Homeخبرونهمتقي د روسیې له لوري د ط د حکومت رسمیت پېژندنه بې...

متقي د روسیې له لوري د ط د حکومت رسمیت پېژندنه بې ساری اقدام وباله

تاند (چهارشنبه، د زمري/ اسد لومړۍ) د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي، وايي دوی تېر کال جرمني، ناروې، هند او اندونیزیا ته خپل دیپلوماتان معرفي کړي، او پر دې سربېره چې روسیې د طالبانو اسلامي امارت په رسمیت پېژندلی، قزاقستان هم چمتووالی ښوولی دی.

متقي نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې قزاقستان د طالبانو د سفیر د منلو ژمنه کړې او ډېر ژر به د دوی دا دیپلومات معرفي شي. نوموړي دا څرګندونې

تر دې وړاندې، روسیه، ترکیه، پاکستان، اماراتو، ازبکستان او چین هم د طالبانو سفیران منلي دي.

متقي، چې د خپل وزارت د تېر یوه کال د فعالیتونو په اړه څرګندونې کولې، وویل چې د روسیې له خوا د طالبانو رسمیت پېژندنه «یو بې‌ساری اقدام او د پام وړ پرمختګ» دی.

متقي زیاته کړه: «موږ ټولو ته دا یادونه کوو چې اسلامي امارت د متوازنې بهرنۍ تګلارې له مخې، چمتو دی چې له ټولو هېوادونو سره د متقابل درناوي، ګډو ګټو او ګډو ګواښونو پر بنسټ تعامل ولري.»

متقي وویل، د بهرنیو چارو وزارت په تېرو ۱۲ میاشتو کې د طالبانو شاوخوا ۱۰۰ پلاوي د سیمې او ګاونډیو هېوادونو ته د سفر لپاره هماهنګ کړي دي. هغه ټینګار وکړ چې د دوی بهرنۍ پالیسي اقتصادمحوره او متوازنه ده، او غواړي له ټولو هېوادونو سره تعامل ولري.

سره له دې چې د طالبانو د واکمنۍ نژدې څلور کاله پوره کېدو ته نژدې شوی، یوازې روسیې تر اوسه طالبان په رسمیت پېژندلي،. نړیوالې ټولنې تل د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو، د درناوي غوښتنه کړې ده او ویلي یې دي تر څو چې طالبان په دې برخه کې خپل اقدامات اصلاح نه کړي، په رسمیت یې نه پېژني.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...