حکومت باید ولس ته د خوندیتوب، عدالت، او مهربانۍ احساس ورکړي. خلک له حکومت څخه تمه لري چې د ستونزو پر وخت ورسره ودرېږي، تسلي ورکړي، او د امن فضا ورته رامنځته کړي.
په پرمختللو هېوادونو کې، کله چې کومه پېښه، خطر یا ناورین رامنځته شي، خلک ژر تر ژره پولیسو یا اړوندو ادارو ته زنګ وهي، ځکه چې دوی د حکومت پر نظام باور لري. هغوی پوهېږي چې دولت به یې وساتي او اړینه مرسته به ورته ورسوي. دا باور د شفافیت، عدالت، او ولس ته د ژمنتیا پایله وي.
خو له بده مرغه، په وروسته پاتې هېوادونو کې دا حالت برعکس دی. هلته ان د لویو امنیتي پېښو پر مهال هم خلک حکومت ته خبر نه ورکوي، نه یوازې دا چې له چارواکو مرسته نه غواړي، بلکې وېره لري چې ښايي حالت لا پسې خراب کړي. دا بېباوري هغه وخت پیدا کېږي، کله چې خودغرضه او ځانخوښي چارواکي د ملت برخلیک ته لاسرسی پیدا کړي. داسې کسان د ولس د ستونزو پر ځای، یوازې د خپلو شخصي او ګوندي ګټو لپاره هڅې کوي. ان ډېر وخت خو د پېښې پر مهال پوښتنه کوي: “د دوی د ګوند غړی یاست که نه؟”
پر خلکو بار حکومتونو کې هره ورځ ښکاره بېلګې لیدل کېږي، چې په دفترونو کې د ولاړو خلکو په قطار کې یو چارواکی راځي؛ د خپل انډیوال د نوبت مخکې کولو هڅه کوي. دوی دا کار په دومره سپینسترګۍ کوي، چې د معلولینو، ماشومانو، سپینږیرو او حتا ښځینه وو درناوی هم نه کوي. دا کړنې دي چې د خلکو زغم له منځه وړي.
حکومتونه باید د ولس د باور ګټلو لپاره د مور و پلار رول ولوبوي. دا باور هغه وخت رامنځته کېږي، چې خلک وګوري حکومت یې عادل ، مهربان او د ولس خدمت ته ژمن دی. کله چې ولس پر حکومت د یوه تلیفوني زنګ باور هم ونلري، نو دا ډول حکومتونه دې د خپلې تباهۍ توپان ته لنډې شپې وشماري.
٢٠٢٥ د جون ٣مه
مور او پلار خو ډیر مهربانه ،ریښتونی خادمان او تل د اولاد عزت او سر لوړی غواړی خو مع الاسف دا ببر موجودات په کرسۍ هر څه ورکوی او انحصار د لیوه تر ویش هم هډوکی زبیښی.
چون قانون نشته هر ملک یی ځانته هوی لری او ددې ټولو نواقصو او جهالتونو سره به دوی ته اعلی مقام د فاتح ،عالم ،مجاهد او نور به ورکوی؛نور که هیڅ نه وو ،۹۹٪ خلکو پوری جمهوریتی نوم تړلی او ور غوریږی .او وهل و ډبول او غیر انسانی ژبه کارول هغه خصوصیات دی ،ته به وایی دا ببر نا پیژندل شوی مخلوق له کوم ځنګله را شیوه شوی
په هر چا حملی حتی پر ښځو.
اسلحه او صلاحیت نا اهلو ته تحفه شوی او د اهلیت مقام انډیوالی اشغال کړی ؛ ملت منتظر وو ،کیدی شی د علماوو تر قیادت لاندی به د ملت امانات اهل ته یی وسپارل شی ،اوس ثابته شوه چي ددوی قاموس کی اهلیت ،عدالت ، انفاق فی سبیل الله ، انسانی اخلاق او نور ندی تعریف شوی او تصور د ټوپک او وهل هر څه ته ځواب وایی
خو لنډه دا چي که امرا او علما یی همداسی اسلامی مفاهیمو په تحریف ککړ وی او انسانی مسیر ته وانوړی انجام به یی لانفضوا من حولک حتمی وی ځکه ۹۹٪ د ملت محروم،مظلوم او ناراضه دی.