Homeخبرونهاقتصادي خبرونهپنجشیر نه به سږکال درېیو بهرنیو هېوادونو ته ۱۰۰ټنه ګیلاس صادر شي

پنجشیر نه به سږکال درېیو بهرنیو هېوادونو ته ۱۰۰ټنه ګیلاس صادر شي

تاند【دوشنبه د غبرګولي ـ جوزا ۱۲مه】‏پنجشېر ولایت کې د طالبانو سیمه ییز مسئولان وایي، روان کال به له دې ولایت نه ۱۰۰ ټنه ګیلاس ازبکستان، قرغزستان او روسیې ته صادر شي.

پنجشېر کې د طالبانو د ولایت ویاند سیف الدین لټون ویلي، د یاد ولایت باغ لرونکو تېر کال د ګیلاس پلور له درکه ۳۶۰ ملیونه افغانۍ عواید ترلاسه کړي و، چې بهر ته په صادرېدو سره به یې نور هم عاید زیات شي.

باغ لرونکي هم بهرنیو بازارونو کې د خپلو محصولاتو پلور ته خوښ دي او وایي، بهر ته به یې صادرات په عوایدو کې د پام وړ زیاتوالی راولي.

د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د افغانستان کرنیزو محصولاتو د صادراتو هڅې داسې مهال زیاتې شوې، چې وروستیو میاشتو کې د پاکستان له لوري د مېوې صادراتو پر وړاندې د ستونزو جوړول افغان سوداګرو او باغ لرونکو ته درانه زیانونه اړولي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د مصنوعي ځیرکتیا په وسیله د سندرو جوړول

تاند - مصنوعي ځیرکتیا (AI) په وروستیو کلونو کې د موسیقۍ نړۍ ته نوې بڼه ورکړې ده. اوس داسې سیستمونه رامنځته شوي چې کولی...