جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهلوګرکې سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

لوګرکې سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

تاند『شنبه د چنګاښ ـ سرطان ۷مه』‏ لوګر کې د طالبانو ولایتي ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، په دغه ولایت کې تېره شپه سختو سېلابونو په زیات شمېر استوګنیز کورونه ویجاړ کړي، سلګونه کورنۍ یې بې ځایه کړي او زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه یې وړې ده.

د خبرپاڼې له مخې، په زیات شمېر خلک چې کورونه یې سېلابونو ویجاړ کړي، په جوماتونو کې ځای پر ځای شوي دي.

لوګر کې د طالبانو والي ضیا‌‌ءالرحمن مدني نن (شنبه) سهار سېلاب ځپلو سیمو کې د خوراکي مرستو د وېش بهیر د څار پر مهال اړونده ادارو ته لارښوونه کړې، چې سیمې ته بېړنۍ روغتیایي ډلې واستوي او د خلکو ستونزې حل کړي.

هغه دغه راز له مرستندویه بنسټونو او سوداګرو غوښتي چې له زیانمنو شویو سره مرستې وکړي.

د دغو سېلابونو له امله سړکونه بند شوي او د برښنا پایې هم ویجاړې شوې دي.

په خبرپاڼه کې د اوښتو زیانونو په اړه کره معلومات لا نه دي خپاره شوي.

له لوګر وروسته په خوست او میدان وردګو ولایتونو کې هم سېلابونو پرون د جمعې په ورځ خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب