جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهله ایرانه د شړل شوو افغان کډوالو پر مړینه د دغه هېواد...

له ایرانه د شړل شوو افغان کډوالو پر مړینه د دغه هېواد خواشیني

تاند『پنجشنبه د زمري ـ اسد ۳۰مه』‏ایران چې له څو میاشتو راهیسې یې په زور د افغانانو شړلو ته مخه کړې، بهرنیو چارو وزارت یې تازه په هرات کې له دې هېواد د ایستل شویو افغانانو پر مړینه خواشیني ښيي.

د ایران بهرنیو چارو وزارت پر خپله اکس پاڼه پر خواشیني سربېره پر دې پېښه د افغانستان له خلکو او د قربانیانو له کورنیو سره همدردي ښودلې.

دغه پېښه  د چهارشنبې شپه د ( زمري، ۲۹مه) د هرات حلقوي سړک په اوږدو کې وروسته له هغې رامنځته شوه چې له ایران څخه د ایستلو شویو کډوالو ډک (۵۸۰) ډوله موټر له یوه پټرولي موټر او موټر سایکل سره ټکر وکړ او اور یې واخیست.

د وروستیو شمېرو له مخې په دې پېښه کې ۷۹ تنه مړه شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

ایران داسې مهال د دې پېښې په اړه خواشیني څرګندوي وي چې د ملګرو ملتونو په ګډون د کډوالو ملاتړ بنسټونو له پراخو نیوکو اوه غوښتنو  سره سره یې د افغان کډوالو د جبري ایستنې بهیر نه یوازې درولی نه دی بلکې  تر پخوا یې ډېر چټک کړی دی.

د ایران کورنیو چارو وزیر اسکند مومني څو ورځې وړاندې په مشهد کې یوې خبري غونډې ته ویلي و چې، د روان میلادي کال له مارچ میاشتې راهیسې یې ۱.۲ میلیونه غیرقانوني کډوال ایستلي او په وینا یې دا لړۍ به دوام ولري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب