Homeخبرونهامریکا کې په تېرو ۳ ورځو کې ۳ زره الوتنې ځنډېدلي

امریکا کې په تېرو ۳ ورځو کې ۳ زره الوتنې ځنډېدلي

‏تاند (پنجشنبه د تلې ـ میزان ۱۷مه) د امریکا د فدرالي هوایي چلند ادارې (FAA) ویلي، وروسته له هغه چې د بودیجې د کمښت له امله حکومتي ادارې وتړل شوې په هوایي الوتنو کې خڼډ او ځنډ را منځته شوی دی.

د امریکايي رسنیو راپورونه وایي، په تېرو درېیو ورځو کې امریکا کې ۳ زره الوتنې ځنډېدلې دي.

د دغو الوتنو د ځنډېدو له امله جدي ستونزې را منځته شوې دي.

یادې ادارې ویلي، د بودیجې د نه منظورېدو له امله د هوایي ټرافیک د کنټرول پرسونل شمېر د پام وړ کم شوی، چې دې چارې دوی له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

شاوخوا ۸ ورځې وړاندې د امریکا د کانګرس غړي چې د بودیجې پر سر هوکړې ته ونه رسېدل د امریکا د فدرال حکومت ډېرې ادارې وتړل شوې.

له همدې امله د الوتنو ترڅنګ د ګڼو نورو ادارو چارې هم ټکنۍ شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...