تاند『شنبه د چنګاښ ـ سرطان ۷مه』د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه راپورونه رد کړل،چې ویل کېږي د هغه ادارې داسې طرحه ارزولې چې د یورانیمو غني سازۍ د بندولو په شرط ایران ته ۳۰ میلیارده ډالره ورکوي.
ټرمپ پر خپلې ټولنیزې رسنۍ لیکلي: “دا خبر جعلي دی چې هغه غواړي د ایران سوله ییز اټومي پروګرام سره د مرستې لپاره دغه هېواد ته ۳۰ میلیارده ډالر ورکړي.”
تر دې وړاندې CNN او NBC News راپورونه ورکړي وو، چې د ټرمپ اداره غواړي ایران سره د اټومي پروګرام پر سر د خبرو پیل، یورانیمو غني سازۍ پروسې د درولو او د بندیزونو لرې کولو په تړاو ایران ته ۳۰ میلیارده ډالره ورکړي.
دا په داسې مهال ده چې، ټرمپ په خپله هم ویلي، چې د ایت الله علي خامنه ای د ویډيويي پیغام په لیدو یې پرېکړه وکړه چې پر ایران د بندیزونو کمولو طرحه سمدستي وځنډوي.
ټرمپ ګواښ کړی و، که ایران د یورانیمو غني سازي بیا پيل کړي، دی به بیا برید وکړي.
بل لورته بیا د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وایي، که ټرمپ ریښتینی وي، سپکاوی دې نه کوي او ښه نیت دې ولري.