پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونههند د شمالي وزیرستان په برید کې د لاس لرلو په اړه...

هند د شمالي وزیرستان په برید کې د لاس لرلو په اړه د پاکستان تور رد کړ

تاند (یکشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۸ مه) هند په شمالي وزیرستان کې د پاکستان پر پوځیانو په ځانمرګي برید کې د لاس لرلو په اړه د پاکستان تور په کلکه رد کړ.

د شنبې په ورځ (د چنګاښ ۷ مه) په برید کې، چې  د شمالي وزیرستان د میرعلي ولسوالي په خدي کلي کې د پوځ پر یوه موټر وشو، د وروستیو راپورونو له مخې لږترلږه ۱۶ پوځیان وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ په پیل کې د خپلو ۸ پوړځیانو وژل کېدا تایید کړې ړهؤ وروسته یې د ۱۳ تنو وژل کېدا ومنله خو وروستي راپورونه ښيي چې لږترلږه ۱۶ پوځیان وژل شوي دي.

له دې پېښې وروسته د پاکستان پوځ هند په دې پېښه کې په لاس لرلو تورن کړ او ویې ویل چې نوی ډیلی د پاکستان د وسله والو مخالفانو ملاتړ کوي.

خو د هند د بهرنیو چارو وزارت  دا تور وغانده او ویې ویل: “موږ د پاکستاني پوځ رسمي بیان لیدلی چې غواړي د جون په ۲۸ نېټه د وزیرستان د برید مسوولیت پر هند واچوي. موږ دا بیان په کلکه ردوو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

 مطالعه او ژوند | ذبیح الله شفق

ویکټور هوګو به ویل چي کتابونه ساړه دوستان دي، خو البته د ډاډ وړ. د ابن رشد عالم په باب دا خبره ډېره مشهوره...