مجیب الرحمن لحاظ
د ۲۰۲۳ کال له وروستیو راهیسې، پاکستان او ایران له خپلو خاورو څخه د بېسندو افغان کډوالو په نوم، جبري شړل پیل کړي، چې د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، دا یو بېساری بشري بحران دی.
د میلیونونو افغانانو بیرته ستنول د هغوی د اساسي حقونو څخه ښکاره سرغړونه ده، او د طالبانو تر حاکمیت لاندې هېواد ته ستنېدل د لا زیاتو ګواښونو او کړاوونو لامل شوی دی.
د UNHCR د معلوماتو له مخې، له ۲۰۲۳ راهیسې شاوخوا ۲.۶ میلیونه افغانان له ګاونډیو هېوادونو ایستل شوي، چې تر ۸۵ سلنه زیات یې ښځې او ماشومان دي.
احصایوي شواهد:
- پاکستان: د HRWد معلوماتو له مخې د ۲۰۲۵ اپریل پورې له ۸۰۰ زرو زیات افغان کډوال په جبري توګه شړلي دي.د هغوی زیاتره کورونه ړنګ شوي، شتمنۍ یې ضبط شوي، او د اسنادو افرادو په نوم د پولیسو له خوا نیول شوي دي.
- ایران: د IOMپه حوال په ۲۰۲۵ کال کې له ۱.۱ میلیونو څخه۱.۴ میلیونو زیات افغانان په زوره بېرته شړل شوي دي، چې یوازې په یوه ورځ کې تر ۵۰ زرو پورې کسان هم وېستل شويدی.
- د UNHCR په وینا د راستانه شوو ډېری برخه (تر ۸۵٪ پورې) ښځې او ماشومان دي چې د سرپناه، خوړو، تعلیم او روغتیا له اساسي خدماتو بېبرخې پاتې شوي دي.
د بشري حقونو نقض:
- د “non-refoulement” نړیوال اصل له مخې، هېڅ هېواد باید یو وګړی هغه ځای ته بېرته ونه لېږي چیرې چې یې ژوند یا ازادي له خطر سره مخ وي. خو پاکستان او ایران دا اصل تر پښو لاندې کړی.
- د پولیسو له خوا د کډوالو ځورول، په زوره د کورونو پرېښودل، او رشوت غوښتنه له مستندو مواردو څخه دي.
- د راستانه شوو له ډلې خبریالان، ښځینه فعالان، او سیاسي مخالفین د طالبانو له خوا نیول شوي یا شکنجه شوي دي.
. ټولنیز او انساني اغېز:
- د راستنېدونکو لپاره بېړنۍ مرستې کافي نه دي، د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، تر ۴۰۰ میلیونه ډالرو زیاتې عاجلې بودیجې ته اړتیا ده.
- تر شپږم ټولګي پورته دنجونو پر مخ د زده کړو دروازې بندې دي، په میلیونونو نجونې ښوونځي ته نه شي تللی. د افغانو ښځو جبري شړنه یوازې یو مهاجرتي بحران نه دی، بلکې یو مرکب بشري ناورین دی، چې اقتصادي بربادي، رواني زیان او ټولنیزه انزوا پکې سره نښتي دي.
- وار د مخه په افغانستان کې فقر عام شوی، کاري فرصتونه نشته، نوي په جبري توګه اخراج شوي له لا ډيرو سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي چې په رواني رنځ هم مبتلا کړي دي.
- بېرته ستنیدل د ذهني فشار، بېباورۍ، او د بیا کډوالۍ د نیتونو لامل شوي.
. نړیوال غبرګون:
- ملګري ملتونه (UNAMA، UNHCR) او بشري سازمانونه لکه HRW او Amnesty International دا کړنې غندلي دي..
- نړیوالو رسنیو، لکه The Times او The Guardian، دا شړنې(جبري اخراج) د تاریخ تر ټولو لویو جبري اخراجونو له ډلې ګڼلي.
- د نړیوالو بنسټونو غوښتنه دا ده چې د دې کړنو قانونیت وڅېړل شي او عاجلې انساني مرستې برابرې شي.
. وړاندیزونه:
- . نړیواله ټولنه، مرستندویه ادارې، او سیمهییز هېوادونه باید له شعار ورهاخوا، عملي اقدامات وکړي، که نه دا نسلونه به د یوې تلپاتې بېوسۍ قرباني وي
- پاکستان او ایران باید له نړیوالو قوانینو سره سم عمل وکړي.
- بشري بنسټونه دې د بیرته ستنیدونکو لپاره عاجلې مرستې چمتو کړي.
- د ښځو او خبریالانو خوندیتوب دې تضمین شي.
- نړیواله ټولنه دې فشار راوړي چې دا په زور شړنې ودریږي یا مشروط شي.
پایله: جبري شړنې نه یوازې د فرد پر ژوند ژور اغېز کوي، بلکې د ټولې سیمې پر ثبات منفي اثر لري. دا وضعیت یوازې د افغانانو بحران نه، بلکې د نړیوالې ټولنې د ارزښتونو ازموینه هم ده. که دا سرغړونې نالیدلې پاتې شي، نو دا به د نورو بشري ناورینونو دروازې هم پرانیزي.