افغانستان، یشه سین افغانستان، زنده باد افغانستان.

1 COMMENT

  1. باید ځوانان په دی خبرو ښه پوه شی بیا فرصتونه له لاسه ورنه کی یو ځل مو امانی نهضت بیا مو دادوخان او بیا مو د نجیب مصالحه او بیا مو تېر جمهوریت په لغته ووهل ځان مو تابه ګړ نور نو باید افغانان هوښشار شی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب