جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهپاکستان نن افغان کډوالو د ایستلو درېیم پړاو پیلوي

پاکستان نن افغان کډوالو د ایستلو درېیم پړاو پیلوي

تاند (دوشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۹ مه) که څه هم داسي راپورونه شته چې پاکستان د پي او آر کارت لرونکو کډوالو د افامت موده تمدیدوي خو له ټاکل شوي مهالوېش سره سم به دا هیواد نن (دوشنبه) د افغان کډوالو د ایستلو درېیم پړاو پیل کړي، چې له امله به یې شاوخوا ۱.۴ میلیونه ثبت شوي افغانان له دغه هېواده وایستل شي. دې چارې د بشري حقونو د ادارو او نړیوالو اندېښنې پارولي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې دا عملیات به د ثبت شوو افغان کډوالو لپاره د خپلې خوښې ستنېدو د نیټې (د جون ۳۰مه) له پای ته رسېدو سره سم پيل شي. دا هغه کسان دي چې د کډوالو د لویې کمیشنرۍ UNHCR  له خوا ورکړل شوي د استوګنې ثبوت (PoR) کارتونه لري.

د دې پړاو په ترڅ کې به نژدې ۱.۴ میلیونه افغان وګړي، چې دا مهال په پاکستان کې مېشت دي، اغېزمن شي. د پاکستاني چارواکو په وینا، هغه افغانان چې تر ټاکلې نیټې پورې له پاکستانه ونه وځي، په زوره به وایستل شي. دا اعلان په داسې حال کې شوی چې پاکستان له تېر اکتوبر راهیسې د افغانانو د ایستلو پراخ کمپاین پیل کړی او تر اوسه یې نژدې یو میلیون افغانان ایستلي دي.

د افغان کډوالو د ایستلو روان پړاو له هغه وروسته شدید شوی چې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) د غړو د شتون په اړه د طالبانو له حکومت سره د اسلام‌اباد امنیتي خبرو د پاکستان په طبعه برابره نتیجه ورنه کړه. پاکستاني چارواکو ټینګار کړی چې د هېواد ملي امنیت  ورته لومړیتوب لري، او همدا دلیل یې د ثبت شوو او غیرقانوني افغانانو پر وړاندې د سختو اقداماتو پلمه ګرځولی دی.

خو دا پریکړه له سختو نیوکو او اندېښنو سره مله ده. د کډوالو د حقونو ملاتړي او بشري بنسټونه وايي، پاکستان د نړیوالو قوانینو او د کډوالو د ساتنې د اصولو سرغړونه کوي.

مدني فعال عبدالحفیظ کرار وايي، د پاکستان له لوري د افغان کډوالو د ایستلو درېیم پړاو له دې کبله ناوړه عواقب لرلی شي، چې هممهاله ایران هم د میلیونونو افغانانو ایستلو ته ملا تړلې او هره ورځ زرګونه افغانان له خپلې خاورې باسي.

افغانستان، چې له اقتصادي سقوط او سیاسي بې‌ثباتۍ سره مخ دی، د دومره زیاتو کډوالو د جذب توان نه لري. اوس مهال له ۲۳ میلیونه ډېر خلک د عاجلې بشري مرستې اړتیا لري، او که ستانه شوي کسان زیات شي، نو د مرستو سیستم به د سقوط له ګواښ سره مخامخ شي. له نړیوالو مرسته کوونکو غوښتنه شوې چې مرستې زیاتې کړي تر څو د بحران مخنیوی وشي.

د بشري حقونو فعال عبدالرازق عادل وویل:
«دا ډله ییزه ستنونه به د افغانانو لپاره ویجاړوونکې اقتصادي، ټولنیزې او امنیتي پایلې ولري. نړیواله ټولنه باید ژر اقدام وکړي، که نه نو ستر بشري ناورین به رامنځته شي.»

په پاکستان کې مېشت افغان کډوال د امنیتي ځواکونو له‌خوا د ناوړه چلند، ځورونې او ګواښونو راپورونه ورکوي.

یوشمېر کډوال دا هم وایي چې د کډوالو ایستل د فاسدو پولیس افسرانو لپاره د پیسو ګټلو وسیله ګرځېدلې ده؛ هغوی تور لګوي چې پولیس ځینې نیول شوي کسان د پیسو په بدل کې خوشي کوي.

په همدې حال کې، افغانستان له ژور بشري بحران سره مخامخ دی. ستانه شوي کسان له سختې بې‌وزلۍ، د اقتصاد له سقوط، او د بنسټیزو خدماتو له نشتوالي شکایت کوي. هلته د سرپناه، کار، او روغتیايي خدماتو نشتوالی د ستنو شویو ژوند له جدي ګواښ سره مخامخ کوي.

ملګرو ملتونو او اړوندو ادارو (لکه UNHCR او IOM) خبرداری ورکړی چې دا پراخه ستنېدا به د افغانستان د بې‌وزله ټولنې ستونزې لا زیاتې کړي. هغوی له پاکستان څخه غوښتنه کړې چې د افغانانو د شړلو لړۍ ودروي، او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې د ستنو شویو د ځای پر ځای کولو، اساسي خدمتونو د برابرولو، او د وضعیت د خرابېدو د مخنیوي لپاره ګډ، دوامدار اقدام وکړي.

پاکستان د پي او آر کارت لرونکو د اقامت موده غځوي – تاند

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب