جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهتاجکستان د افغانانو د ایستلو راپورونه تایید او خپل دلایل اعلان کړل

تاجکستان د افغانانو د ایستلو راپورونه تایید او خپل دلایل اعلان کړل

تاند (چهارشنبه، د زمري/ اسد لومړۍ) تاجکستان د افغان کډوالو ډله‌ییز ایستل تأیید کړل، او ویې ویل چې دا کار یې د امنیتي ګواښونو، د نشه‌يي توکو د قاچاق، او نورو سرغړونو په دلیل کړی دی.

د تاجکستان د ملي امنیت د دولتي کمېټې تر چتر لاندې د سرحدي ځواکونو د مطبوعاتي مرکز له خوا د جولای د ۱۹ نېټې په خبرپاڼه کې چارواکو د “بهرنیو وګړو” د ایستلو خبر ورکړی، که څه هم په څرګند ډول یې د افغانانو نوم نه دی اخیستی.

راپور زیاتوي چې دغه اقدام په داسې وخت کې ترسره شوی چې په سیمه کې سیاسي ترینګلتیا او اقتصادي بې‌ثباتي مخ پر زیاتېدو ده. د تاجک چارواکو په وینا، د دغه هیواد خاورې ته د بهرنیو وګړو – په ځانګړي ډول افغانانو – ناقانونه یا بې‌اسناده ورتګ یوه جدي اندېښنه ده.

په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي:

«د روان پېچلې جیوپولیټیکي وضعیت په رڼا کې، یو شمېر بهرني وګړي، چې افغانان هم پکې شامل دي، په ناقانونه توګه په تاجکستان کې میشت دي یا یې د استوګنې مقررات نقض کړي دي.»

د تاجکستان د امنیتي چارواکو په وینا، وروستیو پلټنو چې د سرحدي او استخباراتي ځواکونو له خوا ترسره شوې، د کډوالۍ اړوند پراخې سرغړونې یې څرګندې کړې دي. لکه:

  • د نشه‌يي توکو د قاچاق شک
  • د افراطي نظریاتو خپرول
  • د جعلي اسنادو له لارې د کډوالۍ موقف اخیستل
  • له تاجکستان څخه د ناقانونه مهاجرت د ترانزیت لارې په توګه کار اخیستل

تاجک چارواکو ملي امنیت او عامه نظم ته د ګواښونو په استناد، ویلي چې دا وضعیت د قانون د جدي پلي کولو او د هغو کډوالو د شړلو اړتیا زیاته کړې چې د قانون خلاف یې عمل کړی — چې پکې افغان کډوال هم شامل دي.

په اپرېل میاشت کې، شاوخوا ۵۰ افغان کډوال چې ټول د ملګرو ملتونو د کډوالو له لویې کمېشنرۍ (UNHCR) سره راجستر شوي وو، په وحــدت ښار کې ونیول شول او بېرته افغانستان ته واستول شول. راپورونه وايي چې ډېرو یې د موټر چلوونکو (ټکسي چلوونکو) په توګه کار کاوه. هغوی ته د امنیتي ادارو له خوا بلنه ورکړل شوې وه، اسناد یې ضبط شول، او وروسته په دوو موټرونو کې د افغانستان سرحد ته ولېږدول شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب