Homeخبرونهنن او سبا په ۱۴ ولایتونو کې د ورښتونو اټکل شوی

نن او سبا په ۱۴ ولایتونو کې د ورښتونو اټکل شوی

تاند『شنبه د چنګاښ ـ سرطان ۷مه』‏د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست اټکل کړی، چې نن شنبه او سبا یکشنبه (د چنګاښ له ۷مې تر ۸مې) د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د ورښتونو اټکل کړی دی.

کابل، پروان، کاپيسا، نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، لوګر، ميدان وردګ، غزني، زابل، پکتيا، خوست او پکتیکا هغه ولایتونه چې پکې د باران، تېزو بادونو، خاورو او دوړو او ناڅاپي سېلابونو د راتلو اټکل شوی دی.

د یادې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې د باران اندازه به په بېلابېلو سیمو کې له ۱۰ تر ۳۵ میلي‌مترو او د دوړو او خاورو چټکتیا به له ۵۰ تر ۸۵ کیلومتره په ساعت کې وي.

ننګرهار، خوست، میدان وردګ او لوګر ولایتونو کې د جمعې د ورځې سیلابونو او ورښتونو خلکو ته په زیاته اندازه مالي زیانونه اړولي دي.

په دې سیلابونو کې یوازې د ننګرهار مهمندې ولسوالۍ کې د خلکو ۵ سوه جریبه ځمکه اوبو وړې ده خو د ځاني زیان راپورونه نه دي ورکړل شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...