جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهټرمپ د روسي چارواکي د څرګندونو په غبرګون کې اتومي اوبتلونو ته...

ټرمپ د روسي چارواکي د څرګندونو په غبرګون کې اتومي اوبتلونو ته د امر وکړ چې مناسب ځای ته وخوځي

تاند (شنبه، د زمريږ اسد ۱۱ مه) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ وویل چې ده امر کړی چې د دغه هیواد دوه اتومي اوبتلونه دې په “مناسبو ځایونو” کې ځای پر ځای شي.

ټرمپ دا هم ویلي چې، دا اقدام یې د روسیې د جګپوړي چارواکي دیمیتري میدویدېف له لوري د امریکا متحدو ایالتونو ته د روانې اوږنۍ د ګواښونو په غبرګون کې کړی.

مدوېدېف د دوشنبې په ورځ په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي و چې هر نوی وروستی ګام یا اولتیماتوم چې ټرمپ د روسیې پر ضد اخلي څو د اوکراین جګړه پای ته ورسوي، “یو ګواښ دی او د جګړې پر لور یو ګام دی.”

ټرمپ تر دې مخکې د دوشنبې ویلي و چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته یې د سولې د تړون کولو مهلت له ۵۰ ورځو څخه له لسو تر ۱۲ ورځو ته رلنډ کړی، او که دا کار ونه شي، نو پر مسکو به د “دوهم پړاو تعرفې” یا ثانوي بندیزونه ولګوي.

ټرمپ د جمعې په ورځ په خپله ټولنیزه رسنۍ “ټروت سوشیال” کې ولیکل:
“د روسیې د پخواني ولسمشر، او د امنیت شورا د اوسني مرستیال رئیس، دیمیتري مدویدېف له خورا پاروونکو څرګندونو وروسته، ما دوه اتومي اوبتلونه د اړوندو سیمو په لور سوق کړي، هسې نه دا بې‌ځایه او لمسوونکې څرګندونې یوازې خبرې نه وي، بلکې تر دې زیات څه وي.”

هغه زیاته کړه: “خبري ډېر اهمیت لري، او ډېر کله ناڅاپي پایلې لري. هیله ده دا ځل همداسې نه وي. مننه چې دې موضوع ته مو پام وکړ!”

مدویدېف د دوشنبې په ورځ په خپله پوسټ کې لیکلي و: “ټرمپ له روسیې سره د اولتیماتوم لوبه کوي: ۵۰ ورځې یا ۱۰… باید دوه خبرې په یاد وساتي.”

“۱. روسیه نه اسراییل دی او نه هم ایران. ۲. هر نوی اولتیماتوم یو ګواښ دی او د جګړې لور ته یو ګام.”

هغه زیاته کړه: “نه د روسیې او اوکراین ترمنځ، بلکې د هغه له خپل هېواد سره. د خوبولي جو (بایډن) په لاره مه ځه!”

ټرمپ د پنجشنبې په ورځ په یو بل پوسټ کې د مدویدېف څرګندونې وغندلې او له روسیې سره د هند پر سوداګریزو اړیکو یې هم نیوکه وکړه.

ټرمپ لیکلي: “ما ته دا مهمه نه ده چې هند له روسیې سره څه کوي. که غواړي، ګډ اقتصادونه دې یوځای تباه کړي، زما لپاره فرق نه لري.” هغه زیاته کړه: “موږ له هند سره ډېره کمه سوداګري کړې، تعرفې یې ډېرې لوړې دي، د نړۍ تر ټولو لوړې تعرفې لري.”

ټرمپ همداراز لیکلي: “روسیه او امریکا تقریباً په خپل منځ کې هېڅ سوداګري نه لري. راځئ همداسې یې وساتو، او مدویدېف ته، هغه ناکام پخواني ولسمشر ته چې فکر کوي لا هم ولسمشر دی، ووایاست چې له خپلو خبرو سره پام وکړي. هغه ډېر خطرناک حالت ته ننوځي!”

مدویدېف د پنجشنبې په ورځ ځواب ورکړ او ویې ویل:
“که د روسیې د یوه پخواني ولسمشر څو خبرو د امریکا اوسنی او ګواکي ځواکمن ولسمشر دومره اندېښمن کړی، نو دا څرګندوي چې روسیه په بشپړه توګه پر حق ده او خپل انتخاب شوی مسیر به تعقیب کړي.”

هغه زیاته کړه: “او که د هند او روسیې د ‘مړو اقتصادونو’ او ‘خطرناک مسیر ته د ننوتو’ په اړه یې خبرې وکړې، نو ښایي د ژوندیو مړو (zombies) په اړه خپل خوښ فلمونه بیا وګوري، او یاد کړي چې دا خیالي ‘مړ لاس’ (Dead Hand) څومره خطرناک ثابتېدای شي.”

“Dead Hand” د روسیې هغه اتومات سیستم ته ویل کېږي چې که د روسیې پر ضد اتومي برید وشي، نو دا سیستم په اتومات ډول د روسیې اتومي ځواب فعالوي.

2 COMMENTS

  1. donald trump don,t have a fixed policy for america,
    he love only israel but he forgot america.
    in markets prices are DOUBLE.
    i am sorry for americans, what will happen in future
    god bless america

  2. دریغه سي شوروي ړنګه ده او نه خروشچیوف سته سي په ملګرو ملتو د ملګرو ملتو ستیج په بوټ وټکوي او د کیوبا په ټاپو کې اتومي بیړۍ راپورته او نه بریژنف او اندروپوف سته سي دغو د بشریت او انسانیت دښمنانو ته ټټر ووهي. هو خاین نړۍ پلورونکي ګرباچوف او ایلڅین هر څه په غرب او امریکا وپلورل. مګر پوتین هم ددغو سوډرانو د ککرۍ ماتونکی ده. روسیه نه شیخان دي او نه بل هیواد سي سوډر ترمپ اخطار ورکړي. روسیې ته کمونیستانو درانه بمونه په میراث پریښي سي دداسي سوډرانو بلډینګونه په هیروشیما بدل کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب