تاند『چهارشنبه د اسد ـ زمري لومړۍ』د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د خیبر پښتونخوا په بنو او لکي مروت سیمو کې د پاکستاني پوځیانو پر پوستو د بې پیلوټه الوتکو بریدونو کې شاوخوا ۶ پوځیان ټپیان شوي دي.
همداراز، د جنوبي وزیرستان اړوندو سیمو کې هم ورته برید شوی، چې په ترڅ کې یې ۳ پوځیان وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي.
د راپورونو له مخې دا بریدونه د کواډکوپټر ډرون الوتکو په واسطه ترسره شوي، چې د پاکستاني پوځیانو پر امنیتي پوستو یې چاودېدونکي توکي غورځولي دي.
تر دې دمه کومې وسله والې ډلې د یادو بریدونو مسوولیت نه دی منلی.
دغه راز د یوه بل خبر له مخې د خیبر پښتونخوا بېلابېلو سیمو کې د شدیدو موسمي بارانونو او سېلابونو له امله د ماشومانو او ښځو په ګډون لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي دي.
د معلوماتو له مخې، دا پېښې په صوات، باجوړ، بونېر او یو شمېر نورو سیمو کې ثبت شوې دي.
یوازې په صوات کې ۶ کسان وژل شوي، چې له ډلې یې ۴ ماشومان دي.
په مدین کې بیا د یوه کور چت لوېدو له امله ۳ ماشومان وژل شوي او په خوازه خېله کې یوه ښځه د سېلاب اوبو وړې ده.
په باجوړ ولسوالۍ کې هم ۲ کسان د سېلاب له امله مړه شوي او له اپر کوهستانه د یوې ښځې د مرګ راپور ورکړل شوی. همداراز، بونېر کې هم یو تن ژوند بایللی دی.
د پاکستاني ادارو د معلوماتو له مخې، د جون له پیل راهیسې د سېلابونو او سختو ورښتونو له امله ټول ټال ۲۳۴ کسان وژل شوي.