جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهد لورای بند د سروې او ډیزاین چارې پیل شوې

د لورای بند د سروې او ډیزاین چارې پیل شوې

تاند (دوشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۹ مه) د کندهار ولایت د ارغستان ولسوالۍ د “لورای بند” د امکان سنجونې او تفصیلي ډیزاین پړاو د یکشنبې په ورځ رسماً پرانیستل شو.

په پرانیستغونډه کې د رييس الوزرا د اقتصادي چارو مرستیال ملا عبدالغني برادر، د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر عبداللطیف منصور، د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر ملا خیرالله خیرخواه، قومي مشرانو، عالمانو او ځايي خلکو ګډون کړی وو.

ملا عبدالغني برادر د دې پروژې پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې دا د اسلامي امارت ژمنتیا څرګندوي چې د اوبو مدیریت او اقتصادي پرمختګ ته ژمن دی. وزیر منصور وویل چې دا بند به د اوبو د کنټرول، زراعت او کرنیز پرمختګ لپاره مهم رول ولوبوي، او زیاته یې کړه چې د مطالعاتو او ډیزاین تر بشپړېدو وروسته به د جوړولو دوهم پړاو پیل شي.

د امکان سنجونې او ډیزاین چارې به د افغان-جرمن باختر شرکت له خوا د ۱۸ میاشتو په موده کې بشيړې شي، چې لګښت به یې ۱۰۲ میلیون افغانۍ وي.

د لورای بند د جوړولو هدف د کرنیزو ځمکو خړوبول، د برېښنا تولید، د موسمي سیلابونو کنټرول، او د ځمکې لاندې اوبو بیا ډکول بلل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب