تاند (چهارشنبه، د زمري/ اسد لومړۍ) پاکستاني چارواکو د افغان اتباعو لپاره د ویزو د تمدید بهیر ځنډولی او د بې اسناده کډوالو د نیولو چارې یې پراخې کړي دي، د باوري سرچینو په وینا، د سېشنبې په ورځ یې دا خبر ورکړ.
دا اقدام چې تر اوسه په رسمي ډول نه دی اعلان شوی، له هغه وروسته وشو چې شاوخوا دوې اوونۍ مخکې د کورنیو چارو وزارت څو مامورین د فساد په تور ونیول شول. له هماغه وخت راهیسې افغان اتباع وایي چې له رسمي دولتي لارو د ویزو د تمدید توان نه لري.
یوشمېر افغانان چې دا مهال په پاکستان کې میشت دي، وایي اوس مجبوره دي چې د ویزې د تمدید لپاره غیر رسمي واسطهکارانو ته مراجعه وکړي، چې د هغوی له لارې دا بهیر ورته ډطر ګرانه تمامیږي. په ځینو مواردو کې خلک د ویزې د تمدید لپاره له ۶۰۰ تر ۱۱۰۰ امریکايي ډالرو پورې پیسې ورکوي، پرته له دې چې دا کار د کورنیو چارو وزارت له سیستم سره رسمي ثبت وي.
په عین حال کې، افغان ټولنې په اسلامآباد، راولپنډۍ او کراچۍ ښارونو کې د پولیسو د چاپو، د کرو په کور تلاشیو او د جبري ایستلو ګواښونو د زیاتېدو راپورونه ورکوي. افغانان وایي پولیس اکثره د دوی دروازو ته ورځي، اسناد ترې غواړي، او که څوک قانوني اسناد ونه لري، نیول کېږي.
د ۲۰۲۵ کال د جولای تر میاشتې پورې، شاوخوا ۱.۷۵ میلیونه افغانان په پاکستان کې ژوند کوي، چې له ډلې یې نژدې ۱.۴ میلیونه د “ثبوت راجسټریشن کارت” (PoR) لري. اکثره دغه اسناد په جون میاشت کې پای ته رسېدلي، او پاکستان تر اوسه د تمدید په اړه څه نه دي ویلي.
له هغه وخته چې پاکستان د ۲۰۲۳ کال په وروستیو کې د افغانانو د بېرته ستنولو کمپاین پیل کړی، د خیریه مؤسسو او بشري حقونو د څارونکو په وینا، تر یو میلیون ډېر افغانان شړل شوي دي. اوس د ویزو د تمدید ځنډ دا اندېښنه راپورته کړې چې ښایي نور افغانان هم ناقانونه حالت ته سوق شي – چې دا به هغوی د نیول کېدو او جبري بېرته استولو له خطر سره مخ کړي.