تاند (شنبه، د چنګاښ/ سرېان ۷ مه) سږکال لږ تر لږه ۱.۲ میلیونه افغانان د ملګرو ملتونو د کډوالو د لویې کمیشنرۍ (UNHCR) په وینا، سږ کال له ایران او پاکستان څخه لږ تر لږه ۱.۲ میلیونه افغانان مجبور شوي چې بیرته خپل هېواد ته ستانه شي، او اداره خبرداری ورکوي چې په يزاخه پیمانه د افغانانو ستنېدا ښایي په افغانستان کې نازک وضعیت نور هم خطرناک کړي.
په ۲۰۲۳ کال کې ایران او پاکستان بېلابېل کمپاینونه پیل کړل چې له خپلو هیوادونو افغان کډوال وباسي. دوی د کډوالو د وتلو لپاره نیټې وټاکلې..
د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د کډوالو لوی کمیشنر وویل چې له دې ۱.۲ میلیونه ستنوونکو افغانانو څخه تر نیمایي ډېر يې وروسته له هغې چې د مارچ په ۲۰مه نیټه د ایران حکومت د افغان کډوالو د وتل لپاره ضربالاجل اعلان کړ له دې هیواده څخه ایستل شوي دي.
دغه اداره وايي ایران سږکال تر ۳۶۶,۰۰۰ ډېر افغان – پناه غوښتونکي او د پناه غوښتنې په وضعیت کې شامل کسان – ایستلي دي. همدارنګه، د ایران او اسرائیل ترمنځ ۱۲ ورځنۍ جګړه هم خپل هیواد ته د افغان کډوالو د ستنېدو سبب شوې. د جون په ۲۶مه نېټه یوازینی ورځ وه چې ترټولو ډېر افغانان، شاوخوا ۳۶,۱۰۰، له سرحده تېر شول.
په کابل کې د ملګروملتو د کډوالو د لویې کمیشنرۍ استازي عرفات جمال وویل:
ښځې او نجونې په ځانګړي ډول اندېښمنې دي، ځکه هغوی د تحرک ازادۍ او د بنسټیزو حقونو لکه تعلیم او کار په اړه محدودیتونه احساسوي.
شاوخوا نیمایي افغانان د بشري مرستې په تمه دي. خو د طالبانو د پالیسۍ په وړاندې مخالفت او د مالي مرستو پراخ کمښت وضعیت نور هم خراب کړی، او د مرستندویو ادارو او غیر حکومتۍ سازمانونو له لوري د تعلیم او روغتیا په څېر په بنسټیزو خدماتو کې کموالی راغلی دی.
ایران د غیر قانوني کډوالو پر وړاندیزونو ټینګار کوي
د ایران لوړ پوړي حقوقي چارواکي، محمد آاد، د شنبې په ورځ وویل چې له ایران څخه باید هغه بهرنیان ژر تر ژره ووځي چې په ایران کې د اوسیدو قانوني اسناد نه لريو کنې له قانوني چلند سره به مخامخ شي.
«بهرني اتباع، په ځانګړي توګه هغه افغان وروڼه او خویندې چې له کلونو راهیسې زموږ مېلمانه دي، مرسته مو ورسره کړې خو غیر قانوني وګړي باید په لنډه موده کې له ایران ووځي.»
ایراني چارواکو ویلي چې چې په هیواد کې یې تر شپږ میلیونو زیات افغانان اوسي چې د هغو په منځ کې تر ۲.۵ میلیونه یې په غیرقانوني توګه په دې هېواد کې مېشت دي.
د ایران د دولتي تلویزیون د راپور له مخې، په کابل کې د ایران جګپوړي ډيپلومات، عليرضا بیکدلي، د افغانستان او ایران په پوله کې دوغارون ته لاړ او هلته یې ژمنه وکړه چې افغانان به د ستنېدو په بهیر کې اسانتیاوې ورکړي.
په تېرو میاشتو کې ایرانيانو په خپل هیواد کې د افغانانو د شمېر د زیاتوالي په اړه شکایت کړی، ځینو حتی تور لګولی چې افغانان د اسرائیل لپاره جاسوسي کوي.