Homeخبرونهد طالبانو باندنیو چارو وزارت؛ جرمني کې د پاسپورت چاپ حوزه فعالیږي

د طالبانو باندنیو چارو وزارت؛ جرمني کې د پاسپورت چاپ حوزه فعالیږي

تاند『چهارشنبه د اسد ـ زمري لومړۍ』‏د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت، د کونسلي چارو رییس، د دغه وزارت په رسنیزه غونډه کې وویل، چې ژر به جرمني کې د افغان پاسپورټ چاپ حوزه فعاله شي.

د طالبانو د کونسلي چارو رییس شعیب بریالي په خبره، دا حوزه به له څلور کلن ځنډ وروسته د آلمان په بن ښار کې فعالیت پیل کړي.

دا وروسته له هغې ده چې آلمان هم تایید کړه، چې د طالبانو دوه ډيپلوماټان یې منلي، څو دغلته مېشتو افغانانو ته کونسلي چارې آسانې کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر، امیر خان متقي وايي، آلمان کې شاوخوا ۵ سوه زره افغانان مېشت دي، چې د دوی ډيپلوماټان به د هغوی «اړتیاوو» ته رسیدنه وکړي.

امیرخان متقي په دې برخه کې د قطر له رول مننه کړې او جرمني سره د راتلونکو مذاکراتو سربېره یې ادعا کړې، چې دا لړۍ به نورو اروپايي هېوادونو ته هم وغځېږي.

د یادونې وړ ده چې، آلمان تېره اوونۍ د قطر په منځګړیتوب طالبانو سره تر خبرو او مذاکراتو وروسته، ۸۱ افغانان چې مجرمین بلل شوي وو، افغانستان ته وشړل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...