جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهتېرو ۱۰۰ ورځو کې له ۴۵۰ زره ډېر افغانان له تهرانه ایستل...

تېرو ۱۰۰ ورځو کې له ۴۵۰ زره ډېر افغانان له تهرانه ایستل شوي

تاند \ دوشنبه د زمري – اسد ۲۰مه\ د تهران والي محمد صادق معتمدیان ویلي، چې په تېرو ۱۰۰ ورځو کې له یو میلیون څخه ډېر افغانان له ایران څخه ایستلي دي.

معتمدیان وړمه ورځ په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې له ایران څخه د ایستل شویو کډوالو ۴۵۰ زره یې له تهران څخه افغانستان ته ایستل شوي دي.

نوموړی زیاتوي چې، په دې شمېر کې رضاکارانه راستنېدونکي او هغه کډوال شته، چې د ایران د امنیتي ځواکونو لخوا نیول شوي او جبري ایستل شوي دي.

معتمدیان ویلي، چې تېر کال شاوخوا ۲۲۰ زره د افغان کډوالو زده‌کوونکو د تهران په ښوونځیو زده‌کړې کولې.
هغه ټینګار کړی، چې د جبري ایستلو د طرحې له پلي کېدو وروسته دا شمېر ۸۰ زره زده‌کوونکو ته راټیټ شوې دی.

ایران په نوي کال کې د افغان کډوالو د جبري ایستو بهیر ګړندۍ کړی، چې دې پروسې نړیوالې اندېښنې راپورته کړې دي.

د جولای په وروستیو کې د بښنې نړیوال سازمان د ایران د کورنیو چارو له وزیره وغوښتل، چې د افغانانو جبري ایستل سملاسي ودروي.

د بشري حقونو ډلې راپور ورکړی، چې په وروستیو میاشتو کې له یو میلیون څخه ډېر افغانان – د هغو کسانو په ګډون، چې په ایران کې زېږیدلي یا هغه کسان، چې هلته له کلونو راپدېخوا ژوند کوي؛ جبري افغانستان ته لېږدول شوي دي.

د بښنې نړیوال سازمان خبرداری ورکړی، چې په میلیونونو نور افغانان د اخراج له خطر سره مخ دي، په ځانګړي توګه هغه ښځې او نجونې، چې د یادې ادارې په باور باید د کډوالو په توګه وپېژندل شي او افغانستان ته یې د بېرته ستنېدا مخه ونیول شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب