تاند【دوشنبه د غبرګولي ـ جوزا ۱۲مه】ټاکل شوې د روسیې او اوکراین چارواکي د سولې دویم پړاو خبرو لپاره نن دوشنبه د ترکیې په استانبول کې راټول شي.
دا له ۲۰۲۲ کال وروسته د سولې مستقیمو خبرو دویم پړاو دی.
لومړی پړاو یې د تېرې مې میاشتې په ۱۶مه نېټه په ترکیه کې ترسره شوی و.
د معلوماتو پر اساس په لومړي پړاو خبرو کې اوربند او سولې ته له نږدې کېدو پرته یوازې د ۱۰۰۰ – ۱۰۰۰ نظامي یرغمل شویو پر تبادله هوکړه شوې وه.
د سولې دویم پړاو خبرې چې د جون په درېیمه دي، د اوکراین پلاوي مشري، دفاع وزیر رستم عمروف او د روسیې له لوري د کرملین سلاکار ولادمیر میدینسکي ګډون کوي.
په دې ناسته کې د امریکا او اروپا استازي هم ګډون لري.
که څه هم له دې وړاندې د دواړو لورو شرطونه نه منل کېدونکي بلل شوي وو، خو روسیې چارواکو ویلي وو که اوکراین له ډيپلوماټيکو لارو د سولې خبرې وځنډوي تاوان به وکړي.
اوکراین بیا د روسیې له هغو شرطونو سره چې د ناټو غړیتوب او د څلورو مهمو اوکرایني سیمو ور پرېښودل دي، مخالفت ښودلی دی.
د سولې د دوهم پړاو خبرو د پیل خبر داسې مهال خپرېږي، چې تازه پر روسیې د اوکراین له تازه بریدونو وروسته د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین دغو بریدونو ته په غبرګون کې ویلي، یاد بریدونه ښيي چې د اوکراین مسئله د سولې له لارې نه شي حل کېدای.
اوکراین پرون یکشنبه د روسیې په څلورو پوځي اډو د بې پیلوټه الوتکو پراخو بریدونو په وسیله د روسیې ۴۰ ستراتیژيکي جنګي الوتکې په نښه کړې دي.
بلخوا د روسیې هوایي او ځمکنیو ځواکونو پر اوکراین خپل بریدونه زیات کړي، چې د اوکراین څو ستراتیژیکې سیمې او زېربناوي په نښه شوې دي.