جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهفطرت، افغانستان کې د پاکستان ضد ډلو فعالیت رد کړ

فطرت، افغانستان کې د پاکستان ضد ډلو فعالیت رد کړ

تاند『شنبه د چنګاښ ـ سرطان ۷مه』‏د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت افغانستان کې د پاکستان ضد ډلو فعالیت په اړه د پاکستاني پوځ مشر عاصم منیر ادعا ناسمه وبلله او هغه یې رد کړه.

حمدالله فطرت ویلي، له افغانستانه هېڅ هېواد ته ګواښ نشته او نه هم افغان حکومت د سیمې په ځانګړې ډول ګاونډیو پر ضد د افغان خاورې د کارونې اجازه ورکوي.

د پاکستاني پوځ مشر عاصم منیر ادعا کړې وه، چې د هند په ملاتړ ډلې د افغانستان له خاورې د پاکستان ضد فعالیت کوي.

خو د طالبانو ویاند فطرت زیاته کړه چې، طالبان له هند او پاکستان سره ښې اړیکې غواړي او د هېوادونو ترمنځ په بې پرې سیاست باور لري.

نوموړي وایي، افغانستان ته له پاکستان سره اړیکې مهمې دي او هند سره هم اړیکې د ګټو په اساس دي.

د هند، پاکستان اړیکې په دې وروستیو کې د کشمیر پهلګام کې پر سیلانیانو د برید پر سر او تر هغه وروسته له وسله والې جګړې را پدیخوا ډېرې نازکې شوي دي.

سیاسي شنونکي بیا پاکستان د ترهګرۍ ځاله بولي او زیاتوي، چې دوی هڅه کوي، د خپلې ملامتۍ پړه پر افغانستان واچوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...