څو ورځې وروسته (د اګست په ۱۹مه) له بریتانوي ښکیلاک څخه د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو ۱۰۶مه کلیزه ده.
په دې مناسبت تر هرڅه مخکې ټولو هېوادوالو او د نړۍ آزادي غوښتونکو ته د زړه له کومې مبارکي وایم او ورپسې د دې موضوع په تړاو غواړم څو کرښې ولیکم.
تاريخ دا ښيي چې خپلواکي ساتل، سیالي او رقابت یوازې په شعار او لاپو نه کېږي، بلکې علمي او عملي کار، هڅې او ستریاوې غواړي.
موږ په تاریخ کې ډېر داسې ملتونه مطالعه کړي چې د علم او هڅو په نتیجه کې يې خپل برخلیک بدل کړی او د دغو ملتونو پرون زموږ د نن په شان و او آن زموږ تر نن هم په بد حالت کې وو.
پرون زموږ نیکونو پر هند پاچاهي کوله، خو نن هماغه هند د علم پر مټ تر موږ زر ځله مخ کې دی.
پرون جاپان پر چین تېری کاوه، خو نن چین د علم پر مټ داسې لوړو پوړیو ته ځان رسولی چې جاپان خو څه چې د نړۍ هېڅ قدرت ورته د کاږه کتلو جرئت نه لري.
موږ باید د تاریخ له مطالعې زده کړو او یوازې پردې بسنه ونه کړو چې پنځه زړه کلن تاریخ لرو، داسې نیکونه مو تېر شوي، پر فلاني فلاني هېواد مو پاچاهي کړې، غیرتي یوو….
تېر تاریخ که ښه تېر شوی او که بد تېر شوی، اوس یوازې په کتابونو کې د نورو تجربو او زده کړې لپاره پروت دی.
څه وخت مخکې مې د یوه چیني تلوېزیون پر پرده دا وېډیو ګانې ولیدې چې پر دغه هېواد د جاپان د اتیا کاله مخکې یرغل پروړاندې پکې د بري جشنونه جوړ شوي او چینایانو دغه ورځ د یوه تېري ګر پوځ پروړاندې د خپل ملت د بریا په توګه ولمانځله.
ماته د دې جشنونونو د وېډیو ګانو په لیدو سره څه باندې سل کاله پخوا د بریټانوي ښکیلاک او تېري پروړاندې او ورپسې شاوخوا ۵۰ کاله پخوا د پخواني شوروي د تېري پروړاندې او څلور پنځه کاله وړاندې د امریکا او ناټو د تېري پروړاندې د افغانانو بریاوې سترګو ته ودرېدې.
په دې دواړو موضوعاتو کې دوه بېلا بېل پيغامونه پراته دي، یو دا چې چینایانو د جاپان د تېري پروړاندې له بریا وروسته خپله ملا وتړله او ځان يې په نظامي، اقتصادي او تخنیکي ډول دومره پیاوړی کړ چې نن يې پروړاندې ټول دښمنان حیران دي او د خپلو دښمنانو ټولې دسیسې يې شنډې کړې دي.
دښمنان يې په نظامي برخه کې چین ته د سترګو د برګېدو جرئت نه لري نو د دغه هېواد پروړاندې يې تجارتي او اقتصادي جګړې ته مخه کړې چې په دې سنګر کې هم چین ځان دومره مضبوت کړی چې د هرې جګړې پروړاندې مقاومت کولای شي.
امریکا چې چین يې په ټکنالوژۍ، اقتصاد، تولید او تجارت برخو کې د ځان لپاره یو ستر او نه مهار کېدونکی سیال لیدلی نو په هره طریقه غواړي چې د دغه هېواد د پرمختګ مخه ونیسي، هغه که په کورنیو چارو کې مداخله ده او که د چیني تولیداتو پروړاندې د غیر متعارفو او اضافي تعرفو لګول دي.
په مختلفو طریقو يې غوښتي چې چین په نړیواله کچه یوازې کړي خو لکه څنګه چې مخکې هم وویل شول، چین ځان په شعاري ډول نه، بلکې په حقيقې توګه پياوړی کړی او ځان يې د دې جوګه کړی چې په هر میدان کې له دښمن سره مقابله وکړای شي.
خو له بده مرغه چې افغانانو ځانونه نه په نظامي او نه هم په اقتصادي او تخنیکي ډول له نړۍ سره سیال کړي، بلکې هر تېري ته له ماتې ورکولو وروسته يې يوازې د تېريګرو پروړاندې د خپلې بریا تاریخونو په لمانځلو او شعارونو بسنه کړې ده چې ښايي همدا لامل وي چې د یوه اشغال او تېري زخمونه يې لا جوړ شوي نه وي چې له بل تېري سره مخ شوي دي.
حماسي شعرونه، د خپل ویاړلي تاریخ یادونه، تيریګرو ته د ماتې ورکولو د ورځو لمانځل په خپل ځای ارزښت لري او د قدر وړ دي، خو زما موخه دا ده چې باید یوازې پر دې برخه اکتفا ونه شي، بلکې له نړۍ سره باید ځانونه سیالان کړو.
زه باور لرم چې که زموږ خلکو له انګریز ښکیلاک څخه د خپلواکۍ اخیستلو وروسته ټکنالوژۍ، ساینس او تخنیک ته مخه کړې وای نو موږ به د روسانو له یرغل سره نه وو مخ شوي او دغه راز مو که پخواني شوروي اتحاد تېریګرو پوځیانو ته له ماتې وروسته د خپل منځي جګړو پرځای، د علمي، تخنیکي او اقتصادي بنسټونو جوړولو او توسعې ته مخه کړې وای نو هېڅکله به د امریکا او ناټو له تېري سره نه وای مخ شوي.
همدا خبره نن هم صدق کوي چې که د امریکا او ناټو د يرغل له ماتې وروسته علمي، تخنیکي او اقتصادي بنسټونو جوړولو او پياوړي کولو ته پام ونه شي نو خدای مه کړه له یوه بل یرغل سره د مخ کېدو خطر احتمال به هېڅکله ختم نشي.
زه په دې تبصره نه کوم چې اوس په افغانستان کې یادو بنسټونو ته پاملرنه شوې کنه، بلکې یوازې د یوه افغان په توګه مې دا وړاندیز دی چې که علمي، تخنیکي او اقتصادي برخو ته چې څومره کېدای شي په هماغه اندازه کوښښ او هڅې زیاتې شي، ځکه له دې پرته به هېڅکله نورو ته له محتاجۍ خلاص نه شوو.
محترم ورور سیدخان ښو تاریخی پیښو ته اشارې کړی ؛کوم چي هره پیښه له درسونو او عبرتونو ډکه ده خو سوال دا دی چي زده کړه ولې نده شوی ؟
زده کړه او اصلاح ولې نه راځی او خلل چیرې او په څه کی دی ؟
فُرصتونه هم ډیر وو خصوصاََ تیره نیمه پیړۍ ، مومن ملت د انسانی تصور نه لوړه قربانی ورکړه خو د ښه ، پوخ او واحد کار آمد قیادت نشتوالی ،احزاب او انحصاری خباثت ، منافق ګاونډی حکام ، زموږ د سیاسی مشرانو جاهلی تعصبات او نور هغه عوامل وو چي د مومن ملت مخلصانه قربانیو سر یی وخوړ ، اوس د داسی اشغالګر موهوم حاکم سره مخ یو چي ټول مومن او مجاهد ملت ورته ګمراه او مباح الدم ښکاری او ۹۹٪ د ملت همدا حاکم نه پیژنی؛دا ډول لوبه چي په تاریخ د انسانیت کی سابقه نلری .
آیا دا لوبه د مومن افغان انسانیت،عقل او علم تر سوال لاندی نه راولی؟
موږ تر څو د ملتونو د عروج او زوال عوامل و نه پیژنو ، واحد ملی قیادت ونلرو ، انحصاری ملیشو دا ملت د تباهۍ کندې ته غورزولی ؛په موجوده حاکم عقل او علم د ملت کښتۍ نجات ساحل ته رسول ،نه د انسانیت په تاریخ کی سابقه لری او نه اسلام او علم یی منی .
نو زده کړه ،اصلاح او تیرې خطاوې نه تکرارول د ملتونو د نجات لار ده او بی له ملت او امت لار د لیوانو درې ته منتهی کیږی لکه د ۷۵ اسلامی متفرق او مزدور ملوک کوم چي د غزی ماشومانو ته یو غړپ اوبه نشی ورکولی ؛ هل هذا هو الاسلام ؟