تاند『چهارشنبه د اسد ـ زمري لومړۍ』د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي وویل، چې د راتلونکې اګسټ میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې پاکستان ته ځي.
نوموړي نن چهارشنبه د دې وزارت د کلني راپور په موخه جوړې شوې رسنیزې ناستې ته دا خبره وکړه.
امیرخان متقي زیاته کړې، چې په دې سفر کې به پاکستان سره پر سیاسي، اقتصادي او هغو مسایلو خبرې وکړي، چې د دواړو هېوادونوترمنځ موجود دي.
که څه هم متقي په ښکاره د امنیتي اندېښنې خبره تایید نه کړه، خو پاکستان لا هم له افغانستانه امنیتي اندېښنې لري.
د دې اندېښنو په لړ کې کابل ته د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر، محسن نقوي و هم کابل کې یې له سراج الدین حقاني سره وکتل او په دې تړاو یې خبرې وکړې.
پاکستان ته د طالبانو سفر، پاکستاني رسنیو هم د دغه هېواد د چارواکو له قوله له وړاندې تایید کړی، چې ټاکل شوې، د اګسټ په پای کې د چین، پاکستان او طالبانو ترمنځ درې اړخیزه ناسته هم وشي.
د افغان طالبانو په مشرتابه کی د پاکستاني مهمو جاسوسانويولنډ نوملړ
د افغانستان دطالبانو رهبر ملا هيـبت الله اخندزاده
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي چه د پاکستاني جنرالانو سره شخصي سوداګریز اوتجارتي شراکت لري.
د حج او اوقافو سرپرست وزیر نور محمد ثاقب
د پوهنې وزیر حبیب الله اغا
د لوړو زده کړو وزیره ندا محمد ندیم
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر
ستاسو مثال هم د ناوې دی نو د پلار کور ته خو به ځئ.