Homeخبرونه‏خلیلزاد، د حماس او اسراییل ترمنځ د اوربند د لومړي پړاو پر...

‏خلیلزاد، د حماس او اسراییل ترمنځ د اوربند د لومړي پړاو پر سر د هوکړې هرکلی کړی

تاند (پنجشنبه د تلې ـ میزان ۱۷مه) د افغان سولې په برخه کې د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د حماس او اسراییل ترمنځ د اوربند د لومړي پړاو پر سر له هوکړې هرکلی کړی.

زلمي خلیلزاد ویلي، دا هوکړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د طرحې پر بنسټ شوې، چې د یرغمل شویو کسانو د خوشې کېدو او د اسراییلي پوځیانو د شا تګ برخه هم په کې شامله ده.

نوموړي د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند د لومړي پړاو هوکړه له هیلو ډک پړاو یاد کړی او هیله یې ښودلې چې دا ګام به د وینې بهونې او تاوتریخوالي د کمېدو په برخه کې د اوږدمهالې سولې پر لور حرکت وکړي.

حماس او اسراییل پرون «چهارشنبه» د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰ماده یېزې سولې د طرحې د لومړي پړاو په اړه هوکړه وکړه.

د رویټرز د راپور له مخې، دا هوکړه د اسراییل او حماس ترمنځ د نا مخامخ خبرو له لارې په مصر کې شوې، چې پکې اوربند، د یرغمل شویو تبادله شامله ده او ښايي دواړه د روانې شخړې د پای لپاره لار هواره کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...