جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهطالبانو د کډوالو د ځورونې په اړه د یوناما وروستی راپور رد...

طالبانو د کډوالو د ځورونې په اړه د یوناما وروستی راپور رد کړ

تاند \ دوشنبه د زمري – اسد ۲۰مه\ د طالبانو حکومت د یوناما راپور رد کړی او وې ویل چې د یوناما استازي یې را غوښتي او ورته یې په ټینګار ویلي چې د راپور ورکولو پر اوسنۍ طريقې بيا کتنه وکړي.

طالبانو د ورته سرغړونو د دوام په صورت کې دا خپل مکلفيت یاد کړی چې د دوی په وینا د بې‌بنسټه راپورونو په تړاو مناسب اقدام وکړي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د جبري راستنېدونکو کډوالو په اړه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) د بشر حقونو د څانګې د وروستي راپور څېړنه ترسره شوه.

هغه لیکلي، یوناما په خپل راپور کې ویلي چې ګواګي هغه افغان مهاجرین چې له ایران او پاکستان څخه هیواد ته را شړل کېږي د طالبانو له خوا شکنجې، انتقامي چلند، بې‌دلیله نیونو او امنیتي ګواښونو سره مخ دي.

بلخي لیکلي، په راپور کې د ذکر شویو پېښو د څېړنې په موخه د طالبانو د ریاست الوزراء د حکم په اساس د بهرنیو چارو وزارت په مشرۍ، د امربالمعروف نهی عن المنکر او سمع شکایات وزارت، کورنیو چارو وزارت او استخباراتو عمومي ریاست په غړیتوب کمیسیون ته دنده وسپارل شوې، چې یاد راپور په هر اړخیز ډول وڅېړي، د پېښو د کره‌والي په صورت کې له اړوندو حکومتي ارګانونو او د ناکره‌والي په صورت کې له یوناما څخه توضیحات وغواړي.

بلخي زیاته کړې چې د یوناما په راپور کېکه څه هم په محدود ډول د ځینو مثبتو اقداماتو یادونه شوې خو په عمومي ډول له کليماتو له لارې حقايق تحريف او د ذهنونو په مغشوشولو سره مهاجرين اندېښنمن شوي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت لیکلي، پورتنیو ستونزو ته په کتلو په ټولیز ډول په راپور کط هڅه شوې چي په عامه اذهانو کې بې‌ځایه اندیښنې رامنځته کړي، او وښايي چې د افغانستان اوسنی وضعیت د راتلونکو هیوادوالو لپاره مساعد نه دی.

هغه لیکلي، د صفر المظفر میاشتې په ۱۱مه نېټه د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په مقر کې د موظف کمیسیون د غړو له لورې د یوناما د اړوند برخې مسئولین راوغوښتل شول، او پورتني موارد په صراحت ور سره شريک شول او ټینګار وشو ،چې د راپور ورکولو پر اوسنۍ طريقې جدي بيا کتنه وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب