جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+زه هماغسې لا غلی یم | شاه زلمی

زه هماغسې لا غلی یم | شاه زلمی

 پلار جانه!
ستا هغه مهربان، خوږ او نرم غږ اوس یوازې د یادونو له ګوټ نه اورم، خو دا یادونه دومره تاوده دي، چې ستا د مینې تودوخه لا هم ترې محسوسېږي.
هو!
 د زرګونو پلارانو په څېر ته هم دومره لرې لاړې، چې واټن د الفاظو له حدودو وتلی دی. ته اوس هلته یې؛ هلته، چېرته چې نه فصلونه بدلېږي، نه موسمونه، نه هم ساعتونه شته.
او زه لا هم دلته یم، په هماغه چاپېریال کې، چې ته  پکې دې نه بدلېدونکي ولس ته حیران وې.
ګرانه!
 ستا حضور لا هم محسوسوم. احساسوم چې ته زما شاوخوا یې؛ لکه په تیاره شپه کې ځلېدونکی ستوری، یا په سره غرمه کې د سر د پاسه یخ سیوری.
ستا له مینې ډکه  غېږ، چې زما د ډاډ لپاره به تل خلاصه وه، اوس مې هم د خیالونو په هنداره کې راښکاره کېږي. ته لا هم خبرې راسره کوې — د وطن د حالاتو، د خلکو د زړونو، دردونو او غمونو په اړه، او د هغه ستړي، اوږده سفر یادونه کوې، چې د بدلون تمه‌ یې ماته کړې ده.
ته وايي:
 «زما هېواد مات‌ مات دی. د هیلو کاروانونه پر تیاره لارو روان دي، او دا اوږد، ستړی مزل پای ته نه رسېږي…»
زه لا هم هماغسې غلی یم، لکه پخوا… بې‌ ځوابه. زما سکوت، شاید ډېر څه وایي — خو غږ نه لري.
بښنه غواړم، پلار جانه!
 خبره لا هم ناتمامه پاتې ده. اوس خو لا پسې دردوونکې شوې ده؛ غمیزه دومره ژوره شوې، چې د رغېدو هیله یې بنده ښکاري.
هو… زه نشم کولی چې تا ووینم، خو ته اوس هم زما تر ټولو نږدې ملګری یې — هغه ملګری، چې د خاموشۍ ژبه‌ یې تر ټولو لوړ غږ لري.
ځینې وختونه دومره درپسې خفه شم، چې زړه مې غواړي د زمانې له دېواله هاخوا تېر شم، او ستا دواړه لاسونه ښکل کړم…
لیکوال: شاه زلمی
نېټه: ۲۰۲۵، جولای ۳۱

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب