تاند『پنجشنبه د زمري ـ اسد ۳۰مه』د یوه خصوصي شرکت چارواکو د طالبانو د ریاستالوزراء له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره په لیدنه کې له پنجشېر سیند څخه کابل ښار ته د اوبو د لېږد پر پروژه پانګونې لپاره خپل چمتووالی اعلان کړ.
په دې لیدنه کې، چې نن (پنجشنبه د زمري دېرشمه) ترسره شوه؛ د دغه شرکت چارواکو ویلي، چې د تخنیکي اسنادو او معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته به دوی خپلې تخنیکې ډلې د پروژې ساحې ته واستوي او د پروژې سروې او ډیزاین به په دوه اوونیو کې بشپړ کړي.
د طالبانو ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال هم په دې برخه کې له بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.
برادر د انرژۍ او اوبو وزارت ته سپارښتنه وکړه،چې شرکت ته دې د پروژې پورې اړوند ټول اسناد چمتو کړي.
هغه ټینګار وکړ، چې په کابل کې د اوبو د کمښت ستونزه د طالبانو د حکومت له اساسي لومړیتوبونو څخه ده او باید چټک کار پرې وشي.
#آریانانیوز #اسلاميامارت #دپنجشیرسینداوبه #کابلښارتهدپنجشېرداوبورالېږدوول #دکابلداوبهستونزه