احمد رشاد احرار
د لندن، برلين، برمينګهم او کولن د غونډو په لړۍ کې دا ځل د امریکا د کلیفورنیا ایالت د سکرمېنټو په ښار کې د ملي مرکې غونډه ترسره شوه. په غونډې کې ګڼ شمېر افغان مخورو علمي، سياسي، ديني، ټولنيزو او فرهنګي شخصيتونو ګډون کړی وو.
غونډه د قاري احسان الله شاهد په تلاوت سره پیل شوه. د ملي سرود له غږېدو وروسته د سکرمنټو د امام ابوحنیفه د جامع جومات امام او مخور دیني عالم، فدا محمد طاهري د اسلامي لارښوونو په رڼا کې اغېزمنه او توجیهي وینا وکړه. نوموړي وویل: قران کریم موږ ته د وحدت، اخوت او پخلاینې حکم کوي او تفرقه د ټولو بدمرغیو لامل ګڼي. ورپسې پياوړي ليکوال او علمي شخصيت، ولي الله ملکزي د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست په ترڅ کې وویل: راځې چې له کرکې، کرکه وکړو، د ټوپک په ځای د قلم او د جګړو په ځای د امن او سولې کلچر ته وده ورکړو. هغه زیاته کړه: بهرنیو یرغلونو، سیاسي کیڼ اړخو او ښي اړخو ګوندونو او مذهبي فرقو زموږ ټولنه ډېره بده بده وپاشله او د هرې ورځې په تېریدو سره د ولسي پرګنو ترمنځ واټن لاپراخه شو. نور نو بس دی، راځئ چې د یو متمدن ولس په توګه یو بل ومنو.
له افتتاحیه وینا وروسته، ما (احمد ارشاد احرار) د ملي مرکې په موخو، اصولو او تشکیلاتو خبرې وکړې. د دې اصلی ټکي یادونه مې وکړه چې د افغانستان کړکېج سره له دې چې نیمه پېړۍ قدامت لري خو ترننه پورې په جدي توګه دا خبره په بنسټیز ډول ونه څېړل شوه چې د شخړې اصلي لاملونه کوم دي؟ او د حل لپاره یې باید څه ډول عملي او چټک ګامونه پورته شي؟ له همدې وجې افغانانو ته په کار ده چې له ځنډ او تعلل پرته، په خپلو کې خبرې پیل کړي او د درد لپاره یې درمان ولټوي.
د غونډې په دوهمې برخې کې ګډونوالو په افغانستان کې د ملي يووالي، سولې او پرمختګ پر وړاندې په پرتو ستونزو، لومړيتوبونو او حل لارو بحث وکړ. برخه والو پر دې خبره ډېر ټينګار وکړ چې ملي يووالی په هېواد کې د سولې او سياسي ثبات بنيادي شرط او د نفاق عمده لامل دا دی چې يوشمېر ډلې او اشخاص له قومي مسايلو څخه ابزاري استفاده کوي. ډاکټر محمد شعیب یوسفزي د تفرقې د لاملونو په اړه خبرې وکړې او د تفرقې په معنوي زیانونو او ټولنیزو ضررونو یې رڼا واچوله. هغه علماو ته دا مسؤلیت راجع کړ چې په ټولنه کې د اسلامي اصولو په تبلیغ او ترویج سره د تفرقې او نفاق له معنوي اړخ سره مبارزه وکړي. زیاته یې کړه چې په تېرو کلونو کې د سیاسي او قومي نفاق له وجې، قومپالنه د افغانستان په سیاست کې بنسټیزه شوه او د ملي مشرتابه د نشتوالي له کبله ټولنه هغه کالبد ته ورته شوه چې په هغه کې روح نه وي.
په کاليفورنيا کې د افغان کلتوري ټولنې مشر، عبدالنصیر یاسیني د افغانستان په تاریخ کې د برخلیک ټاکونکو بهیرونو په اوږدو کې د افغانستان د مختلفو قومونو برخه او قربانۍ یادې کړې. نوموړي زیاته کړه چې دا اوسنی قومي تفکر په موږ کې دښمنانو راپیدا کړ او ترننه یې همغوئ پالي. نو ځکه په تکرار سره وایم چې تعلیم او عامه پوهاوی له دې ښکارندې سره د مبارزې یوازینی مناسبه لاره ده. د غونډې په ترڅ کې ډاکټر جاوید مومند، قاري میرویس فضلي، بسم الله بسیم، فرهاد یوسفزي، شفیق الله پشه اي، قاضي صفي الله جیلاني او انجنیر قسیم پاچا هم ویناوې وکړې. دوئ ټول په دې باور وو چې د افغانستان ستونزې یوازې افغانان حل کولی شي؛ نه پردي او پردي پال اړخونه.
د غونډې یوتن ګډونوال، جمال ناصر فرهمند وویل: په افغانستان کې هېڅکله داسې غونډه ونشوه چې د خلکو د زړونو خبرې واوري، له همدې وجې نن عُقدې دومره ډېرې دي چې حتی اوس خلک یو د بل حرمت هم نه ساتي او هرڅه چې په خوله ورځي له ویلو یې درېغ نه کوي. هغه دا يادونه هم وکړه چې خلک فقر زغملی شي، خو د خپل هویت، ژبې او شخصیت سپکاوی ورته د منلو نه دی.
د غونډې په پای کې، د راتلونکي غونډې لپاره د مشر او مسؤل له ټاکلو وروسته، غونډه په دعائیې سره پای ته ورسېده او د ملي محور په نوښت، د دې ډول غونډو په ارزښت او جاري ساتلو ټینګار وشو.
لومړی باید له پاکستان او ایران او سعودی عربستان سره ورسره د ترکيي سره حساب و کتاب وشي د نړیوال جنګي جرایمو څیړنو سازمان او محکمي په همکاری ترڅو له یادو هیوادونو سره د جنګي جرمنو په اړه پوښتني وشي او بیا د نړیوال جنګي جرایم محکمي د قانون په اساس ورسره مخي ته لاړ شو، کله چې موږ له همسایه ګانو سره حساب وکړ بیا به انګریزان، روسییه، امریکا سره حساب آسان ده ځکه همغه پریکړه محکمي په ټولو هیوادونو لپاره بسنه کوی
بیا د کورنۍ جګړي له مجرمینو سره د بشرحقوق سازمان او جنګي جرایمو محکمي په شتون کې حساب وشي بیا هغه دارایی چې دوی د ژوند په دوران کې لاسته راوړی حساب او پلټنه وشي بیا د دولت ته ضبط شي.
بیا له کورنیو مجرمینو او ګاونډیو شریرو هیوادونو او آبرقدرتونو څخه غرامت غوښتنه وشي بیا د خپلو مظلومو او یتیمانو او کونډو درد دوا کول او هغه څوک چې متضرر شوي دا غرامت ورباندې ویشل ترڅو ولس پوه شي چې همدا زموږ ځانګړی او اصلي خادمان دی
کله چې دا حساب له بهرنیو او ګاونډیو او کورنيو شریرو هیوادونو او رهبرانو سره حساب وشو نو د راتلونکي لپاره ورڅخه ضمانت غوښتنه چې بیا به تل لپاره دا ډول ګام نه پورته کوی
ځکه موږ (افغانان) تل بهرنیو ، ګاونډیانو او داخلی شریرو سیاسیونو او مذهبي رهبرانو لوټلي او وژلي یو. (حساب حتمی ده)
که موږ دا خبره بیا بیا تکراروو چې (ګذشته را صلوات است) دا خبره او تصمیم شریرو ته ځواک او مورال ورکوی
په یاده شوی غونډه کی د محترمو ګډونوالو د وولس پالنی او وطن پالنی د احساساتو په سلامتی کی هیڅ شک نشته خو خبره دا ده چی:
د شورویانو د تاوده تجاوز په سړو کلونو کی مو دلته په اروپا کی د خبرونو او تحلیلونو د لاسرسی یوازنی منبع همدا غربی تلبیسی رسنی ( بی بی سی او امریکا ږغ راډیو ګانی ) وی.
کومه ورځ د امریکا ږغ په یوه ځانګړی خپرونه کی دوه دری کسان د افغانستان د وخت د وضعیت په هکله په بحث بوخت وه.
یوه ګډون کوونکی خیالبافانه پیشنهادونه وړاندی کړه. یو بل کابلی بابا په خواږه انداز یوه طنزیه کیسه بیان کړه:
” یو څو موږکان د پیشو څخه ډیر په تنګ شوی وه، پخپلو منځو کی ئی یوه غونډه جوړه او هر موږک د تنګ حالت څخه د خلاصون په موخه خپل نظریات وړاندی کړه. د یوه موږک پیشتهاد دا ؤ چی زموږ له منځ څخه دی یو کس یوه زنګوله په تناؤ وپیی او د پیشو په غاړه کی دی ور واچوی ، پیشو به هم د زنګولی څخه خوند اخلی او هم به ئی موږ له راتګ څخه خبریږو او ځانونه ه به پټ او خوندی ساتو . ټولو انډیوالانو دا پیشنهاد د { احسنت } په الفاظو بدرګه او تصویب کړ خو مشکل دا ؤ چی داسی فدائی موږک شتون نه درلود چی حاضر شی دا زنګوله د پیشو په غاړه کی ور واچوی “.
ګومان کوم همدا پیشتهاد او دا د احسنت شعار موږکانو ته د تسکین مایه وه او بس.
قسم ته به اړتیا به نه وی چی ووایم زما منظور د پورته اوریدلی کیسی د بیان څخه ګرانو ګډون والو ته توهین او یا قیاس نه دی بلکه غواړم محترمانه عرض کړم چی:
موږ د سلو وروستیو کلونو په اوږدو کی یو ” راډیوئی ” وولس یو ( د راډیو د څپو له لیاری د خپل وطن د سیاسی وضعیت په ناڅاپی اووښتون خبریدو ) مانا دا چی عام وولس د خیر یا شر د ځپو په خپریدو کی هیڅ ډول رول نه ؤ لوبولی او نه ئی لوبوی.
بناءً
همدا اوس شیبه هر سالم افغان دا ارمان لری چی وولس ئی آرام او سوکاله او عزتمن ژوند ولری خو د ” عام وولس ” غوښتنه او د غربی استعمارګرانو غوښتنه ډیر توپیر سره لری ( یقیناً هغه څه به نه پیښیږی کوم چی موږ ئی غوښتنه لرو بلکه هغه څه به پیښیږی کوم چی ” هغوی ” ئی غوښتنه لری.