تاند (شنبه، د زمري/ اسد ۱۱ مه) د عزیزي ګروپ مشر میرویس عزیزي په کابل کې د ۱۰ میلیارد ډالرو په ارزښت د انرژۍ د تولید د یوې سترې پروژې هوکړه لاسلیک کړه. د دې پروژې، چې ټاکل شوې په راتلونکو پنځو کلونو کې بشپړه شي، تمرکز به د برېښنا تولید وي.
میرویس عزیزي د هوکړې د لاسلیک پر مهال وویل، له دې پروژې سره به افغانستان د انرژۍ له اړخه پر ځان بسیا شي او همداراز به ډېرو خلکو ته د کار زمینه برابره شي.
د ملاعبدالغني برادر په شمول د طالبانو یو شمېر چګپوړي چارواکي چې د هوکړې د لاسلیک په مراسمو کې یې ګډون درلود، دغه پروژه د افغانستان د اقتصادي پرمختګ او انرژۍ د برخې لپاره یو مهم ګام وباله.
د دې پانګونې په نتیجه کې به ۱۰ زره میګاواټه برېښنا تولید شي.
د پلان پر اساس، له دې برېښنا څخه به ۴ زره میکاواټه د خلکو یا کورنیو لپاره وي او ۶ زره نوره به صنعتي سیکتور ته ځانګړې شي.
دا هوکړه په داسې وخت کې کېږي چې افغانستان، په ځانګړې توګه د کابل ښار، د برېښنا له کمښت سره مخامخ دی، او خلک د دوامداره انرژۍ نشتوالي له امله له ګڼو ستونزو سر ټکوي. تمه کېږي چې د ښاغلي عزیزي دا پانګونه به د دې ستونزې په حل کې رغنده رول ولوبوي.
ډیر اهم او حیاتی قرارداد دی خو د عمل او ترسره کولو لپاره مخلص متخصصین ،د هغوی ساتنه او خدمت ، ښه مراقبت او جدی فعالیت غواړی ؛ او که ښه ملی ثمره یی درلوده ،د نورو پانګوالو د اطمینان او تشویق اسباب هم جوړوی شی خو فوق العاده هر اړخیز مراقبت او ساتنه ضروری ده تر څو د ناکامورا سره خیانت تکرار نشی.
الله ج دِ هر حاکم او پانګوال ته د ملی خدماتو ښه ظرفیت ورکړی تر څو د الهی نعماتو څخه د بشریت په ګټه کار واخلی.
او په ښه تعقل او علومو سره د هوالذی خلق لکم ما فی الارض جمیعا لارښونی څخه مؤمنانه استفاده او دا ملت له ذلت او احتیاج نه د انسانی ژوند لوړو مدارجو ته لاسرسی پیدا کړی او بیا به افغان د دنیا په هر ګوټ کی معزز له مزدورۍ خلاص او په خپل کور به آرام ژوند لری.
محترم عزیزی دی ژوندی، روغ رمټ او د خلکو په زړونو کی تل عزیزی وي او داسی داسې عزیزیان دې لا ډېر او عزیزان شي.
دا څه ډول پانګونه ده. هیڅ وضاحت پکی نشته. آیا دا لمریزه بریښنا ده او که هایدرو پاور بریښنا. د پروژی مهال ته په کتو داسی معلومیژی چی لمریزه بریښنا به وی، خو یوی خبری ته مو پام وی چی په ټولیزه توګه لمریزه بریښنا د هایدرو پاور بریښنا په پرتله ګرانه وی ځکه چی د لمریزی بریښنا د تولید اکثره برخی د یوی مودي له تیریدو وروسته له کاره وځی او اړتیا ده چی له سره نوی سی. اوس په یو میلیارد ډالرو دوی زر میګاواته بريښنا تولیدوی یعنی په یو میلیون ډالرو دوی یو میګاوات بریښنا تولیدوی. نو یو کیلو واټ بريښنا په زر ډالره تمامیژی. یعنی ۷۰ زره افغانی. داچی دوی دا زر ډالره سنګه او په څومره وخت کی او هغه هم له ګټی سره یوځآی په کیلو واټ برق بیرته لاس ته راوړي. دا نو واضحه نده. خو هغه څه چی واضح دی هِغه دا دی چی تولیدی شرکتونه به مجبوره وی حد اقل په کیلو وات له لسو تر ۱۵ افغانیو پوری ورکړي.
ډېره ښه خبره ده خدای دی برکت پکی واجوی خو تشویش دا دی چی افغانستان مجاهد پروره خاوره ده اوخلک یې د جنت انارپستانو او دشرابو ویالو سره مینه لری هرڅوکاله وروسته پکې جهاد پیل کیږی او جهاد کی د بریښنا پایی، سړکونه، روغتونونه، مکتبونه، پلونه، معلمان، انجنیران او فابریکی له منځه خي نو باید داسی شیان جوړ شی چی جهادونو کی یی ورانول اسانه نه وی. د دی بریښنا جوړول ماته داسی ښکاری چی جهاد کی به یی مجاهدین ډېر زر او اسانه تحریب کړی
دا یو نیمګړی راپور دی، ځکه چې دا مالوم ندي، چې دا پروژه د افغانستان په کومه برخه کې پلي کیږي، د پروژی پیل او پای مالوم ندي، د انرژۍ ډول مالوم ندی؟
تا او خدای دا راپور به داسې وي؟!!
دا خو د خلکو او هیواد لپاره ډیره ښه خبره ده مګر دا ښاغلی عزیزي خو پدې تیرو پینځو کلونو کې داسې ډیر سفرونه کړي او د میلیاردونو ډوزې ویشتل شوي نتیجه یې نده معلومه شوې خدای دې وکړي چې دا خبر رښتیا وي. خلک وایي چې عزیزي هم د حاجي ظاهر قدیر په څیر ډوزمار دی او دومره پیسې نلري څوره ډوزې چې ولي. وایي دا د ظاهر نه هم لوی ډوزمار دی.