جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد اسراییل له حملو وروسته ایراني چارواکي د افغان کډوالو پر ایستلو...

د اسراییل له حملو وروسته ایراني چارواکي د افغان کډوالو پر ایستلو ټینګار کوي

تاند (یکشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۸ مه) په وروستیو ورځو کې د ایران قضایي او امنیتي چارواکو، د اسراییل د بریدونو له پای ته رسیدو وروسته، په ځانګړي ډول د هغو بهرنیانو پر اخراج ټینګار کړی چې د اعتبار وړ اسناد نه لري، او په خاص ډول د افغان اتباعو له ایستلو یې ملاتړ څرګند کړی.

د نړیوال مهاجرت سازمان، په شمول نړیوالو ادارو اعلان کړی چې یوازې تېره اوونۍ له ایران څخه تر ۸۸ زره زیات افغانان ایستل شوي دي.

په خپلو تازه څرګندونو کې، د ایران د اسلامي جمهوریت لوی څارنوال محمد موحدي آزاد د چنګاښ په اوومه (شنبه) وویل:

«هغه کسان چې په غیر قانوني ډول په ایران کې اوسېږي، په ځانګړي ډول افغانان، باید ژر تر ژره له هېواده ووځي، ځکه موږ به له غیرقانوني بهرنیانو سره قانوني چلند وکړو.»

نوموړي همداراز زیاته کړه:

«قانوني اتباع باید پاملرنه وکړي چې نور خلک یې بدنامه نه کړي. که څوک د دښمنانو او صهیونیستانو په لومه کې لوېدلي وي، باید ځانونه معرفي کړي.»

د ایران او اسراییل ترمنځ د ۱۲ ورځنۍ جګړې له پیل وروسته، په خواله رسنیو او ځینو داخلي مطبوعاتو کې داسې راپورونه خپاره شول چې په ایران کې داسې کسان شته چې “د موساد غړي دي او د افغانستان تابعیت لري”.

د ایران د کورنیو چارو وزیر د چنګاښ په شپږمه، د حکومتي ټلوېزیون له لارې، پرته له شواهدو وویل:

«ځینې اتباع چې په تېرو ۲–۳ کلونو کې ایران ته داخل شوي، د خاص هدف لپاره – د تخریب لپاره – راغلي وو.»

سکندر مؤمني همداراز ټینګار وکړ چې:

«پارلمان باید هر څه پرېږدي او ژر تر ژره د ملي مهاجرت سازمان قانون او د اتباعو د تنظیم لایحه وڅېړي او تصویب کړي.»

د ایران د سرحدي پولیسو قوماندان وویل: له دې ډول خبرونو وروسته، د افغان کډوالو په وړاندې لهجه بدله شوه او پالیسۍ نورې هم سختې شوې.

«د امر له مخې، هر کور یا ځای چې افغانانو ته کرایه ورکړل شي، قواله به یې باطله شي، جایداد به مهر اولاک او مصادره شي.»

احمدعلي ګودرزي وویل، د نافذو پالیسیو له مخې، ټول غیر قانوني اتباع باید له ایرانه ووځي. هغه ادعا وکړه چې د غیرقانوني اتباعو تنظیم د خلکو عامه غوښتنه ده. اټکل کېږي چې میلیونونه افغانان په ایران کې ژوند کوي، چې ډېر یې د استوګنې رسمي اسناد نه لري. ډېری دغه پناه‌غوښتونکي په ښارونو کې په کمه تنخا، په ساختماني کارونو بوخت دي یا په کوچنیو سوپرمارکیټونو کې کار کوي.

ایراني خبریال احمد زیدآبادي په خپل ټیلیګرام چاینل کې د افغان پناه‌غوښتونکو پر وړاندې روانه پالیسي غندلې او لیکلي یې دي:

«حکومت مکلف دی چې د افغان مهاجرینو د وضعیت د تنظیم لپاره یوه روښانه، واضح او مدونه تګلاره وړاندې کړي او هغه د بشري معیارونو په رعایت سره عملي کړي.»

هغه زیاته کړه:

«دا چې هر ځل د یوه بحران یا ستونزې په رامنځته کېدو سره، یو شمېر کسان زموږ تاریخي ګاونډیان په نژادپرستانه او شونیسټي لهجه لفظي برید کوي، دا د هر انسان لپاره د شرم او سپکاوي خبره ده.»

د چنګاښ په اوومه د هرات سیمه‌يیزو چارواکو راپور ورکړ چې په تېرو درې ورځو کې نژدې ۱۰۰ زره افغان کډوال د اسلام‌قلعه له لارې له ایران څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو لویې کمیشنرۍ (UNHCR) هم د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې سږکال لږ تر لږه ۱.۲ میلیونه افغانان له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته په زوره ستانه شوي، او خبرداری یې ورکړی چې د پناه‌غوښتونکو دا پراخه ستنېدا د افغانستان نازک وضعیت بې‌ثباته کولی شي.

د UNHCR د معلوماتو له مخې، له دې شمېر څخه زیاتره یې له ایران څخه جبراً اخراج شوي. دا بهیر وروسته له هغې چټک شو چې د ایران حکومت د ۱۴۰۳ کال د دلوې په ۳۰مه نېټه د داوطلبانه وتلو ضرب‌الاجل اعلان کړ او ویې ویل چې که څوک په خپله خوښّ ونه وت په زوره به وایستل شي.

دغه اداره وايي چې ایران سږکال تر ۳۶۶ زره زیات افغانان – پناه‌غوښتونکي او ورته حالت لرونکي کسان – اخراج کړي دي.

همداراز، د ایران او اسراییل ترمنځ ۱۲ ورځنۍ جګړې هم د افغانانو وتلو ته لاره هواره کړې. د چنګاښ په پنځمه، تر ټولو زیات کسان – ۳۶,۱۰۰ افغانان – په یوه ورځ له سرحد څخه تېر شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...