جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهمسوولان: په غویي میاشت کې د افغانستان صادرات او واردات زیات شوي

مسوولان: په غویي میاشت کې د افغانستان صادرات او واردات زیات شوي

تاند『شنبه د چنګاښ ـ سرطان ۷مه』د طالبانو ‏د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، د روان لمریز کال په غویي میاشت کې د هېواد د صادراتو ټولټال ارزښت ۱۰۲ اعشاریه ۷ میلیونه ډالر او د وارداتو ارزښت یو میلیارد او ۲۴۴ میلیونه ډالر وو.

د یادې ادارې د شمېرو له مخې، تر دې وړاندې په وري میاشت کې بیا د صادراتو ټولټال ارزښت ۸۵ اعشاریه ۷ میلیونه ډالر و، چې په غویي میاشت کې ۱۷ میلیونه ډالره زیاتوالی ښیي.

سرچینه زیاتوي، چې دغه راز په وري میاشت کې ټولټال د ۸۴۲ اعشاریه ۸ میلیونه ډالرو په ارزښت واردات شوي، چې غویي میاشت کې ۴۰۱ اعشاریه ۲ میلیونه ډالره زیاتوالی پکې راغلی دی.

یاده اداره پاکستان، هند او متحده عربي امارات هغه هېوادونه یاد کړي چې په غویي میاشت کې ورته زیات صادرات شوي دي.

دغه راز تر ټولو ډېر توکي بیا له ایران، پاکستان او چین وارد شوي دي.

سرچینې د صادراتي توکو نومونه نه دي لیکلي خو ویلي دي چې، تر ټولو زیات صادرات پاکستان، هند او متحده عربي اماراتو ته شوي.

اقتصاد پوهان وایي، افغانستان چې تر ډېره بریده په وارداتي برخه متکي دی اړتیا ده چې، طالبان د هېواد صادراتو کچه لوړه کړي څو د نورو له احتیاجه خلاص او په ځان بشپړ متکي شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب