په نړۍ کې ډېر هېوادونه شته چې خدای (ج) ورته د طبیعت له اړخه بې شمېره نعمتونه ورکړي دي. خاوره یې له نفت، ګاز، سرو زرو، اوسپنې، الماس او نورو قیمتي کانونو ډکه ده، خو خلک یې له فقر، بېوزلۍ، بې تعلیمي او بې عدالتۍ سره مخ دي.
ولې؟ ځکه چې د شتمنیو واک او اداره د څو زورواکو، انحصارګرو، او بې مسؤلیته کسانو په لاس کې ده. هغوی د خپل جېب او شخصي واک لپاره کار کوي، نه د ولس د ښېرازۍ او پرمختګ لپاره. خلک یې محروم پاتې دي، نظام یې کمزوری، اقتصاد یې تباه، او ټولنه یې له ناپوهۍ سره لاس او ګرېوان ده.
څرګنده ده چې یوازې طبیعي زیرمې د یو ملت د پرمختګ تضمین نه شي کېدای.
خو که بلې خوا ته وګورو، داسې هېوادونه هم شته چې نه نفت لري، نه طلا، نه الماس او د طبیعت له نظره یې هم خاوره له ډېرو امکاناتو تشه ده. کله چې د خلکو ژوند ته نظر واچوئ، حیرانېږئ: په لوړه کچه ژوند، پرمختللي روغتیايي او تعلیمي خدمات، قوي اقتصاد، سالم نظام، او رضایت لرونکی ولس.
راز یې په څه کې دی؟
راز یې څرګند دی: زده کړه، پوهه، شعور او انساني پانګه. دوی پرېکړه کړې چې د خپلو اولادونو ذهنونه به په زده کړو روښانه کوي، نه دا چې یوازې د خاورې لاندې زیرمې راوباسي. هغوی دا درک کړې چې تر ټولو ستر کان د انسان عقل، فکر او مهارت دی. ښوونځي، پوهنتونونه، څېړنیز مرکزونه او روزنیزې ادارې یې د ملت د پرمختګ بنسټونه دي.
زده کړو هغوی ته دا ځواک ورکړی چې خپل هېوادونه په خپل عقل او مټو آباد کړي. له ستونزو سره مقابله وکړي، ځانونه بسیا کړي، اقتصاد غښتلی کړي، او د نړۍ په سیالۍ کې برخه واخلي.
زده کړه هغه شتمني ده چې نه تمامېږي، نه له منځه ځي، بالکې هغه خزانه ده چې څومره پرې ولګېږي، همغومره ګټه ورکوي. هېڅ کان هم له تعلیم سره د پرتلې وړ نه دی.
محروم ولسونه که غواړي چې له فقر، ناپوهۍ، فساد او بېعدالتۍ وژغورل شي، نو باید د خپلو ماشومانو پر ذهنونو پانګونه وکړي، نه دا چې د خاورو لاندې کانونو ته پلتۍ ووهي.
تر ټولو ارزښتمنه پانګه طلا نه ده، بلکې یو پوه، با شعوره او بامسؤلیته انسان دی. ښوونځی یو داسې کان دی چې له هغه پوهه، مهارت، شعور، اخلاص او انسانیت را ایستل کېږي. مکتبونه، پوهنتونونه او روڼ اندي نسلونه هغه زیرمې دي چې یو ملت تل بډای کولی شي.
پر کانونو تکیه کول، پرته له زده کړې، هسې د بې سده خوبونو او خیالونو تعقیبول دي، زده کړه د ملت د راتلونکي اساس دی — یوه داسې اساس چې نسلونه جوړوي، ټولنه روڼا کوي، او هېواد ته عزت وربخښي.
مکتبونو ته لومړیتوب ورکړئ. ځکه کانونه به یو وخت ختمیږي، خو زده کړه به دوام مومي. پوهه تلپاتې ده. پر پوهه پانګونه وکړئ، چې سبا مو ځلانده او ښېرازه شي.
لیکوال:شاه زلمی
په مدرسو کې د ماشومانو د زده کړې زیانونه
زمونږ ه دمـعصومواو بې ګناه ماشومانو څخه د فزیکي او جنسي ناوړه ګټه اخیستنې او د هغوی د ترهګر او افراطي کیدو لپاره د مغز مینځلو سربیره، مدرسې کولی شي د ماشومانو لپاره ډیری زیانونه وړاندې کړي، په ځانګړي توګه د عصري مضامینو دزده کړی مخنيوی، احتمالي ټولنیز انزوا، او د زده کړې او ښوونکو روزنې کیفیت په اړه اندیښنې. ځینې مطالعې د ملي نصاب سره د همغږۍ نشتوالی او د فارغینو لپاره د محدود مسلک انتخابونو په اړه روښانه کوي.
دلته د احتمالي زیانونو په اړه یو ډیر مفصل نظر دی:
۱. د نصاب محدودیتونه:
په مذهبي مطالعاتو تمرکز:
مدرسې ډیری وختونه د ساینس، ریاضي او انګلیسي په څیر مضامینو په پرتله دیني زده کړې ته لومړیتوب ورکوي، کوم چې د عصري نړۍ سره دسيالئ اود تګ راتګ لپاره خورا مهم دي.
د عصري پوهې نشتوالی:
دا کولی شي فارغین د لوړو زده کړو، مسلکي مسلکونو، او په نړیواله ټولنه کې د باخبره ګډون لپاره اړین مهارتونه او پوهه ونلري.
د ملاصاحبانوياښوونکو ناکافي روزنه:
په ځینو مدرسو کې د ښوونکو د روزنې او زیربنا کیفیت ممکن د عامو ښوونځیو په پرتله ټیټ وي، چې په ټولیزه توګه تعلیمي تجربه اغیزه کوي.
۲. ټولنیز او اقتصادي اغیزې:
محدود ټولنیز ادغام:
مدرسې کولی شي د پراخې ټولنې څخه د کلتوري او ټولنیز جلاوالي احساس رامینځته کړي، چې په بالقوه توګه د ټولنیز یووالي او ادغام مخه نیسي.
د مسلک محدودې لارې:
د نصاب محدوده ساحه کولی شي د مسلک انتخابونه محدود کړي، فارغین په بالقوه توګه د لوړو زده کړو او ځینو مسلکونو ته د لاسرسي په برخه کې له ڼګونو سره مخ دي.
ټولنیز اقتصادي توپیرونه:
د مدرسو زده کونکي اکثرا د لږ امتیاز لرونکي شالید څخه راځي او ممکن په کور کې د زده کړې لپاره لږ سرچینې ولري، چې د دوی تعلیمي پایلو باندې نور هم اغیزه کوي.
۳. جنسیتي نابرابري:
تعلیم ته غیر مساوي لاسرسی:
ځینې مدرسې ممکن د ښځینه زده کونکو لپاره تعلیم ته محدود یا غیر مساوي لاسرسی وړاندې کړي، د دوی فرصتونه محدود کړي او د جنسیتي نابرابرۍ دوام ورکړي.
محدود مضامین:
حتی کله چې نجونې داخلې شي، دوی ممکن د ځانګړو مضامینو یا د مطالعې کورسونو پورې محدود وي، چې د دوی ټولیز تعلیمي پرمختګ خنډ کیږي.
۴. د بنسټ پالنې په اړه اندیښنې:
تنوع ته محدود لاسرسی:
ځینې مدرسې د یوې محدودې نړۍ لید او د مختلفو لیدونو، کلتورونو او مذهبونو سره د محدود لاسرسي له امله نیوکه شوې دي.
د افراطیت احتمال:
منتقدین استدلال کوي چې په ځینو مدرسو کې د مختلفو لیدونو سره د لاسرسي نشتوالی او په مذهبي عقیده ټینګار ممکن د بنسټ پالنې او افراطیت سره مرسته وکړي.
۵. نورې اندیښنې:
د پیژندنې نشتوالی:
ډیری مدرسې په رسمي ډول د حکومتونو لخوا نه پیژندل کیږي، کوم چې کولی شي د لوړو زده کړو د ترلاسه کولو یا د دولتي دندو د خوندي کولو لپاره د دوی د زده کونکو وړتیا محدوده کړي.
د زده کړې نامناسب چاپیریال:
د ناکافي زیربنا، د بنسټیزو اسانتیاوو نشتوالی، او غیر صحي شرایطو په څیر مسلې کولی شي په ځینو مدرسو کې د زده کړې چاپیریال باندې منفي اغیزه وکړي.
دا مهمه ده چې په یاد ولرئ چې دا احتمالي زیانونه دي، او ټولې مدرسې دا مسلې په ورته کچه نه ښیې. ځینې مدرسې په فعاله توګه د خپل نصاب عصري کولو او د تعلیم له اصلي جریان سره د یوځای کول
اسلام وایی : العلم والدین توأمان اذا افترقا ، احترقا .
قرآنکریم د زرو (۱۰۰۰) شاوخوا آیات کَونی لری چي د کایناتو او موجوداتو د جوړښت ، خصوصیاتو او هغه لارښوونو ډک دی څومره چي دعاقل او عالم انسانیت ضرورت دی او وکولی شی د عقل او علم سره د الهی نعماتو څخه په خپله ګټه مصلحانه استفاده وکړی ؛رفاه او آرامش ته ورسیږی ،ښه تعلیم او تربیت ولری لکه چي محترم ورور شاه زلمی ورته اشاره کړی ، ښه فرد ،ښه ټولنه ، ښه قیادت ،ښه خادم حکومت، مثقف او مهذب امراء، ښه تعلیمی مراکز تر دکترا او همداسی تحقیقی مراکز ،ژباړنی او تالیفات او نور هغه څه چي د یو مومنی ټولنی ضرورت دی او په مجموع کی دا ټول د امام غزالی رح په اصطلاح علوم نافعه بللی ضرورت لری امام غزالی حکم د تحصیل د علوم نافعه فرض کفایی بللی یعنی تخصص په علوم قرآنی ،احادیثو،سیرت ،عقیده او همداسی ساینس او تکنالوجی ،ریاضی ،فزیک بیولوژی ،کیمیا او نورو موادو او شعبات مورد ضرورت بشریت کوم چي هوالذی خلق لکم ما فی الارض جمیعا کی نغښتی او تړلی دی ، دغه علومو کی متعدد ګروپونه یا فرقی د متخصصینو باید وروزل شی ؛تر څو مومنان خودکفا ،خلیفه ،خادم او د بشریت د لار ښود دروند پیټی تر منزل ورسوی ؛ورنه علوم مباح یا حرام ګرزول او خپل کلیوالی اسلام او خر ګاډی د ډانګ ، وهلو او سپکه خوله ، انسانیت او اسلام ته داسی ده لکه بی علم شیخی او هر څه په جهالت او نسوارو لړل:
لکه کوم شیخ چي د تحصیلات عالی جرړی وباسی
یا هغه بل ټکری والا شیخ چی د امتحاناتو له لاری ټول پوهنتونه یی له طالبی ملیشو ډک کړل .
یا هغه بل شیخ چي ځان د موهوم آخندزاده استاذ او علوم مباح بولی
هغه علم چي پر هر مسلمان فرض عین دی هغه له مالابد منه د امام مظهری نه زده کړی چي د شرایطو د پوره کولو سره فرض اوډیر محدود دی ،خو فکر کیږی چی بلاوی د شیعه او سنی د اسلام د نوم ،لباس او وړیو په نقاب کی ګډول کیږی.
داسی ښکاری چي دا حضرات له خپل کور ،کلی او شپول نه ملت ته ګوری ،نه د امت او تاریخ او نړۍ له دید څخه او یا اجننی دی او ملت تباه کوی.
نو دی قوم ته مردانګی خو دا وه چي د خپل قول او عقیدی سره سم ؛ مفت مبایل ، لنډ کروزر ، بلنډنګونه او نور ساینسی ثمراتو ته یی نه ویلی وی او دَی وَی ،حمارګل ،نسوار او متعفن تلتک .
دا بحث مفصل توضیحات او د امة د علماوو متفق علیه دریځ لری خو مع الاسف دوی هم لکه د بن د نو کیسه مبتکرینو په شان خر او زر انتخابوی نو دا خبرې دوی ته داسی دی لکه پیش کله ای خر ، یس خواندن .