تاند (شنبه، د زمري/ اسد ۱۱ مه) د پاکستان له پوځ سره یوې تړلې رسنۍ نن ادعا وکړه چې د باجوړ د قومي مشرانو ۵۰ کسیزه پلاوي پرون (جمعه) د افغانستان له طالبانو سره په لغړی ماموند سیمه کې په خبرو کې له هغوی وغوښتل چې یا خو بیرته افغانستان ته لاړ شي، او یا هم له میشتو سیمو لرې غرنیو ځایونو ته انتقال شي.
د سما په ادعا د باجوړ د قومي مشرانو د غوښتنې په ځواب کې طالبانو له مشرانو وغوښتل چې تر نن (شنبې) غرمه پورې د ځواب لپاره وخت ورکړي.
دا جرګه د باجوړ د سولې د جرګې د مشر ګل کریم خان او د قبایلي مشر هارون رشید په مشرۍ شوې وه. د خیبر پښتونخوا د صوبايي اسمبلۍ دوه اوسني غړي، ډاکټر حمیدالرحمن او انور زیب خان هم په خبرو کې برخه اخیستې وه.
سما تلویزیون همداراز ادعا کوي چې په جرګې کې دننه سرچینو ورته ویلي، مشرانو طالبانو ته د خلکو د زیاتېدونکي وېرو، اندېښنو او خپګان پیغام رسولی.
د مشرانو له قوله: “خلک عذاب ویني، ستاسې موجودیت دلته د اضطراب سبب شوی دی. یا خو بیرته افغانستان ته لاړ شئ، یا له خلکو لرې غرونو ته واوړئ.”
جرګې دا هم څرګنده کړه چې که طالبان په خپله خوښه له سیمې ووځي، دوی چمتو دي له پاکستاني دولت څخه د هغوی د بېرته ستنولو اسانتیا وغواړي.
پوځ پلوه سما تلویزیون ادعا کوي چې په ځواب کې، د طالبانو استازو ویلي چې دوی به په افغانستان کې له خپل مشرتابه سره سلا مشوره وکړي او د پرېکړې لپاره یې تر نن غرمې پورې وخت غوښتی.
طالبانو جرګې ته ویلي: “موږ ستاسې اندېښنې درک کوو، خو باید له مشرتابه سره مشوره وکړو. تر سبا پورې وخت راکړئ.”
دا په داسي حال کې ده چې ټي ټي پي وايي چې پوځ، چې په سیمه کې ګرزبندیز یا کریفیو لګولې، له خلکو څخه د ډال په توګه کار اخلي.
ټي ټي پی همداراز ادعا کوي چې پوځ یې محاصره کړی دی، د هغو پر هیلي کوپترو او ډرونونو یې ډزې کړي دي.
خو ځايي اوسیدونکي وايي چې د پوځ په عملیاتو کې ملکیانو ته ډېرې مرګ ژوبلې اوښتي دي.