په پرمختللیو هیوادونو کې د ژوند ښه سهولتونه شته او له تکنالوژي څخه يي د انسانانو د هوسایني او شفافیت لپاره په پراخه پیمانه کار اخیستي دی. یو له دي سهولتونو څخه انلاین ټکسي لکه اوبر، اینډرایو، کریم او داسي نور دي چې تاسي خپل کور، دفتر او یا هم بازار ته کرايي موټر راغواړئ او هغه مو تر خپل منزله رسوي. دلته موټروان او سپرلي دواړه راجستر وي، کرایه معلومه وي او هر څه شفاف وي یعني هم امنیت خویندي وي او هم اقتصاد او له تاسي سره د کرايي په سر څوک جنجال نه کوي، غدر او چل کولو ته لاره نه پیدا کیږي.
غوښتل مي مارکیت ته لاړ شم نو انلاین اوبر مي را وغوښت موټر راغي او موټران رانه په انګلسي پوښتنه وکړه مصطفي يي؟
(ځکه نوم د هغه سره راجستر وي او باید مطمین شي چي ته همدا کس يي.)
ما هم ځواب ورکړ هو زه په دي عقیده/باور یم چي زه مصطفي یم.
سړي ښه ډیر وخندل او بیا یی راته وویل What ? Are you not sure about your name?
یعني څه؟ ته د خپل نامه په اړه مطمین نه يي چي ته مصطفی يي که بل څوک؟ سړي دوام ورکړ: داسي کس زه په ژوند کي اول ځل وینم چي حتي په خپل نامه هم مشوک وي.
ما هم ورته وخندل چي د شک خبره له کومه ځایه پیدا شوه ؟ خیر سړي تر ځایه ورسولم خو خبرو يي زما په ذهن کي پوښتني راولاړي کړي ځکه موږ دحقایقو لپاره هیڅکله د باور او عقیدي کلمي نه کاروو. موږ د هغه څه لپاره چي رښتیا وي نه وايو چې زه په دي عقیده یم/زه باور لرم. د مثال په توګه موږ هیڅکله نه وایو چي زه په دي عقیده یم چي لمر له شرق څخه راخیژي. موږ د هغه څه په اړه چي مشکوک یو داسي کلیمي کاروو او کله چي مطمین نه یو نو وايو چي زه په دي عقیده یم زه باور لرم ځکه نو موټروان هم زما په خبره وخندل او برګ برګ یی راته وکتل.
ته هیڅلکه نه وايي چې ته په دی عقیده یي چي ګلالي ستا ورور دی. ایا کله مو چا په ټوله کورنۍ کي دا جمله کارولي ده؟
زه هیڅوخت داسي نه وایم چي زه په دي عقیده یم چي څانګه زما لور ده ځکه دا حقیقت دي او د شک خبره نه ده چي زه ووایم چي زه په دي باور/عقیده یم چي څانګه زما لور ده.
او دا به مو هم له چانه نه وي اوریدلي چې زه په دي عقیده یم چي بی بی عایشه (رض) د پیغمبر (ص) میرمن وه. ځکه موږ ټول پوهیږو چي هغه د پیغمبر (ص) میرمن وه او دا یو حقیقت دي (Fact)
یو شیبه فکر وکړي چي موږ ولي د عقیدي خبره له هغه څه سره کاروو چي ورباندي مطمین نه یو؟
زموږ خداي بخښلي استاد (ملاصاحب) به چي هر کله د قرانکریم ایاتونه ویل لومړني خبره یی همدا وه چي په دي شک نشته. کله چي به يي حدیث وایه نو حتمآ يي دا خبره کوله چي د پیغمبر حدیث دي شک پکي ونه کړي. همدي ملاصاحب دوه اولادونه درلودل یوه یي لور وه او یو يي زوي وو چي فاطمه او بلال نومیدل خو ما پخپل ټول ژوند کي حتي یو ځل هم له ملاصاحب څخه دا نه دي اوریدلي چي په دي کي هیڅ شک نشته چي فاطمه جانه زما لور ده او یاهم زه په دي عقیده یم چي بلال جان زما زوي دی.
ښه مي په یاد دي چي یوه ورځ مولوي صاحب د سهار له لمانځه ورورسته وعظ کاوه او د البقري د سورت د ۱۴۶ ایات تفسیر او ترجمه يي کاوه:
الَّذِينَ آتَيْنَاهُمُ الْكِتَابَ يَعْرِفُونَهُ كَمَا يَعْرِفُونَ أَبْنَاءَهُمْ ۖ وَإِنَّ فَرِيقًا مِّنْهُمْ لَيَكْتُمُونَ الْحَقَّ وَهُمْ يَعْلَمُونَ.
ژباړه: هغه کسان چي کتاب ورکړل شویدی (یهود او نصارا) د خداي ایتونه داسي پیژني لکه خپل اولادونه چي پیژني او یوه ډله يي حقیقت پټوي او ښه پوهیږي چي دا حقیقت دی.
ملاصاحب د ایات له تلاوت څخه مخکي هم وویل چي دا د خداي د کتاب ایات دي او هیڅ شک و شبه نشته پکي نو ما له ځانه سره وویل ته خو دا ا یاتونه داسي پیژني لکه فاطمه او بلال چي پیژني نو ولي له هغوي (اولادونو) سره د شک او شبي پسوندونه او پیشوندونه نه کاروي خو چي خبره د ایات او حدیث شي په سر او پاي کي وايي چي په دي شک نشته، دا زموږ عقیده ده او دا تر لمر روښانه حقیقت دي؟ نو ایا ملا صاحب هم په هغه څه چي ویل يي مطمین نه وو؟
د خبري د وضاحت لپاره به یو بل مثال راوړو. د قبر عذاب زموږ د عقیدي یو مهمه برخه ده چي په ورستیو کي خداي بخښلي مولوي منیر شاکر چلینج کړ او ویل يي چي دا هسي اوتي بوتي دي. خو زموږ اکثر ملا صاحبان د قبر د عذاب نه منکر کافر ګڼي. زموږ د عقیدي په اساس د قبر عذاب حق دي او هغه چا چي ګناهونه کړي وي حتما به د قبر عذاب ویني. ما له ملاصاحبانو څخه دا خبره ډیره اوریدلي ده چي ویل به يي د نیکبخته سړي قبر ته د جنت دروازه را خلاصه وي او د بدبخته سړي قبر ته د دوزخ چي ګرمي يي زموږ تر اوره اوه واره ډیره ده. دا به یی هم ویل چي لومړني سوال او ځواب له قبره شروع کیږي او ګناکار سړي داسي په عذابیږي چي په قبر کي به د دواړو خوا ځمکه ورباندي راځي او د سړي پوښتي به تر یوبل تیروي . دا خو شوه د عقیدي خبره اوس به راشو د حقیقت خبري ته، دا ډاکټران چي درسونه وايي نو د انسان د بدن د جوړښت د زده کړي لپاره کله کله له قبرونو هډوکي را باسي او د دي لپاره چي میکروبونه يي مړه شي په الکولو يي مینځي او بیا ورباندي درسونه زده کوي او همدارنګه د عدلي طب د معایناتو لپاره ډیر وخت مړي له قبرونو راباسي او څیړني ورباندي کوي خو هیچا دقبر د عذاب په اړه شواهد نه دي موندلي هیچا دا نه ده حس کړي چي د قبر د حرارت درجه دي د عادي مځکي په پرتله زیاته وي. خلکو په قبر کي هیڅ داسي غیر عادي شي نه دي لیدلی چي له هغه څخه د قبر عذاب ثبوت شي او موږ د ساینسي علومو څخه هم پوهیږو چي په قبر کي داسي څه نه پیښیږي دا هغه څه دي چي موږ يي په سترګو وینو، پخپلو حواسو يي حس کوو او پوهیږو چي داسي څه نشته. حقیقیت دا دی چي انسان تر مرک وروسته تر خاورو لاندي کوي د وخت په تیریدو سره د انسان بدن چینجي کوي خوسا کیږي او په پاي کي خاوري کیږي خو عقیده وايي چې زموږ سترګي د قبر عذاب نه شي لیدلي، زموږ غوږونه يي نه شي اوریدلي، او زموږ حواس يي نه شي درک کولاي یعني ځان راته ړوند، کوڼ، ګونګ او بي حسه ښکاري (صُمٌّ بُكْمٌ عُمْيٌ فَهُمْ لَا يَرْجِعُونَ).
په درنښت