تاند (چهارشنبه، د زمري/ اسد لومړۍ) په پکتیکا ولایت کې د زمري خېل اوسېدونکو په خپلو پیسو د یوه ښوونځي ودانۍ جوړه کړې ده.
دا ښوونځی د پکتيکا ولايت د يوسفخېلو ولسوالۍ په زمری کوټ سيمه کې جوړ شوی، چې لګښت یې د ځوانانو، مسافرو او سيمهييزو مشرانو لهخوا برابر شوی دی.
د سیمې اوسیدونکي وايي، د دې ښوونځي د ودانۍ د جوړېدو له کبله سلګونو ماشومانو ته د زده کړو لپاره سرپناه برابره شوه.
په پکتيکا کې لا هم ګڼ ښوونځي ودانۍ نه لري، چې دې مسئلې زدهکوونکي له سختو شرايطو سره مخامخ کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو له واک ته رسېدو وروسته نجونې له شپږم ټولګي پورته ښوونځيو او پوهنتونونو ته له تګ څخه منع کړې دي.