مجیب الرحمن لحاظ
۲۱م پېړۍ، چې نړۍ د معلوماتو، مصنوعي ذهانت، او ارتباطاتو له انقلاب سره مخامخ ده، یو بېغږه وطن یوه انساني فاجعه ده.
افغانستان نن د یوه نسلي سکوت تمثیل کوي – داسې خلک چې نه خبریال لري، نه عدالت ته لاسرسی، نه امید، نه امنیت، او نه ژبه.
کله چې رسنۍ چوپ شي، فریادونه ورک شي.
د ۲۰۲۱ د اګست له ۱۵مې وروسته، کله چې جمهوریت سقوط او طالبان پر افغانستان واکمن شول، دوی د رسنیو پر فعالیتونو پراخ بندیزونه ولګول.
د بېپولې خبریالانو د سازمان د ۲۰۲۳ کال راپور ښيي چې له ۷۰ سلنه زیاتې سیمهییزې رسنۍ تړل شوي، او خبریالان په دوامداره توګه تر ګواښ، نیونې، شکنجې لاندې یا مهاجر دي.
د غزني یو پخوانی خبریال، چې اوس په یوه نانوايي کې کار کوي، وايي: “ما قلم را واخیست، خوله مې پرانیسته، خو بیا مې کورنۍ ته ګواښ وشو، نو چوپ شوم.”
د خبریال چوپتیا یوازې د یوه کس فریاد نه خاموشوي، بلکې یوه ټولنه له نړېوال غوږه لرې کوي. دا یوه ستره انساني فاجعه ده: خلک درد لري، خو څوک نشته چې وایې وري، ثبت یې کړي، یا یې نړېوالو ته ورسوي.
محمد(مستعار نوم) په کابل کې یو رسنیز فعال چې د جمهوریت له پیله یې رسنیو سره کار پیل کړی و وايي: د ازادو رسنیو غیابت د حقیقت د غیابت مانا لري.
محمد زیاتوي هیڅ قانون، قضا یا نړېوال سازمان هغه څه نشي اورېدلای، چې څوکیې نه وايي.
دې چوپتیا د زور واکو د جرمونو لپاره تقدس رامنځته کړی؛ د هغو جنایتونو لپاره چې قربانیان لري، خو هیڅ شاهد نه لري.
د ۲۰۲۵ تر نیمایي پورې، د کورنیو خبریالانو ۸۵٪ یا له هېواده وتلي، یا بنديان دي، یا چوپ ژوند کوي. یوازې درې نړیوال اژانسونه دي چې لا هم له افغانستانه راپور ورکوي.
له بله پلوه طالبان وايي چې د رسنیو له فعالیت ملاتړ کوي او د بیان ازادۍ ته درناوی لري
طالبان داسې مهال دا ادعا کوي چې دوی رسنیو ته په صادره کړې کړنلاره کې چې له پراخو غبرګونونو او نیوکو سره هم مخ شوې ویلي دی چې د پروګرامونو مېلمانه او بحث موضوع دې له دوی سره شریکه شي او دغه راز شنونکي باید د طالبانو په اړه بشپړ معلومات ولري.
د لوګر له ازرې ولسوالۍ یوه سپینږیري، عبدالغفار، وايي: “له شپږو میاشتو راهیسې مې دوې لمسیان ناروغه دي، خو روغتون نه شته، درمل نه شته، څوک مې غږ نه اوري، او که یې هم واوري، څه نشي کولای.”
عبدالغفار یو له ۷.۲ میلیون هغو افغانانو څخه دی چې د ۲۰۲۵ کال تر جولای پورې د ملګرو ملتونو د بشري همغږۍ دفتر (OCHA) د ارقامو له مخې، هیڅ ډول روغتیایي، غذایي یا ټولنیز خدمت ته لاسرسی نه لري.
د هرات یوه مور، چې نومیې نهغواړي څرګند شي، وايي: “زما لور له ښوونځي محرومه شوه، خو نه پوهېږم له چا سره دا ووایم. موږ ته ویل شوي چې دا د دین حکم دی.”
د طالبانو لهخوا تر ۳۲ زیات فرمانونه د ښځو پر ضد صادر شوي چې د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې (UN Women) د ۲۰۲۴ راپور له مخې، د ښځو ټولنیز حضور یې تقریباً محوه کړی. خو دا سکوت یوازې د ښځو نه دی – نږدې ۹۷٪ افغانان د نړېوال بانک د ۲۰۲۵ د راپور له مخې، د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي، او له دې ډلې ۶۵٪ د دوامداره رواني فشارونو ښکار دي.
د روغتیا نړيوال سازمان (WHO) د ۲۰۲۵ د راپور له مخې، د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د خپګان، وېرې، او PTSD کچه تر ټولو لوړه ده، او د ځانوژنو پېښې په ۲۰۲۴ کې ۲۲٪ لوړې شوي.
دغه فشار یوازې د خوراک، تعلیم او درملنې نشتون نه دی؛ بلکې د انساني هویت مړاوي کېدل دي. هغه انسان چې وېرې ته غاړه ږدي، او د فریاد توان له لاسه ورکوي، ژوندي دي خو ژوند نه لري.
کله چې غږ بند شي، جرمونه بېشاهده پاتې کېږي. د بشري حقونو د څار سازمان (HRW) د ۲۰۲۴ کال دسمبر راپور وایي چې په افغانستان کې د عدالت میکانیزمونه فلج دي، د شکایت لارې تړل شوې، او د محاکمو خپلواکي له منځه تللې.
د طالبانو د استخباراتو لهخوا د خپلو منتقدینو، ژورنالیستانو او مدني فعالانو نیونه، بندي کول، او حتی له محکمو پرته اعدامونه ثبت شوي، خو د نړۍ پام یوازې هغه ځای ته ور اوړي چې غږ پرې وشي.
د بشري حقونو یو پخوانی فعال چې اوس د کابل په خیر خانه کې په یوه موټر شويي کې کار کوي وايي:
د نړېوال عدالت، ملګرو ملتونو، او بشري ټولنو چوپتیا خپله د ظلم برخه ده. د فریاد د اورېدو مسؤلیت یوازې د قربانیانو نه دی – دا د نړۍ د وجدان ازموینه ده.
د افغانانو غږ له ماتې تېر شوی، خو د خاموشۍ ماتې به د نړۍ شرم وي، نه د قربانیانو. بېغږه وطن د ۲۱م قرن بحران دی.