پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Home+د کرکې او کینې دیانت |ژباړن: محب زغم 

د کرکې او کینې دیانت |ژباړن: محب زغم 

لیکوال: محمد محق

په ترکیه کې اسلامپالنه، متفاوته تجربه

د ترکیې په ولسمشري انتخاباتو کې د عدالت او توسعې د ګوند مشر، رجب طیب اردوغان بریا په ډېرو نورو ملکونو کې اسلامي جماعتونه خوشحاله کړل. خو د سیاسي اسلام ډلو بیا دا بریا د ځان بریا وګڼله.

دغه ډلې ځکه دومره خوشحالې شوې چې خپلې څېرې یې د اردوغان په هېنداره کې لیدې. خو که دا قضیه له عاطفي اړخه ورها وڅېړو، باید وګورو چې د عدالت او توسعې ګوند له نورو اسلامپالو ډلو څه توپیرونه لري.

د ترکیې د اسلامپال غورځنګ لومړنۍ ځانګړنه دا ده چې له سلفي تمایلاتو سره هېڅ تړاو نه لري. حال دا چې اخوان، جماعت اسلامي پاکستان، القاعده او نورې همفکره ډلې یې په سلفي تمایلاتو کې ریښه لري. د ترکیې اسلامپالي دوې نورې فکري منبعې لري، تصوف په تېره بیا د مولانا مفکورې،  او حنفي مذهب چې د اهل سنت د ډلو په منځ کې تر ټول عقلپاله مکتب دی. د سیاسي اسلام د ډېرو پلویانو له سترګو دا فکري توپیرونه پټ پاتې دي. سلفي تمایل د سلفانو/پخوانو پر پیروۍ بیخي زیات ټینګارکوي او غواړي چې خلک په فکر او عمل کې د هغوی پیروي وکړي. دوی د هر ډول نوي فکر او ابداع پر مخ لاره بندوي.

په ټولنیز لحاظ، د ترکیې اسلامپالي غالباً ښاري خلک دي او د معاصر مدنیت له مظاهرو سره مقابلې ته تمایل نه ښيي. په همدې وجه یې په خپل ټول تاریخ کې تاوتریخوالي ته لاس نه دی پورې کړی او په دې لحاظ ټولنه ورنه بې غمه ده. خو د سیاسي اسلام اکثره نورې ډلې داسې نه دي، د دوی پلویان زیاتره کلیوال او یا د ښارونو د څنډو اوسېدونکي دي. د مصر فقید څېړونکي حسام تمام دا پدیده «تریف الاخوان» بللې وه یعنې د اخوان کلیوال کېدل. د سیاسي اسلام د بهیرونو په تجربه کې هغه څه چې دوی یې اسلامي مبارزه بولي، په حقیقت کې د ښاري او کلیوالو یا قبیلوي ارزښتونو تر منځه جګړه ده. د سیاسي اسلام دغه بهیرونه چې د تیوریکي فقر په وجه تحولاتو ته د ټولنپوهنې له نظره نه شي کتلای، غالباً د اسلامي ارزښتونو د ساتنې په جامه کې په حقیقت کې د محافظه کارو کلیوالو ارزښتونو ساتنې ته راوتلي دي.

د ترکیې اسلامپالي په ټولنیز ډګر کې سیکولرو ارزښتونو ته غاړه ایښې ده او هغه ټولنه یې منلې ده چې حجاب والې او بې حجابې ښځې په کې یو شان شته دي. خو په اکثره نورو اسلامي هېوادونو کې د مذهبي مظاهرو او سېمبولونو پر سر دعوا، د سیاسي اسلام او نورو اجتماعي ډلو ترمنځ لوی کشمکش جوړ کړی دی. په نورو هېوادونو کې د سیاسي اسلام غورځنګونه د ښځو لپاره د حجاب او د نرانو لپاره د ږیرې رواجول، د دیني احیا سېمبول ګڼي، حال دا چې د ترکیې اسلامپالي یوازې وايي چې حجاب د ښځو حق دی، نه تکلیف.

د ترکیې او نورو هېوادونو د اسلامپالو ترمنځ بل عمده توپیر دا دی چې ترکیه سکولریزم مني خو نور یې د کفر سېمبول ګڼي او ورسره نه پخلا کېږي. کله چې اخوان د مصر په انتخاباتو کې شاملېده، اردوغان د مصر یوه تلویزیون سره په مرکه کې د اخوان پلویانو ته په خطاب کې وویل: «دوی باید پوه شي چې سیکولریزم د بې دینۍ په مانا نه دی،، بلکې ټولو ادیانو ته د احترام او هر چا ته د تدین د ازادۍ مانا لري. بهتره ده چې دوی په خپل اساسي قانون کې تصریح کړي چې دولت د ټولو ادیانو پر وړاندې یو شان دریځ لري. سیکولریزم په دې مانا نه دی چې خلک دې سیکولر وي، زه پخپله سیکولر نه یم خو د یوه سیکولر دولت صدراعظم یم. کله چې دولت دا شان دریځ ولري، ټول د امنیت احساس کوي، ان هغه کسان چې بې دینه دي ځکه چې دولت وظیفه لري چې بې دینانو ته هماغومره احترام په پام کې ونیسي چې دیندارانو ته یې لري. د ترکیې 99 فیصده وګړي مسلمانان دي او د یهودي، مسیحي او نورو ادیانو اقلیتونه هم په کې دي خو دولت له ټولو سره یو شان اړیکي لري او دا هغه څه دي چې اسلام یې غواړي او د مسلمانانو تاریخ همدا وايي». (8)

د هویت په ډګر کې د ترکیې اسلامپالي د سلبي روش پر ځای ځان په ایجابي میتود معرفي کوي. د سیاسي اسلام اکثره نورې ډلې له نورو سره په تېره بیا له غرب  او د غربي تمدن له مظاهرو سره مخالفت د خپل هویت اساسي برخه ګڼي. د اخوان بنسټګر حسن البنا ویلي دي:”موږ له دې تمدن سره مبارزه پالو او جګړه به د دوی تر کوره ورسوو.” (9) د ترکیې اسلامپالي د خپل هویت پر اسلاميتوب ټینګار کوي خو دا له غرب سره د دښمنۍ په مانا نه ګڼي. د بل نه منلو ادبیات چې د سیاسي اسلام د ډېرو ډلو په ادبیاتو کې دود دي، د ترکیې د اسلامپالو په منځ کې خورا کمرنګه دي.

همدا وجه ده چې د ترکیې اسلامپالو په سیاسي ډګر کې له غرب سره د ملګرتیا او د ناټو د غړیتوب په خاطر هېڅ اعتراض نه دی کړی، بلکې اروپايي اتحادیې ته یې د شاملېدو خبرې هم کړې دي. د عدالت او توسعې د ګوند د واکمنۍ په کلونو کې د ترکیې سیاست پراګماتیستي سیاست و او دا له هغه څه سره چې د اسلامي سیاست په نامه یادېږي، هېڅ تړاو نه لري. سره له دې چې دا تګلاره له اسلامي ارزښتونو سره هېڅ ټکر نه لري خو د ترکیې د اسلامپالو دغه پرګماتیستي سیاست د اوسنۍ نړۍ د رایجو سیاستونو له ډلې دی نه له هغه ډلې چې رسماً د السیاسة الشرعیة یا اسلامي خلافت په نامه یادېږي.

د ترکیې اسلامپالي عمل ته پام کوي، د دې شي بېلګه د ګوندونو د نومونو په انتخاب کې وینو چې اسلامي مختاړی ورپورې نه غوټه کوي او شعارونه یې زیاتره د اسلامي تمدن پر کلیاتو ولاړ وي نه پر جزيي چارو. مثلاً رفاه، فضیلت، سعادت، عدالت او توسعه چې د ګوندونو نومونه دي او ښيي چې دوی د ترکیې د ټولنې ستونزې درک کړې دي. د دوی شعارونه د شرایطو په بدلېدو سره بدلېږي. خو نور اسلامي غورځنګونه داسې نه دي، مثلاً اخوان المسلمین، القاعده، اسلامي جماعت، اسلامي تحریک او … سره له دې چې دغه نومونه د دې ګوندونو د پیروانو په نظر مقدس دي خو د خپلو ټولنو د ستونزو د هوارولو لپاره هېڅ مشخصې لارې ته اشاره نه کوي.

د ترکیې اسلامپالو په اقتصادي ډګر کې د غربي – امریکايي سبک ازاد بازار منلی دی او تر اوسه پورې چا له دوی څخه نه دي اورېدلي چې د اسلامي اقتصاد بحث دې مطرح کړی وي او یا دا چې له غربي اقتصاده دې ځان بې نیازه ګڼلی وي. خو نور اسلامي غورځنګونه هغه څه چې دوی یې اسلامي اقتصاد بولي، د بشر د ټولو اقتصادي ستونزو حل ګڼي خو تر اوسه یې د دې اقتصاد هېڅ طرح نه ده عملي کړې. یوازینی مورد چې د اقتصاد په ډګر کې له اسلامي مختاړي سره عملی شوی دی، اسلامي بانکداري ده چې دا هم د سیاسي اسلام په بهیر پورې اړه نه لري. حال دا چې له دې بهیرونو بهر مسلمانو پوهانو او صاحب نظرانو منلې ده چې د اسلامي اقتصاد په نامه هېڅ شی نشته او څه چې د قران له ایتونو، نبوي حدیثونو، یا په صدر اسلام کې د مسلمانانو له تجربې بودېږي، یوازې د اخلاقي سپارښتونو مجموعه ده او دا مجموعه د تخصصي لیدلوري پر اساس له اقتصادي نظام سره زیات توپیر لري.

د ملي تمایلاتو په برخه کې د ترکیې اسلامپالو ملت په مډرنه مانا منلی دی او هغه چوکاټ یې نه دی رد کړی چې ترک ملتپالو رامنځته کړی دی. دوی داسې لاره موندلې ده چې خپل ملي هویت له خپل اسلامي هویت سره پخلا کړي او سره له دې چې د ترکیې پر ملي ګټو او په نورو هېوادونو کې له ترک توکمو سره پر پیوند باور لري خو دا له خپل اسلامي هویت سره په ټکر کې نه ګڼي. خو نورو اسلامي غورځنګونو د ملت پر ځای پر امت ټینګار کړی دی او یو ډول تیوریکي ابهام یې رامنځته کړی دی، ځکه چې د اوسنۍ نړۍ د قوانینو او نړېوالو تړونونو پر اساس د امت حقوقي چوکاټونه نه شي تعریفېدای. امت تر ډېره بریده په منځنیو پېړیو پورې اړوند معلق هویت ته ارجاع کېږي. د نورو اسلامي غورځنګونو سیاسي ادبیات تر استعمار وروسته په لومړیو کلونو کې رغېدلي دي او سیاسي مقولې یې زیاتره ایډیالوژیکې دي نه علمي، په همدې خاطر د امت او ملت د مفهوم لپاره داسې نظریات په کې نشته چې په اکاډیمیک لحاظ د پام وړ وي.

د ترکیې اسلامپالو متفاوته لاره په مخکې نیولې ده. په دې هېواد کې تر اسلامپالنې مخکې مډرنیتې ټولنه سمبال کړې وه او اسلامپالي د همدې ټولنې له متنه راپاڅېدلي دي خو دا یې احساس کړی دی چې د ترکانو له تاریخي او تمدني مخینې سره د پیوند په لحاظ یو کمی لري. دوی هڅه وکړه چې د خپل هېواد په مډرنیزاسیون کې د اسلامیت عنصر ورزیات کړي چې دا کمی پوره شي. خو اکثره نور اسلامي غورځنګونه تصور کوي چې مډرنیزاسیون فرهنګي تهاجم له ځانه سره لري چې د دین ختمول یې هم یوه برخه ده نو پر ضد یې راپاڅېدلي دي.

له دې ټولو خبرو سره سره، په ترکیه کې د اسلامپالو د کامیابیو په اړه وروستی قضاوت لا تر وخت د مخه دی ځکه چې دا بهیر له څو اړخونو زیان منونکی دی:

لومړی دا چې دا وضعیت لږ ډېر د رجب طیب اردوغان په کاریزماتیک شخصیت پورې تړلی دی او هر بهیر چې پر فرد تکیه ولري، له ننګوونو سره مخ وي. که اردوغان بریالی شي چې د دې بهیر په سر کې د ځان په شان د نویو رهبرانو راتلو سره مرسته وکړي، بیا به په اوږد مهال کې د دې بهیر لازیاتو بریاوو ته هیله من کېدای شو.

دویم، دا بهیر په دې نوې بڼه د خپل پخواني مشر نجم الدین اربکان له تګلارې څخه پوره توپیر لري. دغه نوی بهیر له زیاتو کورنیو او بهرنیو ازموینو سره مخ دی. باید له خپلو مخالفانو او منتقدانو سره د حاد تقابل مخه ونیسي، هغه که د ګولن د فتح الله جماعت په شان مذهبي مخالفان وي او که سیکولر مخالفان. باید د ملي یووالي لپاره چې په دې وروستیو کې محسوس درز په کې راغلی دی، مشترک ټکي پیدا کړي. که دغه درز په ترکیه کې حاد دوه قطبیز وضعیت رامنځته کړي نو بیا به دا بهیر له لویو ننګوونو سره مخ شي.

درېیم، په عمل کې چابکي څوک په تفکر کې له پخوالي نه شي بې نیازه کولی. له دې ټولو تحولاتو سره سره چې په ترکیه کې پېښ شوي دي او ګواکې د ترکیې په تاریخ کې یې نوی باب پرانیستی دي، تر اوسه پورې داسې وتلي متفکران او نظریه جوړوونکي نه دي لیدل شوي چې د ژور فکري – فلسفي تکیې پر اساس لویې تمدني نظریې طرحې کړي. د ترکیې دولت کولای شي د غربي هېوادونو په څېر غښتلې موسسې جوړې او متفکر مغزونه جذب کړي چې دا تشه ډکه شي.

څلورم، د ترکیې د اسلامپالو ځینې بریاوې له ځواکمنو غربي ځواکونو سره د ملګرتیا په سبب ترلاسه شوې دي او که یوه ورځ سیاسي تحولات د دوی ترمنځ واټن پیدا کړي، کېدای شي وضعیت کاواکه کړي، هماغسې چې د سویل ختیځې اسیا ځینې هېوادونه د نویمو کلونو په پای کې له دې وضعیت سره مخ شول. که ترکیه خپلې بریاوې تر ممکنه بریده له کور دننه ترلاسه کړي، دا ننګونه به هم کمرنګه شي.

د پای خبره، د ترکیې د اسلامپالو بریاوې د نورو اسلامي غورځنګونو او له دې جملې څخه زموږ د سیمې بهیرونو ته سبق ورزده کولای شي. د ډېرو هېوادونو له نظره اسلامي جماعتونه او غورځنګونه مناسب شریکان کېدای شي په دې شرط چې د سړې جګړې د دورې ذهنیت پرېږدي او په ننني او پرمختللي تعقل سره کورنیو او بهرنیو پېچلیو مناسباتو ته ورودانګي، هماغسې چې د ترکیې اسلامپالو کړي دي.

مل لیکونه:

  • د دې پېښې له جزییاتو سره د لا اشنایۍ په خاطر دا اثر وګورئ: محمود عبدالحلیم، الاخوان المسلمون احداث صنعت التاریخ، الجزء الثانی، الاسکندریة، دار الدعوة 1979.
  • وګورئ: حسن البنا، مجموعة الرسائل، ص
  • د صوفیانو په سنت کې د شیخ د پوره اطاعت په اړه زیات اداب او سپارښتونه شته، د حافظ دغه شعر همدغو ادابو ته اشاره کوي: به می سجاده رنگین کن، گرت پیر مغان گوید، که سالک بی‌خبر نبود ز راه و رسم منزل‌ها
  • حسن البنا، هماغه، رسالة التعالیم، ص 231.
  • وګورئ: سعید حوی، المدخل إلی دعوة الإخوان المسلمین، القاهرة، مکتبة وهبة، 1407.
  • وګورئ: مصطفی مشهور، تساؤلات علی الطریق.
  • وګورئ: حسن البنا، هماغه، رسالة المؤتمر الخامس.
  • دغه مناقشه پاروونکې مرکه له مشهور ژورنالیست مني الشاذلي سره د «دریم» تلویزیون د العاشرة مساء په خپرونه کې شوې وه.
  • وګورئ: حسن البنا، هماغه،رسالة الاخوان تحت رأیة القرآن.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میزان ۲۸ د ازبکي ژبې ورځ ده

تاند- نن د میزان یا تلې ۲۹ مه، چې د اکتوبر له ۲۱ سره برابرېږي، د افغانستان د ازبکي ژبې له ورځې سره برابره...