جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+د پښتنو په اړه د تاریخپوهانو او علماوو نظرونه

د پښتنو په اړه د تاریخپوهانو او علماوو نظرونه

استاد شهسوار سنګروال

۱ـ جورج ګریرسن د «پښتون» کلمه د لرغونو اریایانو، پخواني کتاب د ریګویدا د پکتاس له کلمې سره پرتله کوي او انګېري چې دا دواړه کلمې سره یو شی دي. (وګورئ، ګریرسن، جورج، د هند د ژبو سروې، ټوک ۱۰ مخ ۵)

۲- علی اکبر جعفري د ژبپوه مورګن سترن له انده کښلي دي، «چې په ویدي سرودونو کې، د »پرشو کلمه، په اوستا او سنسګرت کې، پرسوانه (پرسو) یا پرشوانه (پرشو)، پرشانه، د اوسني پښتون له نوم سره تړاو لري اوجورج ګریرسن د دې خبرې پخلی هم کړیدی، چې مورګن سترن هغه خبره چې د یوه هندي منجم «وراهه میهیرا» اوګانه اوسنی افغان دی .

جورج ګریرسن د ریګویدا پکتاس (پختاس) یا پکتوس اوسنی پښتون ګڼي، ولې مورګن سترن د دې خبرې مخالف دی .

۳- هېروت بیا پکتیوس (پکتیس، پختین، پکتین اوپشتین) یادوي، چې بطلېموس(تاریخي جغرافیه…، ۱۴۱مخ) ،مستربیلو او ګریرسن دغه نومونه له اوسني «پښتون» سره یو شی ګڼي.

(وګورئ د هندي ژبو څېړنی ۵ مخ)

مورګن سترن د هېرودوت د ګنداري،اپریتي، ستاګېدي، دادیکي په لړ کی، اپریتی اوسني اپریدي بولي.

(اسلامي دایرة المعارف لومړی ټوک ۲۱۷ مخ).

۴- مورګن سترن د ژبپوهنې پر بنسټ، تر ډېره بریده د پښتو په ساکي توب ټینګار کوي او ساکان د افغانستان د لرغوني تاریخ یوه برخه ده. ان دا چې پروفیسر «رچارد فرای» د سیستان (سکستان) نامتو آتل رستم په خټه ساکا ګڼي . (رچارډفرای، د مینځنۍ اسیا میراث، له لرغوني زمانې نه د ترکانو تر خپریدا …۱۹۱ مخ)

که څه هم یو شمېر ایراني تاريخپوهان له دې خبرې سره اوږه نه وړي او په دې ټینګار کوي، چې د رستم مور «روتابک = رودابه» له پارس  یانې اوسنی ایرانه سیستان ته لېږدید لي ده!؟

د یوه بل روایت له مخې «رودابه» د کابلشاهانود نامتوپاچا «مهراب شاه» لور ګڼلی کيږي.او لومړی ابو قاسم فردوسی په شهنامه کې د رستم اتلولي ستایلې ده، چې وروسته دغه اتلولي په پهلوي کې هم کښل شويده.

په دغه استوروي تاریخ کې ګڼ شمېر داستاني او افسانوي روایتونه او بیا د ساسانیانو د ټولواکمنۍ تاریخي پېښی نظم شویدي.

عبد العظیم رضایي هم د امني، چې نامتو اتلان له سیستانه پاڅېدلي دي او ډېر نامتو اتلان د «پیشدانیانو» له سلطنتي کورنۍ چې نژاد یې جمشید ته رسیږي تړاو لري. هغه جمشېد (یما) چې له ضحاک نه وتښتېد او د زابلستان پاچا کورنګ له لور سره یې واده وکړ او په زوی یې د «تور» نوم کېښود، چې له هغه څخه په ترتیب یو د بل پسې یانې له تور نه، شید سپ، له هغه تورک، له تورک نه شم او له ده اثرط (اسرت) اوله ده څخه ګرشاسپ، له ده نه نریمان او له نریمان نه سام سوار، له ده څخه زال او له زال نه رستم وزیږید.» دا چې په ا وستا کې د رستم او د ده د پلار یادونه نده شوې او شهنامه کې چې راغلي دي چې تورانیان یانې افراسیاب له رستم سره جنګیدلی د باور وړ ندی .

(رضایي، تاریخ ده هزار ساله ایران ۴۰ مخ)

۵- د مستر برون له قوله، چې د ایران په جغرافیه کې ورته اشاره شوېده راغلی دي، چې د فیروز کوه (غور) د غره اوسیدونکي، ټول پښتانه «شنبینان، ماهویان» دي … بار تولد دغې سیمې ته، غرج، غرش، غرچ، نومونه ورکړیدي ، ده پدې هم ټینګار کړیدی چې یادې کلمې اریایي بڼه لري.

۶- د سرلیک په دویمه ګڼه کې مو ولیدل، چې مورګن سترن، د هیرودوت پکتویس سره مخالف دی، ولې نورو ګڼو تاریخپوهانو، لرغون پېژندونکو او ژبپوهانو د هېرودوت د څرګندونو پخلی کړیدی.

مورګن سترن د یوه ستر ژبپوه په توګه، خپله د یو ژبنیز منطق څښتن دی تر ډېره له لرغونو تاریخي توکو سره بلدیت نه لري. د ساري په توګه د سراولف کارو په څېر وایي د ابدالیانو د نسب شجره ناڅرګنده او تته بریښي او د غلجیانو د روایتونو په اړه په عامیانه وجوهاتو کې د نوم په امکان خبرې کوي .

که د دواړو ټبرونو روایتونه د تامل وړ وګڼو بیا نو څېړنیز مېتود هم تر پوښتنی لاندې راځي او دا ډول روایتونه سړی بې لارې کوي.

 مورګن سترن او د ده په څېر د ګوتو له شمېر نه کمو لیکوالو اوژبپوهانودا ډول څرګندونې کړیدي، چې د ابدالیانو نسب او ټبر مجهول دی او د غجلیانو له نامه سره هم اندیښنه لري.

«د مورګن سترن د لیکنو لاسوند اسلامي دایرة المعارف دی، ده په لومړي ټوک په ۲۱۷ مخ کې دا خبره کړېده، چې غزنوي سلطان محمود په پښتنو یرغل وکړ او هغو ته یې سزا ورکړه او دا خبره بیقهي په ډاګه کړیده.»[1] ولې حقیقت دا دی، چې بیهقي کله هم په پښتنو باندې د غزنوی سلطان محمود د برید خبره نده کړي.

ولې د غزنویانو د پېر یوه بل تاریخپوه عبد الجبار عتبې د سلطان محمود د یرغل پخلی کړیدی، چې په پښتنو یې برید وکړ، خودبېهقي په تړاولاسوندسم نه دی .

د مورګن سترن دا خبره دېته پاتې کیږي لکه سراولف کارو چې د «پټانز» نومې کتاب په ۱۵۵-۱۵۶ مخونو کی کاږلي دي چې بابر کندهار ونیو خو د ابدالیانو نوم یې ولې ندی اخستی .؟

په بابر نامه کې د ګڼو پښتنو نوم اخستل شوی، ولې د ډېرو ندی اخستل شوی، خو د دې خبرې مانا دا نده چې د کومو ټبرونو یادونه شوي وي، هغه پښتانه دي او د کومو چې نوم ندی اخستل شوی هغه پښتانه مجهول دی.!؟

حال دا چې د بابر د لسمي جلال الدین اکبر د واک په مهال له بابر نامې نه څو لسیزې وروسته په «ایین اکبري» کې دوه ځلي د ابدالیانو یادونه شوېده.»[2]

د مارګن سترن یوه بله لویه تېروتنه دا هم ده چې ده ویلې دي:

«دا څرګنده نده، چې افغانان د سلیمان له غره نه، لویدیځ لور ته څومره وړاندې استوګن شوي وو؟ دی دا هم وایي له غزني نه لویدیځ پلوته، هم ښکاره نده، چې د پښتون شتون په ګوته کړي؟»[3]

لومړی خبره خو دا ده، پښتانه چې د سلیمان د غره په شاوخوا کې استوګن ول، د هغې سیمې اوږدوالی شپږ سوه (۶۰۰) کیلو مترو ته رسېده، چې دا یو ډېر لوی واټن دی، چې لویديځ، ختیځ، شمال او جنوب ډېرې سیمې پخپلو لمنو کې رانغاړي.

څومره چې غزني د لویدیز خبره ده، له غزني پرته په ډېرو لرغونو زمانو کې د پښتنو یو لرغونی ټاټوبی غور وو، چې له زیږدیزو پېړېیو دمخه پښتانه په غور کې ودان ول او له دې سربیره له هرات نه تر اباسینه پورې سیمو کې پښتانه استوګن وو.

تاریخپوه غبار پخپل یوه تاریخي اثر کې لیکلي دي: «د غور سلطنتی کورنۍ سوري پښتانه وو، چې له اسلام نه دمخه د دي سیمې، سیمه ییزه پاچایان وو . »[4] جوزجاني د خپل ګټور اثر «تعلیقاتو» په لومړي ټوک، په ۳۱۹-۳۲۰ مخونو کې کښلي دي، «غوریان د خپل نامتو نیکه شنسب (شنسبیانیه) په نامه شهرت درلود او د حضرت علي (رض) د خلافت په مهال مسلمان شو او د غور واکمنۍ ته ورسېد.»[5] منهاج السراج په طبقات ناصري کې د غور د غرونو ستاینه کوي او ډېر څېړونکی پدې ټینګار کوي، چې د غور سیمه ییزه واکمنو تر ډېره بریده سیمه ییزه واکمني درلوده او د دې ستر لامل د غور جغرافیوي جوړښت وو او غرنیزه پېچلتیا …

په روایتي توګه هم ویل شویدي، چې سوري غوریانو له اسلام نه دمخه په غور پاچاهي کړېده او پاچایې د «غرشاه» پنامه یادوو، دوئ سهاک ګڼل کېدل، چې عربو «ضحاک» بلل .

د سهاک په څېر د پښتنو نوری څانګې په لرغونو تاریخي متونو کې هم د نوم په لږ توپیر یادې شوېدي . د ساري په توګه :

«د اسپاسي aspasii، ګوراې gurai او اساسیني assaceni قبیلې، چې د سکندر له خوا د کونړ او سوات تر مینځ سیمه کې فتح شوې وې.

سترابو اسپاسي ،هیپاسي hippasii بولي او په اوستا کې «اس» ته «اسپه aspa» وایي سترابو دغه نوم په هیپاسي ژباړلی دی. اوسني یوسفزي هم ځانونه «ایسپزی یا اسپزی (asapzai=isapzai) بولي … د سکندر اسپاسي (اسپه زي=یوسپزی=یوسفزي، لیکوال) په باجوړ او کوڼړ کې اوسېدل او (نني یوسفزي) دي …»[6]

د سانسکرت «اسواکا»، چې په پراکریت کې «اساکا assaka» او په یوناني لیکدود کې «راسا» لیکل شویدی، په ټوله کې یو نوم دی.

په ځنو لرغونو متونو کې د «راسا» کلمه د کونړ سین ته هم کارول شوېده او په ځنو متونو کې «ورکه» کښل شویدي.

دا چې «راسا» راغلی دی، ښايي دغه نوم همغه یوناني لیکدود وي چې د «راسا» وګړي د کونړ د سین په غاړه ودان وه او ښايي ددوئ نوم د کونړ له رود سره تړاو موندلی وي.

دا چې د کونړ د قومونو او لرغونو ټبرونو په تړاو څرګندونې شویدي یو لامل یې کونړ ته د سکندر تګ دی، چې د کونړ وګړي یې د «راسا» پنامه یاد کړیدی .

که چېرې سکند ر او د ده په څېر نور یرغلګر غور ته تللی وی، نوتاریخ به د غور اوغورستان ډېر تیاره ګوټونه روښانه کړي وی ، ولې کومې څرګندونې، چې د یو شمېر څېړونکو له خوا شویدي، چې موږ ابن حوقل، ابن خلدون، یاقوت الحموی، حدود العالم ، اصطخري (مسالک و ممالک ) ، حمدالله مستوفي ، قزوینی، بارتولد (تاریخي جغرافیه)، تاریخ سیستان، هولدچ (د هند دروازه)، معروف (غوریها و سوریها)، جوزجاني (طبقات ناصري)، طبري (تاریخ الرسل و الملوک)، ابن اثیر، زیدان (تاریخ تمدن اسلام)، ګردیزی (تاریخ ګردیزي)، خوافي، میر خواند، بیهقی، فضل الله همداني، سایکس (تاریخ ایران)، نظامي عروضی سمرقندی (چهار مقاله) او په لسګونو نورد بېلګې په توګه یادولی شو، تر یوه بریده د پام وړ دی .

 د افغانستان د نورو سیمو په پرتله بیا هم د لرغوني غور په اړه څېرنیزې هڅې نه دي شوې، حال دا چې «غور» لکه د افغانستان د یو شمېر نورو سیمو په څېر لرغونی ارزښت درلود .

 یوه انګریز پوځي «توماس هولدچ  lonel sir Thomas holdich وایې، د غور نوم په اورېدو د انسان سترګو ته یوه داسې لویه او پراخه ځمکه درېږي، چې له هند نه راواخله تر ایرانه او له امو نه تر هرمز پورې غزېدلې وه.»[7]

ګڼ شمېر لیکوال په دې خبرې ټینګار کوي، چې د غور اود غزني هېواد اوسیدونکي واکمن، د شنسب ټبر غړی وو. «ارتولد» د یوه نامتو تاریخپوه په توګه د خپلو لرغونو څېړنو په ترڅ کې په ګوته کړېده، چې د ۱۷ مې پېړۍ په شاوخوا کې هغه مهال چې صفویانو ماته وخوړه په «غرجستان» کې دوه ټبرونه واک ته رسیدلی وو، یو یې غوریان او بل یې غلزیان (غرځی) یانې هوتکیان وو .

د هوتکیانو واکمني دومره پراخه شوه لکه څرنګه چې غوریان په «۱۲» مې زیږدي پېړۍ کې وو.»[8]

ولې له ۱۷ مې پېړۍ زر کاله (۱۰ پېړۍ) شاوخوا دمخه د« جوزجاني » د روایت له مخه امیر فولاد سوري د غور د ملک شنسب زوې د «خرنک» لمسی، د امویانو پر وړاندې د ابو مسلم په پاڅون کې، دهغه له پياوړوملګرو څخه و.

 د« همو » دڅرګندونوپربنسټ امیر فولادهغه څوک وو، چې د غور، د واکمنۍ په وسیله یې د غورد خلکو په مینځ کې د خپل پلار نوم ژوندی ساتلی وو.

لکه څرنګه چې امیر فولاد، په (غور) کې د خپل پلار ملک شنسب د واکمنۍ دب دبه خوندی کړه، دارنګه د امیر فولاد زوی امیر کړوړ، چې د پښتو ژبې نامتو شاعر وه، ده هم د خپل پلار نوم په غور کې وساته.

د سوري تاریخ (محمد ابن علي البستي) د روایت پر بنسټ، چې د امیر فولاد سوري زوی (امیر کړوړ) په ۱۳۹ ه کال غور یانې په ټوله کې بالشتان ونیو.

دغه روایت نامتو تاریخپوه شیخ کټه په «لرغوني پښتانه» کې، له «سوري تاریخه» راخستی دی. شیخ کټه «سوري تاریخ» په بالشتان کې لیدلی وو.

د سیستان په تاریخ کې له بست او زمینداور سره یو ځاې د والشتان (والشتان=بالشتان) یادونه هم شوېده.

ابو الحسن علي بن زید بیهقي، چې په «ابن فندق» نامتو وو، ده هم د غور والشتان د بست یوه ناحیه ګڼلې ده، چې دا ټولی سیمې په ټوله کې د غور د جغرافېي برخه ګڼل کېده .

د غور نامتو تاریخپوه «جوزجانی» یانې منهاج السراج هم والشتان او شاوخوا نورې سیمې د «غور» برخه ګڼي، چې په علیا او سفلی (پاس او لاندی غور) وېشل کېده.

«دامیر سوري د واک او ځواک په مهال د دې سیمې وګړي مسلمان نه وو.» [9]

د امیر سوري واکمنې کورنۍ تر څنګ، چې ښايي د دوئ سکني تربوران وي او په تاریخ کې دوی هم د غور واکمن ګڼل شویدي ، بنجي بن نهاران» نومېږي . (دا چې موږ د «ابن» کلمه کارو دا ځکه چې د عربي تاریخپوهانو لاسوندونه استعمال شوېدي.لیکوال)

د دغه ټبر په تړاو، چې کومې څېړنې شویدي، د دغو څېړونکو په لیکنو کې یو هم «جوزجاني» دی، ده په دې اړه داسې لیکلی دي :

«بنجي بن نهاران بن درمېس بن وزن بن هین بن بهرام، بن جحش بن حسن بن ابراهیم بن معدل، بن باسد بن سداد بن ضحاک».[10]

که څه هم داسې انګېرنې شتون لري، چې دی د امیر فولاد وراره وه، خو کله چې د ده شجره مو ولیدله یوازې د دوئ ستر نیکه شریک دی، بله داسې نښه مو ونه موندله، چې دوی دې د یوه پلار اولاده وي.!؟

دلته یوه خبره د پام وړ ده، هغه دا چې امیر فولاد د امویانو د مهال سړی وو او بنجي نهاران د عباسیانو په مهال د غور واکمن شو او دی هم لکه د شنسب په څېر (هغه حضرت علي ته ورغی وو) دی د بغداد خلیفه هارون الرشید ته ورغی او د غور حکومت یې وروسپاره.

لکه څرنګه چې د شنسب او یا د امیر فولاد په اړه لاسوندونه شتون لري او ډېرو څېړونکو په غور کې سوریانو د واک او ځواک په اړه څرګندونې کړیدي، دومره د «بنجي بن نهاران» په تړاو څېړنې په واک کې نشته.

د ډاکټر اصغر فروغي ابري، په دې اند دي، چې: « د بنجي نهاران په اړه، چې څومره یې په غور حکومت وکړ همدارنګه د لیږدي دویمې نیمه یي پېړۍ په شاوخوا کې د غور واکمن وو او ان د سوري بن محمد، یانې د د ریمې لیږدي پېړۍ تر لومړئ نیمایي پورې، د غور د حکمرانانو په اړه بشپړ معلومات په واک کې نشته او د جوزجاني په قول کولی شو، چې ووایو، ښایي د ده یوه اویا دوه زامنو په دغه مهال په غور حکومت کړی وي او تر ډېره بریده به د بغداد د خلیفه ګانو تر امر لاندې وو.»[11]

غور، غرستان، غورستان او غرجستان

د افغانستان په لرغوني تاریخ کې، د تاریخې جغرافېې پر بنسټ او د ژبپوهنې (تاریخي، تشریحي او پرتلیزي) په رڼا کې، ډېرو نومونو له یوې بڼې نه بلې بڼې ته بدلون موندلی دی.

لومړی همدغه د اریانا نوم، په اریا، ارین، اریانا ویجه، ایریا او نورو بڼو کښل شوې دی ، دارنګه د افغانستان د سیمو او ولایتونو نومونه او په دغه لړ کې د «غور» د نوم بیلابیلې بڼې د ساري په توګه یادوو :

د غور کلمه د پښتو له «غر» سره تړاو لري، چې په سنسګرت کې «ګیري» او په یو شمېر نورو لرغونو متونو کې «ګر» هم کښل شویدي.

د اوسنی «غور» نوم هم په بیلابیلو لاسوندونو کې او لرغونو متونو کې په بیلابیلو بڼو موندلی شو، لکه غرچه، غلچه، غلجه، غرجی، غلجی، غرستان، غورستان، غرجستان، غرشستان، غرج الشار او دېته ورته نور نومونه.

د غور جغرافیه د یادو نومونو په رڼا کې کله پراخه شوې او کله هم له اوسنې غور سره په لږو ډېر توپیر تر سترګو شویده.

د غور تاریخپوه منهاج سراج جوزجاني، چې د لوی غور اوسېدونکی وو، په طبقات ناصری کې په څرګنده توګه لیکلي دي، چې غرستان د هرات او غزني تر مینځ موقعیت درلود.

یو شمېر څېړونکي د غرستان څلور خواوې داسې راپېژني:

شمال ته میمنه او مرو رود، سهل ته غزني او غور پورې تړلې شوې سیمې ته غرستان وایي، لویدیځ ته یې هرات او ختیځ پلو پخپله غور، د غرستان جغرافیه په ګوته کوي.

جوزجاني لا ان تر سمرقند پورې سیمې هم د غرستان خاوره ګڼي، د طبقات ناصري له خطی نسخی سربیره د سیفی هیروی د «تاریخنامه هرات» په قلمې نسخه کې، د منهاج السراج غرستان یې، د غرجستان په بڼه کښلی دی.

«مارکوارت» په ایرانشهر کې د «شار»، شیر، شاه او شهر نومونه د لرغونې «کشتریه» له ریښې څخه ګڼي، چې په پښتو کې «تورزن=شمشیر باز ګڼل کېږي.

 د شاران غرستان (شار غرستان) یادونه د غزنویانو د مهال تاریخپوهانو هم کړېده چې موږ د «یمیني تاریخ» لیکوال عتبي، ګردیزي او ابو فضل بیهقي د ساري په توګه یادولی شو.

یو شمېر نورو لیکوالو لکه یاقوت او د حدود العالم لیکوال د «غرستان شارانو» د حکومت پلاز «بشین» یاد کړیدي، چې ارمني جغرافیه پوه «موسی خورنی» د «بژین» په بڼه لیکلی دی.

په ډېرو لرغونو کتابونو لکه اوستا کې هم د«غرستان» په بڼه وو ، چې وروسته یې معربه بڼه خپله کړېده، چې موږ غرجستان او یا غرشتان د یادولو وړ ګڼو.

د اسلام د سپېڅلی دین له خپرېدو وروسته هم د غوریان، غور، غرستان او غورستان نومونه د یو شمېر تاریخپوهانو په لیکنو کې تر سترګو کېږي، چې موږ د بېلګی په توګه د «زمجي اسفزاري» یادښت ته تم کېږو:

«غوریان چې د حضرت علي (ع) له خوا د اسلام په دین مشرف شول، دوئ افتخار کاوه، چې د «بني امیه« له ظالمانه سیاست نه یې پیروي نه کوله، دوی په دې خبرې هم ویاړ کاوه ،چې بني امیه د غور ولایت ته لار ونه مونده.»[12]

همدا لامل وو، چې اموي جنګیالیو د غوریانو د تابع کولو لپاره پرلپسې جګړې وکړې، لکه طبري چې د هجري قمري د ۴۷ کال د پېښو په تړاو لیکلي دي:

«په دغه کال کې زیاد بن ابیه، حکم بن العمر والغفاري د خراسان امارت ته واستول او د غورستان په غرنیزو سیمو بریدونه وکړل. غور یې فتح کړ او په زور یې تابع کړل، چې په پاې کې ډېره شتمني او غنایم یې له هغونه تر لاسه کړل او دغه برید له مروې او هرات نه تر سره شو.»[13]

 د ابن اثیر په روایت، اسد بن عبد الله القسري په ۱۰۷ ه ق کال په غرجستان باندې برید وکړ او د هغه هيواد باچا د اسلام سپېڅلی دین ومانه او یو شمېر غوریانو ځانونه په سموڅو کې پټ کړل …»[14]

د دغه ټاکلی زمان په شاوخوا کې، یانې د اسلام د سپېڅلی دین له خپریدو وروسته چې د ملک شنسب له مهال سره تړاو لري بیا  د سوري بن محمد تر واک پورې دوه کورنۍ په غور کې نامتو وي، چې یوه د امیر فولاد سوري او بله یې بنجی بن نهاران وو، چې په دغه لړ کې د سوري بن محمد یادونه اړینه ګڼو.



) اسلامي دایرة المعارف ۱ ټوک ۲۱۷ مخ[1]

) ابو فضل، ایین اکبري ۲ ټوک ۴۰۳ مخ[2]

) همغه اثر ۱ ټوک ۴۱۲ مخ [3]

) غبار میر غلام محمد، تاریخچه مختصر افغانستان ۴۰ مخ[4]

) جوزجانی، ۱۳۶۳، لومړی ټوک ۳۱۹-۳۲۰ مخونه[5]

) سراولف کارو پټانز ۹۴-۹۵ مخونه[6]

)  د افغانستان تاریخي جغرافیه څرنګوالی ۱۰۲ مخ[7]

) همدغه اثر ۱۰۳ مخ[8]

) منهاج السراج طبقات ناصري ۱۸۱ مخ[9]

) جوزجاني لومړی ټوک ۳۲۴ مخ[10]

) ډاکټر اصغر فروغی تاریخ غوریان ۱۳۸۷ کال تهران ۱۵-۱۶ مخونه[11]

) زمجی اسفزاري، روضات الجنات فی اوصاف مندینة هرات لومړی ټوک ۲۵۹ مخ[12]

) طبري، ۴ ټوک، ۱۷ مخ[13]

) ابن اثیر الکامل فی التاریخ ۳ ټوک ۴۵۵ مخ[14]

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب