جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهپاکستان کې د یوې میاشتې بریدونو ۹۹ پوځیان مړه او ټپیان کړل

پاکستان کې د یوې میاشتې بریدونو ۹۹ پوځیان مړه او ټپیان کړل

یتاند【دوشنبه د غبرګولي ـ جوزا ۱۲مه】‏په پاکستان کې د تېرې مې میاشتې په بریدونو کې کابو ۹۹ پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اړولې.

دغه راپور د پاکستان د شخړو او امنیتي څېرنو مرکز تازه خپور کړی دی.

په راپور کې راغلي، چې تېره مې میاشت په ټول پاکستان کې ۸۵ بریدونه شوي، چې له امله یې ۵۲ پاکستاني پوځیان وژل شوي او ۴۷ نور ټپیان شوي دي.

د پاکستان شخړو او امنیتي مطالعاتو مرکز ادعا کوي، چې دغو وسله والو بریدونو کې د ۴۶ عامو خلکو د وژل کېدو سربېره په عملیاتو کې سلګونه وسله وال هم وژل شوي.

په راپور راغلي، چې دا د تېرې اپرېل میاشتې په پرته د وسله والو ډلو له لوري په بریدونو کې ۵ سلنه زیاتوالی ښيي.

په دغو بریدونو کې تر ټول زیات یې په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې شوي دي.

خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې داسې مهال د بریدونو د زیاتوالي خبر ورکول کېږي، چې په پنجاب، سند او آزاد کشمېر کې هېڅ وسله واله پېښه نه ده شوې.

که څه هم دا هغه وسله وال بریدونه دي، چې د پاکستان په دننه وسله والو کړي، خو په مې میاشت کې د هند او پاکستان پوځي نښته کې هم په دغه هېواد کې لسګونه د ترهګرو ډلو غړي او پاکستاني پوځیان ووژل شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...