Homeخبرونهچین د واخان په پوله کې له طالبانو سره د ګډې ګزمې...

چین د واخان په پوله کې له طالبانو سره د ګډې ګزمې وړاندیز وکړ

تاند (پنحشنبه، د زمري/ اسد ۳۰ مه) چین له طالبانو غواړي چې د ترهګرۍ پر ضد په مبارزه کې مرسته وکړي او د افغانستان پر پوله دې ګډې ګزمې پیل شي.

د سوت چاینا مارنینګ پوسټ ورځپاڼې د راپور له مخې، د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د کابل د سفر په ترڅ کې د چین پر امنیتي اندېښنو ټینګار وکړ او خپله ځانګړې پاملرنه یې واخان دهلېز ته واړوله چې له شینجیانګ سره ګډه پوله لري.

چین د ایغور بېلتون غوښتونکو له درکه اندېښنه لري. ویل کېږي چې یو شمېر ایغوران، چې پخوا په وزیرستان کې دېره وو، اوس په افغانستان کې مېشت دي.

چین له افغانستان سره د ترهګرۍ ضد د لا پراخې همکارۍ غوښتنه کړې ده، چې په کې د واخان دهلېز په اوږدو کې د ګډو ګزمو ترسره کول شامل دي. دا سیمه د دواړو هېوادونو ترمنځ یوازینۍ ګډه پوله جوړوي.

وانګ یي د افغانستان د کورنیو چارو له سرپرست وزیر، سراج‌الدین حقاني، سره د کتنې پر مهال وویل:
«چین په واخان دهلېز کې د دوه‌اړخیزو ګزمو د ژر بیا پيل ملاتړ کوي تر څو د سرحدي سیمې سوله او ثبات وساتل شي.»

له بلې خوا د چین د بهرنیو چارو وزارت کابل ته ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر د سفر په تړاو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې وانګ یي د طالبانو له رییس الوزرا مولوي محمد حسن اخوند سره په ناسته کې نوموړي ته د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ (ETIM) یادونه کړې.

1 COMMENT

  1. موږ فکر کاو چی دا د واخان واخان دهلیز اوازی د تجارت د رونق لپاره دی؟ دا خو زیر پلو ملی برامد. دا د واخان دهلیز خو د تروریزم سره تړاو وموند او خدای دی خیر کوی چی قوشتیپی څخه به څه جوړ شی. چی اصولی او مشروع حکومت ونلری، خلک به د تجارت، تعلیم او ملی تولید او رفاه په ځای د ګزمی او د تروریستانو د تسلیمولوغوښتنه درڅخه کوی د ولس د هوساینی کیسه کی دی څوک ندی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...