جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهپه شمالي وزیرستان کې ځانمرګي برید لږترلږه ۸ پوځیان وژلي

په شمالي وزیرستان کې ځانمرګي برید لږترلږه ۸ پوځیان وژلي

تاند (شنبه، د چنګاښ/ سرطان ۷ مه) د شمالي وزیرستان د میرعلي ولسوالي په خدي کلي کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر کاروان د ځانمرګي برید له امله دغو ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

پاکستاني رسنیو د امنیتي سرچینو د معلوماتو له مخې ویلي، ځانمرګی برید د پوځ پر یوه موټر شوی چې له امله یې ۸ تنه وژل شوي او ۱۰ نور ژوبل شوي دي.

په وژل شویو او ټپیانو کې د امنیتي سرتېرو تر څنګ، ځایي اوسېدونکي هم شامل دي.

له پېښې وروسته په سیمه کې پر تګ راتګ بندیز لګول شوی او له بنو تر میرانشاه او د افغانستان تر خاورې پورې اصلي سړکونه د عامو خلکو پرمخ تړل شوي دي.

په ځینو نورو راپورونو کې ویل شوي چې ۱۳ پوځیان وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ او رسنۍ عموماً د دې ډول بریدونو راپورونه نه خپروي او که یې خپروي هم د مرګ ژوبلو شمېر یې کم ښيي.

د دغه برید مسوولیت د «اسوادالحرب» په نامه وسله والې ډلې منلی، چې مشري یې مفتي صادق نور عرف طلحہ کوي.

امنیتي وضعیت لا هم ترینګلی دی او چارواکي وايي د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب