Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد طالبانو د سوداګرۍ وزیر د ازادو زونونو نړیوال سازمان ۱۵مه غونډه...

د طالبانو د سوداګرۍ وزیر د ازادو زونونو نړیوال سازمان ۱۵مه غونډه کې د ګډون لپاره چین ته تللی

‏تاند (پنجشنبه د تلې ـ میزان ۱۷مه) د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی، چې نورالدین عزیزي د ازادو زونونو نړیوال سازمان ۱۵مه نړیواله غونډه کې د ګډون په موخه چین ته تللی.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، دغه ناسته«نړیوالې سوکالۍ، سوداګرۍ او دوامداره نوښت لپاره دروازې» تر شعار لاندې ترسره کېږي.

خبرپانه کاږي چې، دغه غونډه د روان اکتوبر له ۱۰مې تر ۱۲مې د چین هاینان ولایت کې ترسره کیږي.

د سرچینې د مالوماتو پر اساس یاده ناسته نړیوالې سوداګرۍ وده کې د ازادو زونونو څېړل، د اقتصادي همکاریو پراختیا، د تجربو شریکول او د هېوادونو ترمنځ د اړیکو ټینګښت په موخه رابلل شوې.

د طالبانو صنعت او سوداګرۍ وزارت زیاته کړې، چې عزیزي به د دغې ناستې په څنډه کې د ګډون کوونکو هېوادنو له شمېر وزیرانو او استازو سره لیدنې کتنې هم ولري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د خبر لیکنې آرونه او اصول| نصرت الله نصرت

لیکوال: اکبر نصراللهي ژباړن: محمدآصف شینواری خپرندوی: دانش خپرندویه ټولنه چاپ کال: ۱۳۸۶ل / ۲۰۰۷ز د کتاب شمېر: ۱۳۰ مخونه ما د «د خبر لیکنې آرونه او اصول» کتاب...