پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد افغانستان او هند سوداګري راکړه ورکړه یو میلیارد ډالرو ته ورسیده

د افغانستان او هند سوداګري راکړه ورکړه یو میلیارد ډالرو ته ورسیده

تاند (یکشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۸ مه) د افغانستان او هند ترمنځ دوه‌اړخیز سوداګري راکړه ورکړه په ۲۰۲۴–۲۵ مالي کال کې ۱ میلیارد امریکایي ډالرو ته رسېدلی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراخېدو، د کرنیزو وارداتو د زیاتوالي او سوداګریزو تعاملاتو د پراخېدو څرګندونه کوي.

سره له دې چې سیمه‌ییزې ننګونې موجودې دي، هند او افغانستان لا هم خپلې قوي سوداګریزې اړیکې ساتلي دي. د ۲۰۲۴–۲۵ مالي کال (د ۲۰۲۴ کال د اپرېل له لومړۍ تر د ۲۰۲۵ کال د مارچ تر ۳۱مې) په لړ کې، د دواړو هېوادونو ترمنځ ټولټاراکړه ورکړه ټولټال ۱.۰۰۸۷ میلیارد امریکایي ډالرو ته رسېدلې ده.

د هند د سوداګرۍ او صنعت وزارت د معلوماتو له مخې، له افغانستان څخه واردات ۶۸۹.۸۱ میلیون ډالره دي، چې د تېر مالي کال په پرتله ۷.۴ سلنه زیاتوالی ښيي. له بلې خوا، افغانستان ته د هند صادرات ۳۱۸.۹۱ میلیون ډالر وو، چې د دوامداره سوداګریزې همکارۍ ښکارندويي کوي.

په روان مالي کال کې، هند د افغانستان د صادراتو تر ټولو لوی واردوونکی پاتې شوی دی. دا چاره د هند له خوا د افغان کرنیزو محصولاتو او وچې مېوې لپاره د بازار د لاسرسي د اسانتیاو ښکارندویي کوي.

دغه بازار ته لاسرسی په افغانستان کې مهم ټولنیز–اقتصادي اغېزونه لرلي دي. افغان بزګر د هندي بازار د باور وړ تقاضا له امله هڅول شوي ترڅو بدیل کرنیز سیستمونه غوره کړي.

برسېره پر دې، هند لا هم د افغانستان د صادراتو پر وړاندې د تعرفو معافیت ته دوام ورکوي. دا معافیت د سوداګرۍ پر وړاندې خنډونه راکموي، او افغان سوداګرو ته، په ځانګړې توګه کوچنیو کروندګرو ته، دا اسانتیا برابروي چې په برابره توګه ه پولو دباندې سوداګرۍ کې برخه واخلي او د هند بازار ته اسانه لاسرسی ولري.

1 COMMENT

  1. هند باید د افغاني توکي او خوراکه باب له خپل هیواد سمندر له لاری اروپا او نورو بهرنیو هیوادونو ته د انتقال زمینه برابره کړی
    موږ باید له ترکيي سره پدې برخه همغږی زیاته کړو او افغان ټرانس پروژی باندې کوښښ او چارو پرمختګ زیات کړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...