جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهطالبان وایي، په ننګرهار کې یې د یوې کورنۍ د شپږو غړو...

طالبان وایي، په ننګرهار کې یې د یوې کورنۍ د شپږو غړو قاتلان ونیول

تاند『پنجشنبه د زمري ـ اسد ۳۰مه『  ننګرهار کې د طالبانو مرستیال والي مولوي عزیزالله مصطفی وایي، د دې ولایت سره رود ولسوالۍ سلطان پور سیمه کې د یوې کورنۍ د شپږو غړو قاتلین نیولي دي.

ورمه ورځ د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې وسله والو د چاقو په وسیله د یوې کورنۍ ۶ غړي وژلي او سرونه یې ترې غوڅ کړي وو.

په وژل شویو کې یو نارینه، یوه ښځه او څلور ماشومان شامل دي، چې سرونه ترې پرې شوي وو.

طالبان وایي د پېښي په تړاو له نیول شوو کسانو تحقیقات روان دي.

دغې پېښې په کور دننه او د باندې افغانان خواشیني کړل او ټول عاملینو ته د سختې سزا غوښتنه کوي.

1 COMMENT

  1. دا خو معلومه ده چې طالبانو کړې ځکه دغه کس پخوا دولت کې وظیفه لرله مګر دوی به اوس ناحق بې ګناه کسان نیولې وي او په وهلو ټکولو به یې اقرار کړی وي. ظالمانو هم مو هغه بې ګناه او بې رحمه ووژل او اوس د طالب د بچولو پخاطر نور ظلم کوئ او بې ګناه کسان نیسئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب