Homeخبرونهد ناندریو دوام؛ پاکستان وایي هند د سولې پرځای دښمني غواړي

د ناندریو دوام؛ پاکستان وایي هند د سولې پرځای دښمني غواړي

تاند【دوشنبه د غبرګولي ـ جوزا ۱۲مه】‏د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د هندي چارواکو وروستۍ څرګندونې د دښمنۍ پاروونکې بللي.

پاکستاني لوري ویلي، چې هند یو ځل بیا د سولې پر ځای دښمني ته لومړیتوب ورکوي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وايي، داسې شواهد لري چې هند پاکستان کې د ترهګرۍ ملاتړ کوي، خو په وینا د پام اړولو لپاره به د هند هڅې حقیقت پټ نه کړای شي.

سرچینه زیاتوي چې، پاکستان سوله غواړي، خو خپل حاکمیت ته هم ژمن دی او د کشمیر شخړه د سیمې سولې او ثبات لپاره بنسټیز ګواښ ګڼل شوې ده.

پاکستان داسې مهال غبرګون ښيي، چې له دې وړاندې د هند بهرنیو چارو وزارت چارواکو ویلي وو، چې پاکستان سره خبرې او له ترهګرۍ یې ملاتړ یوځای شونې نه دي.

هند غوښتي وو چې پاکستان کې د هند ضد ترهګري وځپي.

هند او پاکستان د وروستیو راپورته شویو شخړو پر سر اقداماتو کې پاکستان سره د اندوس اوبو تړون ځنډولی چې د دغه هېواد تر ټولو لویه اندېښنه ګرځېدلې ده.

پاکستان له دې وړاندې هم د هند لومړي وزیر نریندرا مودي څرګندونې «دښمنانه» بللې وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د الرسالې پر دوهمه ګڼه | ذبیح الله شفق

" په کوم زړه کې چې د بنده‌گانو مینه نه وي، هغه زړه د خدای له میني هم خالي وي. " د " الرسالې "...