جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+د کرکې او کینې دیانت |ژباړن: محب زغم

د کرکې او کینې دیانت |ژباړن: محب زغم

لیکوال: محمد محق

اسلامي فکر په اوسني عصر کې

د هر مهم فکري بهیر په څېر، اسلامي فکر هم په تاریخ کې له لوړو ځوړو تېر شوی دی. د صاحب نظرانو په باور، د اسلام د تاریخ په لومړنیو پېړیو کې اسلامي فکر ښه غوړېدلی و او پوره وده یې کړې وه او ځلانده تنوع او تکثر یې رامنځته کړي وو. دې وخت کې په مختلفو ډګرونو کې وتلي او مبتکر متفکران څرګند شوي وو او خپل فکري تولیدات یې د ټولو د استفادې لپاره وړاندې کړي وو.

یو له هغو عواملو چې د اسلامي تمدن له بډاینې او پرمختګ سره یې لویه مرسته وکړه، د ګڼو فکري مکتبونو او علمي مرکزونو موجودیت و. د همدې مرکزونو په برکت هاغه مهال اسلامي نړۍ د ټولې نړۍ د علم او پوهې مرکز و.

خو په راوروسته پېړیو کې د مختلفو عواملو په اثر دا وضعیت بدل شو او د فکر د پرمختګ ځای د فکر ولاړ حالت ونیو، تفکر مړاوی او کمرنګه شو او تقلید او تکرار د ابداع او نوښت ځای ونیو. د دې عاملونو پېژندل او ارزونه مهم خو جلا بحث دی چې باید په بل ځای کې وڅېړل شي.

له اتمې هجري پېړۍ راپه دې خوا په اسلامي نړۍ کې د علمي او فکري ځوړ پیل شوی او د نولسمې میلادي پېړۍ تر وروستیو پورې غځېدلی دی. د لویو تاریخي تحولاتو په ښودولو کې د هجري او میلادي تقویمونو تداخل، پخپله داسې مفهوم لري چې باید فکر پرې وشي. هجري تقویم چې د یوه امت د تاریخ مانا لري، ورو ورو رنګ بایلي او میلادي تقویم یې ځای نیسي. دا په دې مانا چې د یوه ملت نقش ختمېږي او نور ملتونه په مرکز کې واقع کېږي. وروسته تر هغې نه شو کولای خپل تاریخ د هجري سنواتو په یادولو ولیکو او توضیح یې کړو، ځکه چې د بشر په جمعي شعور کې بل تاریخ له بل تقویم سره ځای نیولی او موږ څنډې ته شوي یو.

مسلمان متفکران باید په لا جدي توګه او په لا پرمختللو علمي میتودونو سره دغه تاریخي پړاو وڅېړي او راوښيي چې کوم عاملونه د دې تمدني راپرځېدو سبب شوي دي.

په هره توګه، د مسلمانانو په تاریخ کې وروستنۍ پېړۍ د علم او فکر د تولید په لحاظ شنډې پېړۍ وې او د مسلمانانو جمعي شعور ځکه انفعالي نقش غوره کړی و چې د خپلو ټولنو د ستونزو له پېژندلو عاجز وو. کله چې شعور کمزوری شي، د لاشعور نقش غالبېږي او د مسلمانانو د تاریخ په وروستنیو پېړیو کې همدا جمعي لاشعور و چې د دوی لوری به یې ټاکه.

څرنګه چې د سمې لارې د موندلو لپاره د وګړو په فردي ژوند کې باید د لاشعور اغېزې کمې او د شعور زیاتې شي، هماغسې د ملتونو په جمعي ژوند کې هم همدا خبره سمه راخېژي. یعنې دا تمه نه شو کولای چې یو ملت دې د لاشعور تر شدیدې اغېزې لاندې وي خو بیا وشي کولای سمې پرېکړي وکړي.

پر جمعي شعور د جمعي لاشعور غلبه د ټولنپوهنې مهمه پدیده ده چې تر اوسه پورې نه ده سپړل شوې او نقش یې د وروستیو پېړیو په پرځېدلو او لوړېدلو کې نه دی څېړل شوی. دا مشخصه ده چې په دې پېر کې اسلامي فکر پر دې سربېره چې له تولید او غوړېدا پاتې و، د ځان او د نورو له پېژندلو هم عاجز و. نتیجه یې دا شوه چې نه یې خپل کمزوري اړخونه وپېژندل چې لرې یې کړي، او نه یې نور وپېژندل چې خپله رابطه ورسره برقراره کړي او دا پرېکړه وکړي چې له هغوی سره څرنګه تعامل وکړي.

له نوې نړۍ او داسې ځواکمن رقیب سره مخامخ کېدل چې هم په بهتره فیزیکي وسله سمبال و او هم په لویو فکري امکاناتو، اسلامي فکر ته ټکان ورکړ او د څو پېړیو له درانه خوبه یې راویښ کړ او د هلې ځلې اړتیا یې ورته پیدا کړه.

دا ځل د اسلامي فکر راویښېدل سره له دې چې په خپل ذات کې مهمه او مبارکه پدیده وه خو پخپله نه، بلکې د بهرني فشار په اثر راویښ شوی و نو د فعال عمل پر ځای یې د عکس العمل بڼه لرله. دا ځل هغه اندېښنې او لومړیتوبونه چې اسلامي فکر ځان ته غوره کړي وو، غالباً د بهرني عامل په وسیله پرې تپل شوي وو. هغه وسیلې او اوزارونه چې د څېړنې او بیاکتنې لپاره یې په واک کې لرل، یا خو د تېرو وختونو وو او په زماني لحاظ یې اوسنيو شرایطو سره تناسب نه درلود یا له بهرنیو تولیداتو څخه راخیستل شوي وو چې د دې ځای له جوړښت او فرهنګي سیاق سره نه جوړېدل.

همدارنګه هغه موضوعات او مسایل چې د اسلامي فکر تر څېړنې او بحث لاندې راتلل، تېرېدونکي او ورځني موضوعات وو او دا چې اوسني عصر پر مسلمانو ټولنو چټک تحولات ورتپلي دي نو دا موضوعات هم ژر ژر بدلېدل رابدلېدل.

خو بیا هم له ټولو نیوکو او ستونزو سره سره، په اوسني عصر کې اسلامي فکر مهمې بریاوې ترلاسه کړې دي او توانېدلی چې د تېرو پېړیو په نسبت ښې بریاوې ولري او د مسلمانو ټولنو ځینې اړتیاوې ورپوره کړي.

اسلامي فکر په اوسني عصر کې نوې دوره پیل کړې ده چې د اسلامي تمدن له نورو پېرونو څخه له ځینو اړخونو توپیر لري، سره له دې چې له ځینو اړخونو ورسره ورته دی. دا بهیر توانېدلی دی چې په اوسني پېر کې د نوي اسلامي تمدن د زېږېدو پیلامه برابره کړي، البته د ځینو نیمګړتیاوو په وجه نه دی بریالی شوی چې په مناسب وخت کې او د اوسنۍ نړۍ له سرعت سره سمه خپله لاره ووهي.

په حقیقت کې اسلامي فکر لا د تمرین او ازمون په پړاو کې دی او خپل جدي تاریخي نقش یې لا نه دی ترسره کړی ځکه چې لا ورته د داسې بلوغ زمینه او شرایط نه دي برابر شوي او لا یې د دې نقش د ترسره کولو توان نه دی موندلی.

په اوسني عصر کې د اسلامي فکر کړونو ته کتنه او د قوت او کمزوریو پېژندنه یې راسره مرسته کولای شي چې لا جامع تصویر یې وړاندې کړو، لا یې ښه کړو او د مسلمانانو د ستونزو په هوارولو کې یې لا پیاوړی کړو.

ورسره هم مهاله له دې لارې کولای شو د اسلامي فکر په اړه تاریخي لید ته ورسېږو چې په دې برخه کې له تصلب او جزمیت څخه خلاص شو او د اسلامي فکر پر وړاندې منصفانه دریځ غوره کړو.

په دې برخه کې لازمه ده چې په اوسني عصر کې هم د اسلامي فکر ځانګړنې وپېژنو او هم هغه عمده ډلې چې په دې بهیر کې یې اغېزناکه او مهمه ونډه اخیستې ده.

مأخذ:                

1-    صحیح البخاري، کتاب الحج، حدیث 1624.

2-    سنن الترمذي، کتاب العلم، حدیث 3348.

3-    صحیح البخاري، کتاب الشهادات، حدیث 2457.

4-    صحیح البخاري، کتاب المرضی، حدیث 539.

5-    د لا معلوماتو لپاره دا وګورئ: ابن قیم الجوزیة، إعلام الموقعین عن رب العالمین.

6-    د لا شانایۍ لپاره دې کتاب ته مراجعه وکړئ: آن ماری شیمل، تبیین آیات خداوند: نگاهی پدیدارشناسانه به اسلام، دفتر نشر فرهنگ اسلامی، تهران، 1376.

7-    دا کتاب وګورئ: محمد عابد الجابري، تکوین العقل العربي، مرکز دراسات الوحدة العربیة، بیروت.

8-    صحیح مسلم، حدیث 1345.

9-    دې کتاب ته مراجعه وکړئ: محمد عابد جابری، عقل سیاسی در اسلام.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب