تاند『پنجشنبه د زمري ـ اسد۳۰مه』د طالبانو د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیالي وایي؛ نن پنجشنبه(د زمري دېرشمه) د طالبانو د مالیې وزارت او د افغانستان بانک ترمنځ د سوداګریزو بانکونو له لوري د ټولګټو پروژو د تمویل میکانیزم لاسلیک شو.
په دې اړه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، دا سند د اقتصادي کمیسیون د کاري طرزالعمل د دوهیمې مادې د پېنځمې فقرې له مخې جوړ شوی، چې په قانوني ډول د سوداګریزو بانکونو د ونډې اخیستو له لارې د ټولګټو پروژو تمویل ته زمینه برابره شي.
په خبرپاڼه کې راغلي؛ د دې سند موخې په ټولګټو پروژو کې د ونډې اخیستو او د دې پروژو د تمویل لپاره د آسانتیاوو رامنځته کول؛ د هېواد په دننه کې د سوداګریزو بانکونو لپاره د پانګونې فرصتونه برابرول او د سوداګریزو بانکونو د عوایدو د زیاتوالي لپاره د زمینې برابرول دي.
د دغه میکانیزم له مخې به مالیه وزارت له اړوندو سکټوري ادارو څخه ټولګټې پروژې غواړي او دغه وزارت به یې مالي موډلونه ترتیبوي.
ویل کیږي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان بانک به د ټولګټو پروژو په تمویل او تطبیق کې سوداګریز بانکونه ونډې اخیستو ته هڅوي.