پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهایران په تېر یو کال کې له تهرانه ۲ زره ماشومان او...

ایران په تېر یو کال کې له تهرانه ۲ زره ماشومان او د هغو کورنۍ ایستلي

تاند (دوشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۱۲ مه) د تهران ولایت د خیرښېګڼې د ادارې مشر محمد نصیري وايي چې په تېر یو کال کې دوه زره افغان ماشومان له خپلو کورنیو سره له ایرانه ایستل شوي دي.

د هغه په وینا، په تېر یو کال کې نژدې ۴۲۰۰ ماشومان په تهران کې پېژندل شوي دي چې له دې شمېرې څخه ۸۶ سلنه افغانان وو.

د ایران د کورنیو رسنیو د هغه له قوله ویلي، په تهران کې د عدلیې، اتباعو ادارې او د پولیسو ځواک په شمول د بېلابېلو ادارو په همغږۍ ماشومانو د کار لپاره یو مرکز جوړ شوی دی.

علي القاصي، چې د تهران د عدلیې رئیس دی، تیر کال اعلان کړی و چې په دې ولایت کې ۸۲ سلنه زیانمن ماشومان د افغانستان دي. علی القاصي ویلي وو چې نژدې ۳۷۰۰ زیانمن ماشومان په تهران کې پېژندل شوي دي چې ۸۲ سلنه یې «د بهرنیو اتباعو» په توګه پېژندل شوي دي.

د اسلامي جمهوري دولت چارواکي او رسنۍ زیاتره د ایران مېشتو افغان کډوالو لپاره د «بهرني اتباعو» اصطلاح کاروي.

علي کاظمي، چې د ایران د اسلامي جمهوریت د ماشومانو د ملي مراجعې منشي دی، ویلي و چې له زده کړو څخه پاتې کېدل او مالي ستونزې ماشومان اړ باسي چې په تهران کې په سړکونو کار وکړي.

1 COMMENT

  1. ۲۰۰۰ ماشومان ایران په کوم اسلامې معیار ، دګاونډیتوب اصولو او اړیکو وویستل . دافغانانستان د اسلامی اما رت کومې کلیمې [ امارت او که اسلامی] خپل مسئولیت واقعا عملا جبران کړی . داکتار محروم ماشومان دچا کتله، رعیت او نفوس څخه عبارت دب ؟ اېرانی عراقچې خو هره ورځ مشورې او ناستې لری . زموږ بوقلمون ورسره هم ببر ناست دی او نارې وهی . انصاف مو روزی شه چې نه کار هلته څه کار؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...